جاينيزم
From Wikipedia, the free encyclopedia
جینېزم (/ˈdʒeɪnɪzəm/)، چې په دودیز ډول د جین دارما په نوم یادېږي، یو پخوانی هندي دین دی. دا دین یو له پخوانیو هندي ادیانو ګڼل کېږي. د جینېزم درې اصلي ستنې یا ارکان اهنساahiṃsā (عدم تاوتریخوالی)، انیکانتاودا anekāntavāda (عدم مطلقیت)، او اپریګراaparigraha (له دنیا سره زړه نه تړل) دي.
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/ps/9/9c/Jain_hand.png)
جینان پنځه اصلي عهدونه یا ژمنې لري: اهیمساahiṃsā (له هر ډول ژوندیو سره تاوتریخوالی نه کول)، ساتیاsatya (حقیقت او رښتینولي)، استیاasteya (غلا نه کول)، برهماچاریاbrahmacharya (جنسي پاکلمني یا پرهېزګاري)، او اپریګرهaparigraha (ملکیت نه لرل). دغو اصولو پر جین کلتور له ګڼو لارو اغېزه کړې، د بېلګې په توګه دا اصول عمدتا د ګیا خوړنې او غوښې نه خوړلو (vegetarian) د ژوندانه د ډول لامل شوي دي. پاراسپاروپاګراهو جیوانام Parasparopagraho jīvānām (د ارواحو دنده له یو بل سره مرسته کول دي) د دغې عقیدې شعار دی او ناموکارا منتر (Ṇamōkāra mantra) یې ترټولو عامه او اساسي دعا ده.
جینېزم د خپلو معنوي عقایدو او تاریخ ریښې د ۲۴ رهبرانو/پېشواګانو یا تیرتانکارانو (Tirthankaras) له سلسلې څخه مومي او د اوسنۍ زمانې په څرخه کې یې لومړنی کس ریشابادیوا (Rishabhadeva) دی، چې له دغه دود سره سم ملیونونه کاله مخکې یې ژوند کړی. درویشتم تيرتانکارا، چې پارشواناتا نومېده، تاريخپوهان يې تر نهمې قبل المیلاد پېړۍ پورې اړوند ګڼي. همدا راز څلورویشتم تيرتانکارا یې بیا مهاویرا و چې په شاوخوا ۶۰۰ قبل المیلاد کلونو کې اوسېدلی دی. جینېزم یو ابدي مذهب (dharma) ګڼل کېږي چې تیرتانکاران یې پکې په نړۍ کې د وجود (cosmology) د هرې دورې لارښوونه او رهبري کوي.
جینېزم د نړۍ یو له هغو پخوانیو ادیانو څخه دی، چې تر نن ورځې پورې عمل پرې کېږي. دا دین دوه ستر لرغوني فرعي دودونه لري، چې یو یې دیګامبرا (Digambaras) او بل یې هم سویتامبارا (Śvētāmbaras) دی او د پرهېزګارۍ یا زاهدانه اعمالو او جنسیت په اړه او دا چې کوم متنونه مذهبي یا قانوني (canonical) ګڼل کېدای شي، په اړه یې مختلف نظریات لري. دواړه دودونه د عامو خلکو (شراواکا او شراویکا) له ملاتړ برخمن ملنګان یا دروېشان لري. د سویتامبارا دود بیا درې فرعي دودونه لري: مندرواسي (Mandirvāsī)، تیراپنتي (Terapanthi) او ستانکاواسي (Sthānakavasī). دا دین له څلورو تر پنځو ملیونو پورې پیروان لري، چې د جینانو په نوم یادېږي او ډېری یې په هند کې ژوند کوي. له هند څخه بهر یې ځینې لویې ټولنې په کاناډا، اروپا او متحده ایالاتو کې دي، او جاپان یې بیا د وراوښتونکو د ګړندۍ پراختیا موندونکې ټولنې کوربه دی. مهم جشنونه یا اخترونه یې پریوشنا او داس لکشنا، اشتانیکا، مهاویر جانما کلیانک، اکشایا تریتیا، او دیپاوالي بلل کېږي.[1][2]
د جینانو د نفوس اټکل له څلور ملیونو څخه تر دولس ملیونو پورې کېږي.[3]