د بارورۍ حقوق
From Wikipedia, the free encyclopedia
د بارورۍ حقوق، د ميندوارۍ او د ميندوارۍ د روغتيا اړوند قانوني حقوق او خپلواکۍ دي، چې په ټوله نړۍ کې په بېلابېلو هېوادنو کې توپیر لري. د روغتیا نړيوال سازمان د ميندوارۍ حقوق په لاندې ډول تشرېح کوي. [1][2]
د ميندوارۍ حقوق د ټولو جوړو (مېرمن او مېړه) د اساسي حقونو پر رسمیت پېژندلو ولاړ دي، چې د ماشومانو د شمېر، واټن او وخت په اړه په خپلواک ډول پرېکړه وکړي او د دې کار د ترسره کولو لپاره لازم اطلاعات اوسایل ولري او په لوړه کچه جنسي سټنډردونو ته د لاسرسي حق دی. همداراز د هغوی د ميندوارۍ روغتیا او د بیا توليد په اړه پرېکړه له هر ډول اجبار او تبعیض پرته وي.
د ښځو د ميندوارۍ حقوق ښايي ټول يا ځینې يې په لاندې مواردو کې شامل وي: د ماشوم د سقط کولو د حقوقو غورځنګونه،د زېږون کنټرول، له جبري شنډوالي څخه خلاصون او له امېندوارۍ څخه مخنيوی؛ د ميندوارۍ د باکیفیته روغتيا پالنې حق، دپوهاوي او خپلواکۍ سره د ميندوارۍ ټاکلو او لازمو زدکړو ته د لاسرسي حق. همداراز د جنسي مقاربتي ناروغیواو ګڼو نورو مسائلو په اړه پوهاوی،د حیض/میاشتني عادت روغتيا او د ځينو کړنو لکه دښځو له خصي کولو (female genital mutilation (FGM)) څخه خونديتوب هم د ميندوارۍ په حقونو کې شامل دي.[3][4][5][6][7]
د ميندوارۍ حقوقو په ۱۹۶۸ کال کې د ملګرو ملتونو دانساني حقونو په نړیوال کنفرانس کې د انساني حقوقو تر ټولګي لاندې وده پیل کړه. د تهران غیر الزامي اعلامیه لومړنی رسمي سند وچې له دې حقوقو څخه يو یې داسې بیانوي: «مور او پلار په خپلواک او مسؤلانه ډول د خپلو ماشومانو د شمېر او د دوی ترمنځ د فاصلې/واټن تعينولو حق د لومړنیو انساني حقوقو په توګه لري» په رسميت وپېژانده. د ښځو جنسي مسائل او رواني روغتياد ملګرو ملتونو په لومړيتوب کې نه وو، تر هغه مهاله چې د ښځو لسيزې (له ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۸۵ پورې) دوی ته د ټولو په سر کې ځای ورکړ. که څه هم دولتونو د یادو حقونو د رسمي کولو لپاره دنړیوالو قانوني الزامي اسنادو د همکارۍ په برخه کې په ورو عمل کړی دی. په دې توګه ځینې دا حقوق له وړاندې د سختو قوانینو پر مهال دنړيوالو انساني حقونوپه الزامي اسنادو کې په رسميت پېژندل شوي، ځینې نور بیا یوازې په غیر الزامي سپارښتنو کې یاد شوي په دې توګه په نړیوال حقونو کې د نرموحقونو (soft law) له ترټولو غوره حالت څخه برخمند دي، په داسې حال کې چې ځينې نور لا د وکالت په پړاو کې پاتې دي او د نړیوالې ټولنې له خوا نه دي منل شوي. [8][9][10]
د ميندوارۍ اړوند حقوق او مسائل له اقتصادي، مذهبي یا کلتوري نفوس او ټولنزې سطحې ته له پاملرنې پرته په ټوله نړۍ کې د تر ټولو تندو حقوقي مسائلو په توګه د بحث وړ دي.[11]
د ميندوارۍ د حقوقو موضوع د حیاتي ارزښت په توګه په مکرر ډول د نفوس اړوند سازمانونو لکه پاپيولېشن مټرس/ Population Matters (برېتانوي خیریه بنسټ) له خوا په مقالو او بحثونو کې یاده شوې ده. [12]
د ميندوارۍ حقوق، د ميندوارۍ او جنسي حقوقو د روغتيا یوه لاندې ټولګه (subset) ده.