د استراليا ازادي غوښتونکی ګوند
From Wikipedia, the free encyclopedia
د استراليا ازادي غوښتونکی ګوند د استراليا مرکزي ښي اړخی سياسی ګوند دی، چې د استراليا د مرکزي کيڼ اړخي کارګر ګوند تر څنګ استراليايي سياست کې دويم ستر ګوند دی. ياد ګوند په ۱۹۴۴زکال کې د استراليا د متحد ګوند “United Australia Party” د ځايناستي په توګه جوړ شو. [1][2]
ازادي غوښتونکی ګوند د استراليا له ملي ګوند سره په ايتلاف کې واکمن ملګری دی. په فدرالي کچه دا ګوند او مخکيني ګوندونه يې له ۱۹۲۰ زلسيزې راهيسې له ملي ګوند سره ايتلاف کې دي. ياد ايتلاف په وروستيو د ۲۰۱۳ز کال له فدرالي ټاکنو څخه د ۲۰۲۲ز کال تر فدرالي ټاکنو پورې واک کې و او د ابوټ “Abbott” (۲۰۱۳-۲۰۱۵زکال)، ټرنبول “Turnbull” (۲۰۱۵-۲۰۱۸زکال) او مورېسن “Morrison” (۲۰۱۸-۲۰۲۲زکال) حکومتونه يې رامنځته کړل. وروسته له هغې چې ګوند د ۲۰۲۲ زکال فدرالي ټاکنې وبايللې، مورېسن اعلان وکړ، چې د ازادي غوښتونکي ګوند د مشر په توګه به له دندې لاس واخلي. مرستيال مشر جوش فراېدينبيرګ “Josh Frydenberg” هم خپله څوکۍ له لاسه ورکړه او د دې ډېره شونتيا رامنځته شوه، چې د ازادي غوښتونکي يا ليبرال پارلمان غړی پيټر ډوټون “Peter Dutton” د ازادي غوښتونکي ګوند د مشر په توګه د مورېسن ځايناستی شي. [3][4][5][6]
نوموړی ګوند په ټولو شپږ ايالتونو او د استراليا د پلازمېنې سيمه “Australian Capital Territory (ACT)” کې د خپلواکو څانګو په درلودلو سره فدرالي جوړښت لري. د شمالي سيمې “Northern Territory” د هېواد ازادي غوښتونکی ګوند “Country Liberal Party” د ازادي غوښتونکي ګوند غړی دی. د هېواد ازادي غوښتونکی ګوند “CLP” او ازادي غوښتونکی ملي “LNP” ګوند، چې د کوينسلېنډ ايالت څانګه ده، دواړه د ځايي ازادي غوښتونکو او ملي ګوندونو د يو ځای کېدنو له لارې جوړ شوي وو. په ايالتي او سيمه ييزه کچه ليبرال يا ازادي غوښتونکی ګوند له ۲۰۱۱زکال راهيسې د نوي ختيځ وېلز “New South Wales” او له ۲۰۱۴ز کال راهيسې د تاسمانيا “Tasmania” نومي ايالتونو په اداره او خدمت کې دی. ياد ګوند په ويکتوريا، کوينسلېنډ، سويلي استراليا او لويديځې استراليا ايالتونو او “ACT” او شمالي سيمې دواړو کې په مخالفت يا اپوزيسيون کې دی. [7]
د ګوند نظريې محافظه کار، ازادي غوښتونکي محافظه کار، محافظه کار ازادي غوښتونکي او لرغوني ازادي غوښتونکي يا لېبرال ګڼل کېږي. ازادي غوښتونکی ګوند هڅه کوي، چې اقتصادي ازادي غوښتنه (چې استراليا کې ازادو بازارونو او کوچني حکومت لپاره کارول کېږي) او سوسيال محافظه کاري پر مخ يوسي. د ګوند دوه پخواني مشران ښاغلی روبرت مينزيس “Sir Robert Menzies” او جان هووارډ “John Howard” د استراليا دوه تر ټولو اوږدمهاله خدمت کونکي لومړي وزيران دي. [8][9][10][11][12]