From Wikipedia, the free encyclopedia
حافظه د مغزهغه ذهني قوه ده، چې د اړتیا په وخت کې ډیټا ا(شفري معلومات ) ذخیره او بېرته وړاندې کوي. دا بهیر د وخت په تېرېدو سره د راتلونکو کړنو د وړتیا په موخه د معلوماتو ساتل دي. که پخوانۍ پېښې په یاد را نه وړل شي، د ژبې، اړیکو او شخصي هویت پراختیا ناشونې ده. د حافظې له لاسه ورکول، معمولاً د هېرجنتوب او یا امنیژیا (هېروالي) په نوم یادېږي. [1][2][3][4][5][6][7][8]
حافظه ډېری د څرګند او ناڅرګند فعالیت په درلودلو سره د معلوماتو د پروسس کوونکي سیستم په توګه پېژندل کېږي، چې د حسي پروسسر، لنډ مهاله (یا کاري) حافظې او اوږد مهاله حافظې څخه منځ ته راغلی دی. دا له نیورون (عصبي حجرو) سره تړاو لري. حسي پروسسر د بهرنۍ نړۍ څخه د کیمیاوي او فزیکي اخذو څخه د معلوماتو ترلاسه کولو ته اجازه ورکوي، ترڅو د فکر او ارادې په بېلابېلو کچو کې و کارول شي. کاري حافظه، د شفره کولو او ترلاسه کولو د پروسسر په توګه کار کوي. د اخذې په بڼه معلومات د کاري حافظې د پروسسر له خوا د څرګندو یا ناڅرګنده دندو سره سم شفر کېږي. کاري حافظه، د پخوانیو زیرمه شوو توکو څخه معلومات ترلاسه کوي. په پای کې، د اوږد مهاله حافظې دنده، د بېلابېلو ټاکنده موډلونو او سیستمونو له لارې د معلوماتو ذخیره کول دي. [9]
صرېح، یا څرګنده، حافظه د معلوماتو ارادي ذخیره او په یاد را وړل دي. د څرګندې حافظې دوه نورې برخې معنایي (سیمانتیک) او اتقاقي (ایپیسوډیک) حافظې دي. معنایي حافظه، هغې حافظې ته ویل کېږي چې، په ځانګړې معنا سره شفره شوې وي، په داسې حال کې چې اتفاقي حافظه، هغه معلومات په ګوته کوي، چې د یوې ځانګړې فضا او وخت په بنسټ شفر شي. د حافظې په بحث کې څرګنده حافظه، معمولاً د لومړني پروسس په توګه ګڼل کېږي. نا څرګنده یا غیر صریح حافظه، د معلوماتو غیر ارادي ذخیره کول او په یاد راوړل دي. د ناڅرګنده پروسس یوه بېلګه، د اجرائیوي حافظې یا د چمتوکوونکې پدیدې له لارې د معلوماتو غیر ارادي زده کړه یا بېرته وړاندې کول دي. پرایمنګ (چمتوکوونکې) هغه پروسس دی، چې په نیمه ارادي توګه له حافظې څخه ځانګړي غبرګونونه راپاروي او ښیي چې، ټوله حافظه په ارادي توګه فعاله نه ده، په داسې حال کې چې اجرائیوي حافظه، په کراره او تدریجي توګه د هغو وړتیاوو زده کړه ده، چې ډېری وختونه زده کړې ته له ارادې پاملرنې پرته پېښېږي. [10][11][12][13][14][15]
حافظه یو بشپړ پروسیسر نه دی او د ډېرو لاملونوله خوا اغېزمنه کېږي. هغه تګلارې چې په بنسټ یې معلومات شفر، ذخیره او بېرته وړاندې کېږي، کېدای شي ټولې زیانمنې شي. د بیلګې په توګه: درد د یوه داسې فزیکي حالت په توګه پېژندل شوی، چې د حافظې د کمزورتیا لامل کېږي، چې په حیواني ماډلونو او د سختو دردونو په ناروغانو کې لیدل شوی دی. په اخذو کې د پاملرنې کچه کولای شي، د هغو معلوماتو کچه را ټیټه کړي، چې د ذخیره کولو لپاره شفرکېږي. د ذخیرې بهیر، د دماغ هغې برخې ته چې حافظې معلومات ذخیره کوي، لکه د هپپوکمپس، په فزیکي زیان سره زمانمن کېدای شي. په همدې ډول، د اوږدې مودې حافظې څخه د معلوماتو بېرته لاس ته راوړل، د د ې حافظې د زیان له امله ګډوډ کېدای شي. نورمال فعالیت، د وخت په تېریدو سره زیان او د مغز تخریب ټول د حافظې په دقت او وړتیا اغېزه کوي.[16][17][18][19][20][21][22][23]
حسي حافظه، د یوه شي په لیدلو سره تر یوې ثانیې لږ معلومات ساتي، چې له حواسو څخه اخیستل کېږي. په یوه شېبه کې د یوه شي د لیدلو او یاد ته سپارلو وړتیا او د هغه د څرنګوالي په یاد لرل، د حسي حافظې یوه بېلګه ده. دا له ادراکي کنترول څخه بهر او یو اتوماتیک غبرګون دی. په یو لنډ پریزنتېشن کې ګډونوال ډېری وایي چې: په حقیقت کې د هغه څه په پرتله چې دوی یې وینې، د لږ راپور ورکولو (یاد لرلو) وړتیا لري. لومړنۍ کره تجربې د دې ډول حسي حافظې د سپړنې په برخه کې د جورج سپرلینګ (۱۹۶۳) له خوا د "نیمګړي راپور" د بېلګې په کارولو سره ترسره شوې. موضوعات د ۱۲ تورو په لړۍ کې وړاندې شول، چې په څلورو لیکو کې ترتیب شوي وو. له یوه لنډ پریزنتشن وروسته،
دا موضوعات په لوړ،منځني او ټیټ آواز وغږول شول، چې اشاره یې کوله چې غږ د کومي لیکې اړوند دی. د دې نیمګړي راپور د تجربو پر بنسټ، سپیرلینګ وښودله چې د حسي حافظې وړتیا نږدې ۱۲ توکي وه، خو دا چې دا په چټکۍ سره (په څو سوه ملی ثانیو کې) را ټیټه شوه. له دې امله چې د حافظې دا بڼه په چټکۍ سره را ښکته کېږي، چې ګډوڼوال نندارې ته ګوري، خو نه شي کولای چې ،ټول توکي، مخکې له دې چې دوی زیانمن، شي په یاد ولري (۱۲د "ټول راپور" په ترځ کې). دا ډول حافظه نه شي کولای چې، د تمرین له پراخېدو اوږده شي.[24]
درې ډوله حسي حافظې شته. تصوري حافظه د انځوریزو معلوماتو ګړندې له منځه تلونکې ذخیره ده، او هغه ډول حسی حافظه ده چې په لنډه توګه د یوې کوچنۍ مودې لپاره درک شوی انځور ساتي. انګازه یي حافظه د غزیزو معلوماتو ګړندۍ له منځه تلونکې ذخیره ده، همدارنګه هغه ډول حسي حافظه ده چې د لنډې مودې لپاره درک شوی غږ ساتي. لمسي حافظه د حسي حافظې یو ډول دی چې د لمس د آخذې په بنسټ معلومات ذخیره کوي. [25]
لنډمهاله حافظه، د کاري حافظې په نوم هم یادېږي. لنډمهاله حافظه له څو ثانیو څخه تر یوې دقیقې پورې له تمرین پرته معلومات په یاد ساتي. خو وړتیا یې خورا لږ دی. په ۱۹۵۶ کال کې، جورج اې میلر (۱۹۲۰ – ۲۰۱۲ ز)، کله یې چې د بیل په لابراتوارونو کې کار کاوه، داسې تجربې په لاره واچولې، چې و یې ښودله، چې د لنډ مهاله حافظې ذخیره ۲ ± ۷ توکي دي. (له همدې امله، د هغه د مشهورې څېړنې سرلیک، "د ۲ ± ۷ جادویي شمېره" ؤ). د لنډ مهاله حافظې د وړتیا اوسني اټکلونه ټيټ دي، په عادي توګه د ۵-۴ توکو په لړۍ کې؛ خو د حافظې وړتیا د قطعه بندي د تګلارې په بنسټ لوړه کېدای شي. د بېلګې په توګه: د لس عددي تلیفون شمېرې د یاد ساتلو لپاره، یو کس کولای شي چې عددونه په دریو برخو ووېشي: لومړی، د سیمې کوډ (لکه ۱۲۳)، بیا درې عددي ټوټه (لکه ۴۵۶)، او وروستی، څلور- عددي ټوټه (لکه ۷۸۹۰). د تلیفون د شمېرو د یاد ساتلو دا کړنلاره د ۱۰ عددې لړۍ د یادولو د کوښښ په پرتله خورا اغېزمنه ده، ځکه چې موږ کولای شو چي معلومات له معني څخه ډکو د شمېرو ټوټو کې ترتیب کړو. دا د ځینو هېوادونو په ګړنلارو کې ښودل کېږي چې د تلیفون شمېرې د دوه څخه تر څلورو شمېرو پورې په څو ټوټو کې وېشي. [26][27]
لنډ مهاله حافظه داسې انګېرل کېږي چې، د معلوماتو د ساتلو لپاره په غږیز کوډ باندې او په لږ کچه په بصری کوډ باندې تکیه کوي. کونراد (۱۹۶۴ز) وموندله چې، د ازموینې موضوعاتو د حروفو د هغې ټولګې په یادولو کې ډېرې ستونزې درلودې، چې په غږیز ډول ورته دي، د بېلګې په توګه. E، P، D. د لید له اړخه د ورته تورو پرځای د صوت له اړخه په ورته تورو کې د یاد ساتلو ګډوډي په دې دلالت کوي چې چې توري په صوتي ډول شفره شوي دي. خو د کانراډ (۱۹۶۴) څېړنې، د لیکل شوي متن شفره تر بحث لاندې راولي. له دې امله، په داسې حال کې چې د لیکل شوي ژبې حافظه په غږيزه برخه تکیه کوي، د حافظې ټولو ډولونو ته عمومي کول امکان نه لري. [28]
په حسي او لنډمهاله حافظه کې ذخیره زیاتره ډېر محدود ظرفیت او موده لري، پدې معنا چې معلومات د نامعلوم وخت لپاره نه ساتل کېږي. برعکس، اوږدمهاله حافظه وړتیا لري چې، په احتمالي توګه د لامحدودې مودې (کله ناکله د ټول عمر) لپاره په لویه کچه معلومات وساتي. د دې حافظې ظرفیت، د سنجش وړ نه دی. د بېلګې په توګه:د اووه عددي تصادفي شمېرې په پام کې نیولو سره، یو کس ممکن د هېرولو څخه مخکې یوازې د څو ثانیو لپاره هغه یاد وساتي، په دې معنا چې دا په لنډمهاله حافظه کې ذخیره شوې. له بلې خوا، یو کس ممکن د تکرار له لارې د ډېرو کلونو لپاره د تلیفون شمېرې په یاد وساتي؛ په دې معنا چې، دا معلومات په اوږد مهاله حافظه کې ساتل کېږي.
له هغه ځایه چې لنډمهاله حافظه، په غږیز ډول معلومات شفر کوي، اوږدمهاله حافظه یې په معنایي ډول شفر کوي: بیډلي (۱۹۶۶ز) وموندله چې، له ۲۰ دقیقو وروسته، د ازموینې موضوعات د کلیمو دې ټولګې په اوږدمهاله یاد ساتلو کې چې ورته معنا لري (د بېلګې په توګه غټ، لوی، ستر) ډېر ستونزمن وو. د اوږدمهاله حافظې بل ډول اتفاقي حافظه ده، "چې د معلوماتو د ترلاسه کولو هڅه کوي، لکه: 'څه'، 'کله' او 'چېرې'". په اتفاقي حافظه کې، کسان کولای شي چې ځانګړې پېښې، لکه: د زېږون جشنونه او ودونه په یاد وساتي. [29][30]
لنډمهاله حافظه، د عصبي اړیکو د لنډمهاله ډولونو له خوا ملاتړ کېږي، چې د مغز په مخکنۍ برخه (فراتل لوب) او منځنې برخه (پاریتل لوب) پورې اړه لري. (په ځانګړې توګه د شاتني او څنګ (ډورسولټرل) د تندي قشر). له بل اړخه، اوږدمهاله حافظه، په هغو عصبي اړیکو کې، چې په پراخه کچه په مغز کې خپرې دي، د ډېر ثابت او دایمي بدلونونو له خوا ساتل کېږي. هیپوکمپس (د نوو معلوماتو د زده کړې لپاره) د لنډ مهاله څخه تر اوږد مهالې حافظې پورې د معلوماتو د ترکیب لپاره اړین دی، که څه هم داسې نه برېښي چې ،معلومات په خپله ذخیره کړي. داسې نظرهم شتون لاره چې، د هیپوکمپس څخه پرته نوې یادونه په اوږدمهاله حافظه کې نه شي ذخیره کېدای او دا سې نظر هم شته و چې، په دې ځای کې د پاملرنې ډېره لڼد موده موجوده ده، لکه څنګه چې په لومړی ځل د ناروغ هینري مولیسون څخه راټول شوی و چې وروسته له هغه داسې فکر کېده چې دواړه هیپوکمپس يې په بشپړ ډول لرې کړي. د هغه د مغز وروستي معاینات، له مرګ نه وروسته ښیي چې ،هیپوکیمپس د لومړي ځل په پرتله ډېر سالم و، چې د لومړنیو معلوماتو څخه رااخیستل شوې تیورۍ تر پوښتنې لاندې راولي. هیپوکیمپس ممکن له لومړنۍ زده کړې وروسته، د درېو میاشتو یا ډېرېمودې لپاره د عصبي اړیکو په بدلون کې ښکېل و.[31]
څېړنې وایي چې: په انسانانو کې د اوږد مهالې حافظې ذخیره د ډي ان اې میتایلیشن (په میتایل سره د هایدروجن بدلون)، او د "پریون" جین له خوا ساتل کېدای شي.[32][33][34]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.