From Wikipedia, the free encyclopedia
حج د اسلام يو مهم عبادت او د د اسلام د پنځه ستنو څخه پنځمه ستن ده ۔هر کال مسلمانان د سعودي عرب ښار مکه معظمې ته ځي او هلته عبادتونه کوي د دغه عبادتونو مجموعې ته حج او دغه عبادتونو ته د حج مناسک ويلی کيږي۔ په اسلام کې حج هر هغه بالغ مسلمان باندې فرض دی کوم چې د حج کولو طاقت لري۔حج په ژوند کې يو ځل فرض دی لکه څنگه چې قرآن مجيد کې ويلی شوي دي چې وَأَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ هم دا رنگې رسول الله (ص) فرمايي:
د اسلام بنياد په پنځه ستنو باندې دی، د لااله الا الله گواهي ورکول،مونځ کول،زکوة وکول، د روژې په مياشت کې روژه کېدل اور حج کول
د حج مناسک هر کال په اسلامي نېټه په 8 ذوالحجه شورو کيږي۔ حاجيان له ټولو لومړی په د حج په ميقات کې احرام وتړي او بيا د کعبې د زيارت لپاره مکې ته ورسي۔مکې ته چې ورسي هلته طوافِ قدوم وکړي۔ بيا مېنا ته لاړ شي هلته يوم الترويه تېرولو څخه وروستو عرفات ته لاړشي ، په عرفات کې يوه ورځ هسار شي د عرفات دې ورځ ته يوم العرفه ويلی کيږي۔
حج د اسلام ډېړ مهم عبادت دی په هر هغه مسلمان چې د حج کولو طاقت لري،په ژوند کې يو ځل فرض دی۔رسول الله فرمايي الله په تاسې حج فرض کړی دی نو ځکه حج کوئ، يو بل ځای کې رسول الله فرمايي: د اسلام بنياد په پنځه ستنو باندې دی، د لااله الا الله گواهي ورکول،مونځ کول،زکوة وکول، د روژې په مياشت کې روژه کېدل اور حج کول۔
د رسول الله (ص) ځخه یو ځل چا پوښتنه وکړه چې کوم عمل غوره دی ؟ هغه پ ځواب کې وفرمايل « الایمان بالله » یعني په الله ایمان لرل . بیا ترې پوښتنه اوشوه چې د هغې نه وروسته کوم عمل بهتر دی . وې فرمایل «الجهاد في سبیل الله » یعني د الله په لیار کې جهاد کول . بیا ترې پوښتنه اوشوه چې د هغې نه وروسته کوم عمل بهتر دی . وې فرمایل «الحج مبرور» یعنې حج چې پکې د گناه نه ځان ژغورل شوی وي . د بیت الله نه د طواف په دوران کې د هر قدم په ایښودلو د مسلمان گناه لیرې کیږي او مقابل کې ورته نیکي لیکل کیږي . په بیت الله کې یو لمونځ په لکونو لمونځونو حسابیږي او همدا راز په مسجد نبوي کې یو لمونځ په زرگونو لمونځونو حسابیږي . د حج په باره کې الله پاک داسې فرمایلي دي «او نیکي کوۍ او بیشکه چې خدای (ج) محبت کوي له نیکو کارو سره او پوره کړۍ حج او عمره د الله لپاره » .
همدا په دې سبب د کعبې شریفې د طواف تر څنگ د صفا او مروه تر منځ د شریعت د اصولو په چوکاټ کې مزل کول د حج له ارکانو څخه مهم رکن دی ، صفا او مروه په مکه معظمه کې د کعبې شریفې تر څنگ هغه دوه غونډۍ دي چې حضرت ابراهیم علیه السلام خپله میرمن هاجره بي بي د خپل زوی حضرت اسماعیل علیه السلام سره د همدې دوه غونډیو تر منځ پریښودل . هاجرې بي بي د تندې او اوبو د نشتوالي له کبله د دې دوه غونډیو تر منځ منډې رامنډې کړې چې پایله کې الله پخپل قدرت د حضرت اسمعیل (ع) د پښو په وهلو سره د زم زم چینه روانه کړه چې اوس ترې د نړۍ ټول مسلمانان د حج د مراسمو پر مهال د تبرک لپاره اوبه څښکي۔
که چیرته یو مسلمان په کوز ورکړی شوي شرایطو برابر وي باید په خپل ژوند کې یو وار د بیت الله حج ادا کړي:
کال | هجري کال | د سعودي عرب دننه څخه حجاج | د نورو هېوادونو څخه حجاج | ټول |
---|---|---|---|---|
1920 | 1338 | 58,584 | ||
1921 | 1339 | 57,255 | ||
1922 | 1340 | 56,319 | ||
1996 | 1416 | 784,769 | 1,080,465 | 1,865,234 |
1997 | 1417 | 774,260 | 1,168,591 | 1,942,851 |
1998 | 1418 | 699,770 | 1,132,344 | 1,832,114 |
1999 | 1419 | 775,268 | 1,056,730 | 1,831,998 |
2000 | 1420 | 571,599 | 1,267,555 | 1,839,154 |
2001 | 1421 | 549,271 | 1,363,992 | 1,913,263[۱] |
2002 | 1422 | 590,576 | 1,354,184 | 1,944,760[۲] |
2003 | 1423 | 610,117 | 1,431,012 | 2,041,129[۲] |
2004 | 1424 | 592,368 | 1,419,706 | 2,012,074[۲] |
2005 | 1425 | 629,710 | 1,534,769 | 2,164,469[۲][۳] |
2006 | 1426 | 573,147 | 1,557,447 | 2,130,594[۲][۴] |
2007 | 1427 | 746,511 | 1,707,814 | 2,454,325[۲][۵][۶] |
2008 | 1428 | 1,729,841[۲][۷] | ||
2009 | 1429 | 154,000 | 1,613,000 | 2,521,000[۸] |
2010 | 1430 | 989,798 | 1,799,601 | 2.8 million[۹] |
2011 | 1431 | 1,099,522 | 1,828,195 | 2,927,717[۱۰] |
2012 | 1432 | 1,408,641 | 1,752,932 | 3,161,573[۱۱] |
2013 | 1433 | 700,000 (تقریبا) [۱۲] | 1,379,531 [۱۳] | 2,061,573 (تقریبا) |
2014 | 1435 | 700,000 (تقریبا)[۱۴] | 1,389,053[۱۵] | 2,089,053 (تقریبا)[۱۴] |
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.