جان کالوین
From Wikipedia, the free encyclopedia
جان کالوین یا ژان کالون (زوکړه: د ۱۵۰۹ زکال د جولای ۱۰مه – مړینه: د ۱۵۶۴ زکال د مۍ ۲۷مه) په جینوا کې د پروتستانتي اصلاحاتو پر مهال فرانسوي الهیات پوه، کشیش او اصلاح غوښتونکی و. نوموړی د عیسوي الهیاتو د سیسټم په پراختیا کې یو له اصلي څېرو څخه و چې وروسته دغه سیسټم په کالوینېزم شهرت وموند او په دوکتورینو کې یې د قضا او قدر نظریه او همدارنګه له مړینې او ابدي لعنت څخه د انسان د ارواه د ژغورنې په برخه کې د خدای د مطلق حاکمیت موضوع شاملېږي. د کالوینېزم دوکتورین د اګوستیني او همدارنګه نورو عیسوي دودونو تر اغېز لاندې و او د هغو بشپړه تشرېح یې وړاندې کړه. د ټولن پالونکو، اصلاح شوو او پروتستانتانو بېلابېلې کلیساوې کالوین ته د خپلو اصلي عقایدو د بیانونکي په توګه ګوري او د هغه نظریاتو ټولې نړۍ ته پراختیا موندلې. [1]
کالوین ستړیا نه منونکی بحث کوونکی او بخښنه غوښتونکی لیکوال و چې ګڼ شمېر بحثونه یې راوپارول. نوموړي همدارنګه د فیلیپ ملانکتون او هاینریش بولینګر په ګډون له ګڼ شمېر اصلاح غوښتونکو سره صمیمانه او ملاتړیز لیکونه تبادله کول. هغه د عیسویت د دین د بنسټ (Institutes of the Christian Religion) په نامه اثر سربېره د بایبل د ډېری کتابونو، عقیدوي مواردو او همدارنګه بېلابېلو الهیاتي رسالو شرحې لیکلې دي.
کالوین په اصل کې د یو بشپر پالونکي وکیل په توګه روزل شوی و چې د ۱۵۳۰ زکال په شاوخوا کې د روم له کلیسا څخه جلا شو. نوموړی په فرانسه کې د مذهبي جنجالونو له امله د پروتستانت عیسویانو پر وړاندې د خونړیو تاوتریخوالو وروسته د سویس بازل ته وتښتېد، چېرې چې نوموړي په ۱۵۳۶ زکال کې د عیسویت د دین د بنسټ په نامه خپل اثر لومړنۍ نسخه خپره کړه. همدغه کال کالوین د فرانسوي ویلیام فارل له خوا استخدام شو څو په جینوا کې له اصلاحاتو سره مل شي، نوموړي به هلته د اونۍ په اوږدو کې په منظم ډول تبلیغ کاوه. ورته مهال د دغه ښار اداري شورا د هغه د یو شمېر نظریاتو د اجرا کېدو مخه ونیوله او دواړه یې له ښاره وشړل. د مارټین بوسر په بلنه کالوین ستراسبورګ ته ولاړ او هلته د فرانسوي کډوالو د کلیسا وزیر شو. هغه په جینوا کې د اصلاحاتو له خوځښت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړ او په ۱۵۴۱ زکال کې له هغه وغوښتل شول چې د ښار د کلیسا مشري پر غاړه واخلي.
جینوا ته له راګرځېدو وروسته کالوین د دغه ښار د یو شمېر مخکښو کورنیو له مخالفت سربېره چې هڅه یې کوله د هغه واکونه راکم کړي، د کلیسايي حکومت او مذهبي مراسمو نوي ډولونه وړاندې کړل. په دغه دوره کې هسپانوي میکائیل سروتوس چې د رومن کاتولیکانو او هم د پروتستانتانو له خوا د تثلیث په برخه کې د بدعتي نظریاتو لرونکی ګڼل کېده جینوا ته راغی. نوموړی د کالوین له خوا محکوم شو او د بدعت په جرم د ښاري شورا له خوا په اور کې وسوزول شو. جینوا ته د هغه د ملاتړو کډوالو په راتلو او د ښاري شورا لپاره د تازه ټاکنو له امله د کالوین مخالفین اړ شول پر شا شي. کالوین د خپل ژوندانه وروستي کلونه په جینوا او ټوله اروپا کې د اصلاحاتو په ترویج تېر کړل.