From Wikipedia, the free encyclopedia
د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه، په رسمي ډول د ترهګرۍ پر وړاندې نړیواله جګړه (GWOT)، د امریکا متحده ایالاتو له خوا د ترهګرۍ ضد نړیوال پوځي خوځښت دی چې د سپټمبر د ۱۱ له بریدونو وروسته پیل شو او همدارنګه دا تر ټولو وروستۍ نړیواله جګړه ده چې د څو نورو جګړو لامل شوې هم ده. د دې خوځښت اصلي موخې د وسله والو اسلامپاله او سلفي جهادي وسله والو سازمانونو لکه القاعده، اسلامي دولت او د هغوی نړیوال ملګرو په نښه کول وو، چې د بېلابېلو مسلمانو هېوادونو د حکومتونو د نسکورېدو لپاره یې پوځي بغاوتونه را منځ ته کړل. د دې جګړې د نور لویو اهدافو په لړ کې یو د عراق بعثي و، چې په ۲۰۰۳ کال کې د یوه یرغل په پایله کې نسکور شو، او نور یې بېلابېلې وسله والې ډلې وې چې د عراق د بلو په اوږدو کی جنګېدلې. [1][2][3][4][5]
د "ترهګرۍ پر وړاندې جګړه"، جګړه د یوې استعارې په توګه کاروي ترڅو بېلابېلې کړنې چې د جګړې له دودیز تعریف څخه بهر دي، تشریح کړي. د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۶نېټه د متحده ایالاتو ۴۳م ولسمشر جورج ډبلیو بوش په لومړي ځل د "ترهګرۍ پر وړاندې جګړه" اصطلاح وکاروله، او څو ورځې وروسته یې دا اصطلاح کانګرس ته په یوه رسمي وینا کې بیا وکاروله. بوش د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې دښمن " او هر هغه دولت چې د دوی ملاتړ کوي، د ترهګرو د یوې سخت دريځه شبکې په توګه " یاد کړ.[6][7][8][9][10][11]
د لومړیو جګړو موخه القاعده وه، د افغانستان او پاکستان یې د جګړې اصلي ډګر و. دا سیمه به وروستهد "افغانـ پاک په نوم یاده شي. د "ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې" اصطلاح سمدلاسه د ځینو کسانو له خوا، لکه ریچارډ مایرز چې هغه وخت د ګډ ځواک لوی درستیز و، تر نیوکې لاندې راغله، او په پايله کې د بوش د ادارې له خوا د دې جګړې د تعریف په اړه یو څه متفاوت اصطلاحات وکارول شول. په داسې حال کې چې "د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه" اصطلاح هېڅکله د متحده ایالاتو په عملیاتو کې په رسمي توګه نه وه کارول شوې، د ترهګرۍ پروړاندې د نړیوالې جګړې د خدمت مډال د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو لخوا رامنځ ته شو. [12][13][14]
د "ترهګرۍ پر وړاندې جګړه" د ۲۰۱۰ کال په مې میاشت او بیا د ۲۰۱۳ کال په مې میاشت کې په رسمي توګه اعلان شوه. د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۳ کال د مې میاشتې په ۲۳ نېټه د "ترهګرۍ په وړاندې جګړه" پای ته رسیدلې اعلان کړه. او څرګنده یې کړه چې متحده ایالات به د یو تاکتیک په وړاندې جګړه ونه کړي خو پرځای به یې د ترهګريزو شبکو پر یوې ځانګړې ډلې تمرکز وکړي. د ۲۰۱۰ کال په اوږدو کې د امریکا نور پوځي کمپاینونه هم د ولس او رسنیو له خوا د "ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې" برخه ګڼل شوي دي. [15][16][17][18][19][20][21]
په عراق او سوریه کې د ۲۰۱۴-۲۰۱۵ کلونو په اوږدو کې د اسلامي دولت راڅرګندېدل، د نړیوال کلک هوډ عملیاتو، او د ترهګریز سازمان د له منځه وړلو لپاره د نړیوالې جګړې لامل شو، چې د "ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې" یو بل عملیات ګڼل کېږي. په ځینو ځایونو کې د لویو جګړو پای او یوازې د ټیټې کچې جنګي عملیاتو پاتې کېدو، د زیاتره لوېديځوالو لپاره د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې په افغانستان کې په څرګند ډول د جګړې پای، یا لږ تر لږه د هغې د اصلي پړاو پای په نښه کړ. د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۳۱ نېټه د متحده ایالاتو پوځ، د ترهګرۍ په وړاندې د نړیوالې جګړې لپاره د ملي دفاع خدمت مډال ورکول بند کړل. له ۲۰۲۳ کال راهيسې ، په سومالیا کې د بلوا ضد روانې جګړې په ګډون بېلابېل محاربوي عملیات روان دي. [22][23]
د "ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې" نظر لانجمن پاتې شوی، چې د نيوکه کوونکي تور لګوي چې دا مدني آزادۍ محدودوي او د بشري حقونو څخه د سرغړونه کوي، لکه د متحده ایالاتو د لانجمنو کړنو په ګډون څارنې، شکنجې، او له محاکمې پرته توقيف، او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه چې د شکمنو ترهګرو تر څنګ، د ملکي وګړو د وژل کېدو لامل هم شوي دي. د متحده ایالاتو زیاتره کړنې، د نورو هېودانو له خوا هم ملاتړ کېدلې، او په کې هغه ۵۴ هغو هېوادونو هم چې د CIA په تورو سایټونو کې ښکیل دي، یا هغه چې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونه کې مرسته کوي. [24][25][26][27][28][29]
د ترهگرۍ پر وړاندې د جگړې نیوکې د دې جګړې په اخلاقي دليل، ګټورتوب او لګښت تمرکز کوي. د نړیوالو او عامه چارو لپاره د واټسن انسټیټیوټ له لوري د ۲۰۲۱ کال د یوې څېړنې پر بنسټ، متحده ایالاتو د سپټمبر د ۱۱ پېښو وروسته وروسته د ترهګرۍ ضد څو جګړو کې برخه اخیستې چې په افغانستان، عراق، لیبیا، سوریه، یمن، سومالیا، فیلیپین او پاکستان کې د ۳۸ ملیونو خلکو د بې ځایه کیدو لامل شوي؛ چې له دې ډلې ۱۱.۳ میلیونه لا هم بې ځایه پاتې شوي. دا جګړه له ۱۹۰۰ کال وروسته، د دوهمې نړیوالې جګړې په استثنا، د زیات شمېر جبري بې ځایه کېدو لامل شوې ده. [30][31][32]
دې څېړنې اټکل کړه چې دا جګړه، د ۳۶۴۰۰۰ څخه د زیاتو ملکي وګړو په کډون، د ۸۹۷۰۰۰ څخه تر ۹۲۹۰۰۰ پورې وګړو د مړینې لامل شوې ده او ۸ ټریلیونه امريکایي ډالر لګښت پې راغلی. نیوکه کوونکي په ښکېلو حکومتونو تور لګوي چې د "ترهګرۍ پر وړاندې جګړه" د لږکیو د ځپلو یا د داخلي مخالفینو د منزوي کولو، د خلکو په ذهن کې د اسلام دین د بدنامولو لپاره کاروي او په روغتیا او چاپیریال یې د دې جګړې په منفي اغېزو یې نیوکه کړې. نیوکوونکي ټینګار کوي چې د "جګړې" اصطلاح په دې مفهوم کې (لکه د "مخدره توکو پر وړاندې د جګړې" اصطلاح) مناسبه نه ده ځکه چې ترهګري د پیژندلو وړ دښمن نه دی او دا ناشونې ده چې نړیواله ترهګري د پوځي لارې ختمه شي. [33][34][35][36][37][38][39]
د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې اصطلاح په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو، انګلستان او د دوی د متحدینو تر مشرۍ لاندې د هغو سازمانونو او رژیمونو په وړاندې جګړې ته کارلو کېږي چې د دوی له لوري د ترهګر په توګه پېژندل شوي، او معمولا د نورو خپلواکو تروریزم ضد عملیاتو او خوځښتونو لپاره، لکه د روسیې او هند پوځي عملیات، له دې مستثنی ګڼل کېږي. دا جګړې د ترهگرۍ پر وړاندې د جگړې سربېره، په نورو نومونو هم يادې شوې دي. دا جګړې په لاندې نومونو هم یادې شوې دي:
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.