د بشري پرمختيا اندازه
From Wikipedia, the free encyclopedia
د بشري ودې شاخص (HDI) د ژوند د هيله مندۍ، زده کړې (معنا دا چې د ښوونځي پوره کړي کلونه او تعلیمي نظام ته تر ننوتلو وروسته د ښوونځي د پوره کوونکو کلونو لپاره هيله) او د سړي سر عايد څرګندونکو يو شمېريز ترتيبي شاخص (اندازه) دی، له کوم نه چې په نړۍ کې د بشري ودې د ډلبندۍ نه په څلورو لړيو کې ګټه اخستل کېږي. يو هېواد هغه مهال د ودې شاخص لوړه درجه تر لاسه کوي، کله چې د هغه هېواد د وګړو د عمر موده اوږده وي، د زده کړې کچه لوړه وي او د سړي سر ناخالص ملي عايد لوړ وي. دا نظام د پاکستاني اقتصاد پوه محبوب الحق له خوا جوړ شوی و او بيا ورنه د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام د بشري ودې د راپور دفتر د يوه هېواد د بشري ودې د اندازه کولو په برخه کې کار واخيست. [2][3][4]
د ۲۰۱۰ز کال د بشري ودې راپور، د بشري ودې يو نابرابر تعديل شوی شاخص وړاندې کړ(IHDI). په داسې حال کې چې د بشري ودې ساده شاخص (HDI) اوس هم ګټور دی، په ياد راپور کې ويل شوي و چې: «نابرابر تعديل شوی شاخص د بشري ودې حقيقي کچه ده (د نابرابرۍ لپاره محاسبه کول)، په داسې حال کې چې د بشري ودې شاخص ته د بشري ودې د بالقوه شاخص په توګه کتل کېدای شي (يا د شاخص تر ټولو ستره کچه) که چېرې نابرابري نه وه، نو دا شاخص تر لاسه کېدای شو». [5]
دا شاخص د بشري ودې په ليد پورې اړه لري، چې د محبوب الحق له خوا جوړ شوی دی، د بشري وړتياوو په اړوند د «امرتيا سين» په اثر کې لا پسي غني شوی دی، ډېر ځله په دې چوکاټ کې اچول شوی چې ايا ممکنه ده، خلک په ژوند کې هغه څه «شي» يا هغه څه «وګړي» چې دوی يې هيله لري. په بېلګو کې يې شامل دي – کېدل: ښه تغذيه، سرپناه، روغتيا ، کار، زده کړه، رايه ورکول، په ټولنيز ژوند کې برخه اخیستل. د غوراوي آزادي يې مرکزيت دی؛ يو څوک دا غوره کوي چې وږی پاتې شي (د يوې ديني روژې پر مهال) له هغه چا يې حالت بدل دی، چې خوراک اخستلی نه شي او يا له دې امله چې هېواد له لوږې «قحطۍ» سره مخامخ دی.[6]
دا شاخص د ګڼو لاملونو محاسبه نه کوي، لکه د سړي سر خالصه شتمني يا په يوه هېواد کې د توکو نسبي کيفيت. دا حالت د G7 د غړيو او ځينو نورو ډېرو پرمختللو هېوادونو د درجې د ښکته کېدو لامل ګرځي.[7]