د روم قانون
From Wikipedia, the free encyclopedia
د روم قانون د لرغوني روم قانوني سیستم دی چې، له دوولس جدولونو (له ميلاد څخه مخکې نږدې ۴۴۹ کال) څخه جوړ او تر زرګونه کلونو زیات وخت لپاره د حقوقو نظري زدهکړې دي چې د ختيځ روم د امپراتور لومړي ژوستینیان په امر تدوین شوی او د مدني حقونو اړوند فعالیتونه /Corpus Juris Civilis (تر میلاد وروسته په ۵۲۹ کال) پهکې شامل دي. د روم قانون د مدني قانون اصلي چارچوکاټ جوړوي، چې نن ورځ په پراخ ډول کارېدونکی حقوقي نظام دی او اصطلاحات ځینې وختونه په مترادف ډول کارول کېږي. د روم د قانون تاریخي ارزښت د دودو حقوقي نظام په ګډون په ډېری هغه حقوقي نظامونو کې د لاتیني حقوقي اصطلاحاتو له پرلپسې کارولو سره منعکس شوی چې له یاد نظام څخه اغېزمن شوي دي.
د لویديځ روم د امپراتورۍ تر انحلال وروسته د ختيځ روم امپراتوري پهخپل ځواک کې پاتې شوه. له اوومې پېړۍ وروسته په ختيځ کې قانوني ژبه يوناني وه.
د روم قانون همدارنګه د داسې یو حقوقي سیستم ښودونکی دی چې د ۱۸مې پېړۍ تر پای پورې د لويديځې اروپا په ډېره برخه کې پلی کېده. په جرمني کې د روم د سپېڅلې امپراتورۍ پرمهال (۹۶۳-۱۸۰۶) د اوږدې مودې لپاره پاتې شو. په دې توګه د روم قانون په ټوله لويديځه اروپا او همدارنګه د دې هېواد په ډېری پخوانیو امپراتوریو لکه لاتینه امريکا او ايتوپیا کې د حقوقي چارو د مباني په توګه عمل وکړ. انکریزي او انګریزي – امریکايي عمومي قوانین هم په ځانګړي ډول د دوی د حقوقو په لاتیني وییزېرمه [د مثال په ډول stare decisis (په پخوانیو قانوني قضیو کې یو پرنسیپل)، culpa in contrahendo (یوه لاتیني اصطلاح چې د تړون په پای کې د تېروتنې په معنا ده، په مدني قانون کې یو حقوقي مفهوم دی)، pacta sunt servanda (یوه لاتیني کلیمه چې تړونونه باید خوندي کړل شي په معنا ده، د قانون یو اساسي اصل دی)] کې له رومي قوانینو څخه اغېزمن شول. ختيځه اروپا هم د مدني قانون له جوړښت (Corpus Juris Civilis) څخه اغېزمنه شوه، په ځانګړي ډول د منځنیو پېړیو د رومانیا (ولاشیا، مولداوي او د تاريخي سیمو/منځنیو پېړیو ځينې نور ایالتونه) په څېر هېوادونو څخه چې د رومي او سیمهییزو قوانینو ګډ نوی سیستم یې رامنځته کړ. د ختيځې اروپا قانون د بیزانس د منځنیو پېړیو له حقوقي نظام «د کروندګرو قانون» څخه هم اعېزمن و. [1]