خوندي سیمه
From Wikipedia, the free encyclopedia
خوندي یا محفوظې سیمې یا هم تر څارنې لاندې او ساتل شوې ساحې هغه ځایونه دي چې د منل شویو طبیعي، چاپېریالي یا کلتوري ارزښتونو له امله یې حفاظت او ساتنه کېږي. څو ډوله خوندي سیمې شته دي چې د خوندیتوب کچه یې د هر هېواد د واکمنو قوانینو یا د اړوندو نړیوالو سازمانونو د مقرراتو له مخې توپیر کوي. په عمومي توګه خوندي سیمې هغو ځایونو ته ویل کېږي چې هلته د انسانانو ورتګ یا لږ تر لږه له طبیعي سرچینو (د بېلګې په توګه د سون له لرګیو، له لرګیو پرته نورو ځنګلي محصولاتو، اوبو، او نورو) څخه یې ګټه اخیستنه محدوده وي.[1]
د "خوندي شوې ساحې" اصطلاح همدا راز سمندري خوندي سیمې هم رانغاړي چې په حدودو کې یې د سمندر ځینې سیمې او له سرحدونو هاخوا هغه خوندي سیمې هم شاملېږي چې ګڼ هغه هېوادونه رانغاړي چې د هغې سیمې داخلي سرحدونه د ساتنې او اقتصادي موخو لپاره له منځه وړي. په ټوله نړۍ کې (د ۲۰۱۰ کال تر اکتوبر پورې) څه باندې ۱۶۱۰۰۰ خوندي ساحې ثبت شوې دي او هره ورځ نورې هم پرې ور زیاتېږي چې د ځمکې د ټولې سطحې د مساحت له ۱۰ څخه تر ۱۵ سلنه پورې برخه جوړوي.[2][3][4][5]
تر ۲۰۱۶ کال پورې ۱۴۶۸۸ سمندري خوندي سیمې ثبت شوې وې او د نړۍ شاوخوا ۱۴.۷ سلنه د ځمکې او داخلي اوبو ساحې (له انترکتیکا پرته) خوندي دي. له داخلي اوبو هاخوا تر ملي حاکمیت د لاندې اوبو په برخه کې نږدې ۱۰.۲ سلنه ساحلي او سمندري سیمې او ۴.۱۲ سلنه د نړۍ سمندري ساحې په سمندري خوندي شویو یا محفوظو ساحو پوښل شوې دي. په مقابل کې له ملي حاکمیت بهر د نړۍ د ټولو سمندرونو یوازې ۰.۲۵ سلنه یې د سمندري خوندي سیمو لهخوا پوښل شوې دي. په وروستیو کلونو کې د ۳۰ پر ۳۰ نوښت دا هدف ټاکلی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د نړۍ ۳۰ سلنه سمندري سیمې او ۳۰ سلنه ځمکنۍ خاورې خوندي کړي. دا هدف د اروپايي ټولنې لهخوا د ۲۰۳۰ کال لپاره د ژواک بېلابېلوالي په ستراتیژۍ کې تصویب شوی چې د طبیعت کمپاین د ژواک بېلابېلوالي اړوند COP15 غونډې او G7 په کنفرانس کې د دغه هدف ملاتړ وکړ.[6][7][8]
خوندي سیمې د ژواک بېلابېلوالي د ساتنې لپاره تطبیقېږي چې ډېری وختونه له ګواښ او خطر سره مخ ژوندیو نوعو ته استوګنځای او له ښکار کېدلو څخه ساتنه چمتو کوي. محافظت یا ساتنه د هغو ایکولوژیکي یا چاپېریالي پروسو په ساتلو کې مرسته کوي چې نشي کولی په اکثریت جدي اداره کېدونکو ځمکنیو مناظرو او سمندري مناظرو کې هم ژوندۍ پاتې شي.[9]