د آيفون عامل سيستم
From Wikipedia, the free encyclopedia
د آيفون عامل سيستم ( پخوانی د ايفون عملياتي سیستیم) د موبايل يو عملياتي سيستيم دی چې په ځانګړي ډول د هارډوير لپاره د اپل انک کمپنۍ له خوا رامنځ ته شوی دی. دا هغه عملیاتي سیسټم دی چې د آی فون او آی پاډ ټچ په ګډون د شرکت د موبايل ډېرو وسیلو ته ځواک ورکوي. په دی دوره کی د اي پډس نمونې هم شاملې وی، تر هغه چې په ۲۰۱۹ ز کال کې ايپډوس معرفي شو. دا د انډرايد عملياتي سيستم څخه وروسته، د نړۍ دویم ترټولو پراخ نصب شوی د موبايل عملیاتي سیسټم دی. دا د درې نورو عملیاتي سیسټمونو بنسټ دی چې د ايپل کمپنۍ له خوا جوړ شوی دی: ايپډوس، تيوي اوس او واچ ایس دي. دا خصوصي سافټویر دی، په داسې حال کې چې ځینې برخې یې د ایپل عامه سرچینې جواز او د نورو جوازونو لاندې آزادې سرچینې دي.[1]
د آيفون د عامل سيستم د آیفون د لومړي نسل لپاره په ۲۰۰۷ ز کال کې پرانستل شو. د آيفون عامل سيستم ته د ايپل د نورو وسيلو د ملاتړ لپاره، لکه ايپد تج (چې د ۲۰۰۷ز کال په سپتمبر کې معرفي شو) او د ايپډ (چې ۲۰۱۰ ز کال په جنوري کې معرفي او په ۲۰۱۰ ز کال په اپريل کې لاسرسي ته وړاندې شو) پرمختګ ورکړ شو. د ۲۰۱۸ ز کال مارچ پورې ايپل اپليکشن ستور، له ۲.۱ څخه ډېر د آيفون د عامل سيستم اپليکشنونه لرل، چې ۱ ميليون يې د آيفون عامل سيستم لپاره اصلي دي. دا د موبايل اپليکيشنونه په ټولنيز ډول له ۱۳۰ ميليارد څخه ډير ځله ډاونلوډ شوي دي. [2]
د آيفون عامل سيستم لویې نمونې هر کال خپريږي چې د ۱۵ آيفون عامل سيستم اوسنۍ با ثباته نمونه، د ۲۰۲۱ ز کال په سپتمبر کې خلکو ته خپره شوه.[3]