جمالیات
From Wikipedia, the free encyclopedia
جمالیات یا ښکلا پېژندنه یا د ښکلا فلسفه (انګلیسي: Aesthetics, or esthetics) د فلسفې یوه څانګه ده چې د ښکلا او ذوق له طبیعت او همدا راز د هنر له فلسفې (د فلسفې خپله ساحه یې چې له جمالیاتو اخیستل شوې) بحث کوي. دا فلسفه د ښکلا ارزښتونه څېړي، چې ډېری وختونه د خوند یا ذوق د قضاوت له لارې بیانېږي.[1][2]
جمالیات د ښکلایي تجربې او قضاوت طبیعي او مصنوعي سرچینې دواړې رانغاړي. هغه څه په پام کې نیسي چې زموږ په ذهنونو کې څه ګرځي راګرځي، خاصتا کله چې موږ له جمالیاتي څیزونو یا چاپېریال سره بوخت یو لکه د بصري هنر لیدل، موسیقي اورېدل، شعر لوستل، د لوبې تجربه کول، یا د طبیعت سپړنه. د هنر فلسفه په ځانګړې توګه دا څېړي چې هنرمندان څه ډول د هنري کار تصور کوي، رامنځته کوي او ترسره کوي یې، او همدا راز خلک په څه طریقه هنر کاروي، خوند ترې اخلي او تنقید پرې کوي. جمالیات پر دې غور کوي چې ولې خلک ځینې هنري کارونه خوښوي او نور نه خوښوي، او همدا راز هنر څه ډول کولی شي پر مزاج یا ان زموږ پر باورونو اغېزې وښندي. جمالیات او د هنر فلسفه دواړه دا پوښتي چې "هنر څه شی دی؟" "یو هنري کار څه شی دی؟" او "څه شی ښه هنر رامنځته کوي؟"[3]
د دغه ډګر پوهانو جمالیات د "هنر، کلتور او طبیعت د ژور انعکاس" په توګه تعریف کړي. په عصري انګلیسي کې د جمال یا ښکلا "aesthetic" اصطلاح همدا راز ښایي د اصولو یوې داسې ټولګې ته اشاره ولري چې د یوه ځانګړي هنري خوځښت یا تیورۍ کارونه بنسټیزوي (لکه یو څوک چې مثلا د رنسانس دورې د جمالیاتو په اړه خبره کوي).[4][5][6]