تجربهپالنه
From Wikipedia, the free encyclopedia
په فلسفه کې، تجربهپالنه (empiricism) یوه تیوري ده چې وایي پوهه یوازې یا په بنسټیزه توګه د حواسو یا حسي تجربې له لارې ترلاسه کېږي. دا د عقلیت یا عقلپالنې شکاکیت یا شکپالنې ترڅنګ، د پوهنپوهنې (epistemology) د څو نظریاتو له ډلې څخه یو نظر دی. تجربېزم یا تجربهپالنه د نظریو او مفکورو په جوړولو کې د فطري نظرونو او دودونو پرځای د تجربي شواهدو پر رول ټینګار کوي. که څه هم، تجربهپالان ښایي استدلال وکړي چې دودونه (یا اداب او رسوم) هم له مخکېنیو حسي تجربو سره د اړیکو له کبله رامنځته کېږي.[2][3][4]
عمومي معلومات |
---|
له تاریخي پلوه، تجربهپالنه د "خالي تختې" له مفهوم یعني تابولا راسا (tabula rasa) سره تړلې وه، چې له مخې چې د انسان ذهن د زیږون پر مهال "خالي" ګڼل کېږي او یوازې د تجربې له لارې خپلو افکارو او نظرونو ته وده ورکوي.[5]
د علم یا ساینس په فلسفه کې تجربهپالنه پر شواهدو ټینګار کوي، په ځانګړې توګه هغه چې په ساینسي تجربو کې کشف شوي. تجربهپالنه یا تجربېزم د علمي مېتود یوه بنسټیزه برخه ده چې پکې ټولې فرضیې او تیورۍ باید د طبیعي نړۍ د مشاهدو پر وړاندې وازمویل شي، نه دا چې یوازې پر پسیني او پېشیني (a priori) استدلال، شعور او ادراک یا حدس (intuition) او یا هم وحیې (revelation) تکیه وکړل شي.
تجربېزم، چې ډېر کله د طبیعي علومو د پوهانو لخوا کارېږي، وايي چې "پوهه پر تجربه ولاړه ده" او همدا راز "پوهه ازمایشي او احتمالي ده او د دوامدارې بیاکتنې او غلطوالي تابع ده". تجربوي څېړنې، د علمي تجربو او د سنجش یا اندازهګیرۍ د معتبرو وسایلو په ګډون، د علمي مېتود لارښوونه کوي.[6]