د امريکا انقلابي جګړه
From Wikipedia, the free encyclopedia
د امريکا انقلابي جګړه (د ۱۷۷۵ اپرېل له ۱۹ څخه د ۱۷۸۳ ز کال د سپټمبر ۳ پورې) د انقلابي جګړې يا د امريکا د خپلواکۍ جګړې په نوم هم يادېږي، چې له سترې بریتانيې څخه د امريکا متحده ايالتونو خپلواکي يې خوندي (تر لاسه کړه). جګړه د ۱۷۷۵ اپرېل پر ۱۹ مه پېل شوه، چې ورپسې د ۱۷۷۶ ز کال د جولای پر ۴ مه د خپلواکۍ اعلاميه خپره شوه. فرانسې او هسپانيې د امريکا د هېواد پالونکو ملاتړ وکړ. جګړه په شمالي امريکا، کارابين او اتلانتيک سمندر کې وشوه او د ۱۷۸۳ ز کال د سپټمبر پر ۳ هغه مهال پای ته ورسېده، چې بریتانيا د پاريس تړون کې د امريکا خپلواکي ومنله، په داسې حال کې چې د Versailles تړونونو له فرانسې او هسپانيې سره بېلې شخړې حل کړې. [1]
په ۱۷ او ۱۸ پېړيو کې د شاهي منشور يا قانون له مخې رامنځته شوې امريکايي مستعمرې کورنیو چارو کې په پراخه ډول خپلواکې او په سوداګريز ډول هوسا وې، چې له بریتانيې او د بریتانيې له کارابيني مستعمرو او همدارنګه يې له نورو اروپايي ځواکونو سره د خپلو کارابيني سوداګريزو مرکزونو له لارې سوداګري کوله. په ۱۷۶۳ ز کال اووه کلنه جګړه کې د بریتانيا له بريا څخه وروسته د سوداګرۍ، شمال لويديځه سيمه کې د استعماري سياست يا تګلارې او د Stamp Act او Townshend Acts په ګډون، د ماليې ټاکنې د معيارونو په اړه کړکېچونه راپورته شول. استعماري مخالفت د ۱۷۷۰ کال بوسټون عام وژنې (Boston Massacre) او د ۱۷۷۳ ز کال بوسټن د چای ګوند (Boston Tea Party) سبب شو، چې پارلمان د تش په نوم د نه زغم قوانينو په ټاکلو سره ځواب ورکړ.
د ۱۷۷۴ ز کال د سپټمبر پر ۵ د لويې وچې لومړني کانګرس (First Continental Congress) پاچا ته يوه غوښتنه تسويد کړه او د برتانوي توکو سره پرېکون تنظيم کړ. د سوله ايز حل د تر لاسه کولو سر بېره جګړې د ۱۷۷۵ اپرېل پر ۱۹ د Lexington جګړې سره پيل شوه او په جون مياشت کې کانګرس جورج واشنګټن ته واک ورکړ، چې د لويې وچې لښکر جوړ کړي. که څه هم شمالي وزارت چې د «تېري تګلارې» ملاتړ يې کاوه، په پارلمان کې د يوې ډلې له لورې يې مخالفت وشو. دواړو اړخونو جګړه په زياتېدونکي ډول هرو مرو يا حتمي وګڼله. د زيتون څانګې غوښتنه (Olive Branch Petition) چې د ۱۷۷۵ز کال په جولای کې د کانګرس له خوا درېيم جورج ته استول شوې وه، رد شوه او په اګسټ مياشت کې پارلمان د مستعمرو په اړه اعلان وکړ، چې د سرکښۍ يا بغاوت په حالت کې دي.
د ۱۷۷۶ ز کال په مارچ کې د بوسټن (Boston) له لاسه ورکولو څخه وروسته د Sir William Howe په نوم د بریتانيې نوي سرقوماندان د نيويارک او نيوجرسي مبارزې يا هلې ځلې پيل کړې. نوموړي مخکې له دې چې واشنګټن په Trenton او Princeton کې کوچنۍ مګر د مهمه بريا تر لاسه کړي، په نومبر کې يې نيويارک ښار ونيو، چې د هېواد پالونکي (Patriot) ډاډ يا باور يې بيرته ورغوه. د ۱۷۷۷ په اوړي کې Howe د فلادلفيا په نيولو بريالی شو، مګر په اکتوبر کې د John Burgoyne په مشرۍ يو بېل ځواک په Saratoga کې غاړه ايښودنې ته اړ شو. دا بريا د فرانسې او هسپانيې غوندې ځواکونو ته په قانع کولو کې خورا مهمه وه، چې يو خپلواک متحده ايالتونه يوه د ژوندي پاتې کېدو وړ هستي وه.
د پاڅون له پيل څخه فرانسې د متحده ايالتونو اقتصادي او فوځي ملاتړ وکړ او له Saratoga څخه وروسته دواړو هېوادونو يو سوداګريز تړون او د ۱۷۷۸ ز کال په فبروري کې د يووالي يو تړون لاسليک کړ. د خپلواکۍ د يو ډاډ په بدل کې کانګرس له فرانسې سره د برتانيې پر وړاندې خپله نړيواله جګړه کې يو ځای شو او د فرانسې د West Indies ساتلو هوکړه يې وکړه. هسپانيه هم د Aranjuez (1779) تړون کې د انګليستان پر وړاندې له فرانسې سره يو ځای شوه، که څه هم له امريکايانو سره په رسمي ډول يو ځای يا متحد نه شوه. سره له دې په هسپانوي لوزيانا (Spanish Louisiana) کې بندرونو ته لاسرسي هېواد پالونکو ته اجازه ورکړه، چې وسلې او اکمالات راولېږدوي؛ په داسې حال کې چې د هسپانيې د ګلف (Gulf) ساحل هلې ځلې شاهي سمندري ځواک په سويل کې له مهمو هډو څخه بې برخې کړ.
دې حالت د Howe د ځايناستي Sir Henry Clinton له لورې د ۱۷۷۸ ز کال رامنځته شوې تګلاره زيانمنه کړه، چې جګړه يې سويلي متحده ايالتونو ته یووړه. په ځينو لومړنيو برياوو سرسېره د ۱۷۸۱ ز کال سپټمبر کې Cornwallis په Yorktown کې د فرانسې او امريکا د ګډ ځواک له لورې کلابند شو. د مات شوي لښکر کوټ د بيا بشپړتيا له يوې هڅې نه وروسته، Cornwallis په اکتوبر مياشت کې غاړه کېښوده ، که څه هم له فرانسې او هسپانيې سره بریتانوې جګړو د نورو دوو کلونو لپاره هم دوام وکړ، مګر د کارنوالېس غاړه ايښودنې په شمالي امريکا کې جګړه پای ته ورسوله. د ۱۷۸۲ ز کال په اپرېل مياشت کې يو نوی بریتانوي حکومت د شمالي (North) وزارت ځايناستی شو، چې د امريکا خپلواکي يې ومنله او د پاريس تړون په اړه يې خبرې اترې پيل کړې. ياد تړون د ۱۷۸۳ سپټمبر پر ۳ تصويب شو.