خودمختاري/ خپلواکي
From Wikipedia, the free encyclopedia
په پرمختیایي ارواپوهنه او اخلاقي، سیاسي او بیولوژیکي فلسفه کې، خودمختاري هغه ظرفیت ته وايي چې یو کس د يوې با خبره او بې جبره پرېکړې توان ولري. خودمختاره بنسټونه، هغه بنسټونه دي چې په خپلواکه بڼه کار کوي او یا هم په خپله واکمن دي. خپلواکي د بشري زېرمو له نظره یوه کارمند ته د هغه یا هغې په کاري ماحول کې نسبتاً لوړ امتیاز ورکول دي. په داسې پېښو کې خپلواکی ډېری وخت د دندې نه د رضایت زیاتیدو لامل ګرځي. هغو کسانو چې ځانونه یې په ریښتینې توګه پېژندلي خپلې دندې په خپلواکه بڼه د بهرنیو تمو په نظر کې نه نیولو سره مخته وړي. له طبی اړخه، د ناروغ خپلواکۍ ته درناوی په طب کې یوه له ډېرو بنسټیزو اخلاقي اصولو څخه ګڼل کیږي.[1][2]