بیلي هیوز
From Wikipedia, the free encyclopedia
ویلیم موریس هیوز (د ۱۸۶۲ز کال د سپټمبر له ۲۵مې- د ۱۹۵۲ز کال د اکټوبر له ۲۸مې) یو اسټرالیایي سیاستوال و، چې له ۱۹۱۵ز کال نه تر ۱۹۲۳ز کال پورې یې د اسټرالیا د اووم لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې. هغه د لومړۍ نړیوالې جګړې په لړ کې د هېواد د رهبرۍ له امله ډېر ښه وپېژندل شو، خو پر ملي سیاست یې اغېزو څو لسیزې ونیولې. هیوز تر مړینې پورې، یعنې له ۱۹۰۱ز کال نه وروسته، له فدراسیون نه د فډرالي پارلمان غړی شو. دی یوازینی کس و، چې تر ۵۰ کلونو یې ډېر خدمت کړی دی. هغه په خپله سیاسي مخینه کې د شپږو سیاسي ګوندونو استازیتوب وکړ، د پینځو ګوندونو یې مشري وکړه، څلور یې تر پایه ورسول او له دریوو نه واېستل شو.[1][2]
هیوز په لندن کې له ویلزي مور و پلار نه زېږېدلی و. په ۲۲ کلنۍ کې اسټرالیا ته کډوال شو او د کارګرانو په نوي خوځښت کې شامل شو. هغه په ۱۸۹۴ز کال کې د نوي سویلي ویلز مقننه مجلس ته د ویلز د کارګر ګوند د غړي په توګه وټاکل شو او بیا په ۱۹۰۱ز کال کې نوي فډرالي پارلمان ته لاړ. هغه د خپلې لومړۍ سیاسي مخینه په اړه نیمه ورځ حقوقي مطالعې کولې، چې په ۱۹۰۳ز کال کې د واټسن په لنډمهال حکومت کې په کابینه کې شامل شو. وروسته د اندریو فیشر په حکومتونو کې لوی څارنوال شو. په ۱۹۱۴ز کال کې د اسټرالیا د کارګر ګوند مرستیال وټاکل شو.[3]
کله چې فیشر د ۱۹۱۵ز کال په اکټوبر کې د ناروغۍ له امله تقاعد شو؛ نو هیوز لومړی وزیر شو. جګړه د هغه مهال مهمه مسئله وه او بهر ته د اجباري سرتېرو د لېږلو په اړه یې ملاتړ د دې لامل شو، چې د کارګرو په لیکو کې وېش رامنځته شي. هیوز او ملاتړي يې په ۱۹۱۶ز کال کې له ګوند نه وشړل شول، خو هغه وتوانېد، چې د نوي ملي کارګر په ګوند کې واکمن پاتې شي. دغه ګوند له څو میاشتو وروسته له لیبرالانو سره یوځای شو او ملتپال ګوند یې رامنځته کړ. د هغه حکومت له ۱۹۱۷ز کال نه تر ۱۹۱۹ز کال پورې د ټاکنو په لوی اکثریت سره بیا وټاکل شو. هیوز د جګړې په لړ کې د اسټرالیا فډرالي پولیس او CSIRO رامنځته کړل او تر جګړې وروسته یې د اقتصادي مرستې لپاره یو شمېر دولتي شرکتونه هم جوړ کړل.[4]
نشنلستانو د ۱۹۲۲ز کال په ټاکنو کې په پارلمان کې خپل اکثریت له لاسه ورکړ او اړ شول، چې د هېواد له ګوند سره ائتلاف جوړ کړي. د هیوز استعفا د هېواد ګوند لپاره ګرانه تمامه شوه او سټینلي بروس د لومړي وزیر په توګه د هغه ځایناستی شو. هغه د وخت په تېرېدو سره د بروس غټ مخالف شو او په ۱۹۲۸ز کال کې د صنعتي اړیکو پر سر هغه او ملاتړو یې خپل باور مات کړ او حکومت یې راوپرځاوه. هیوز له یوې خپلواکې دورې وروسته د اسټرالیا د ګوند په نامه یو سازمان جوړ کړ، چې په ۱۹۳۱ز کال کې د متحدې اسټرالیا له ګوند (UAP)سره یوځای شو. هغه په ۱۹۳۴ز کال کې کابینې ته راستون شو او د جاپاني امپریالیزم پر وړاندې یې د خبرداریو له امله وپېژندل شو. د ۱۹۳۹ز کال په وروستیو کې هغه د لومړي وزیر په توګه خپله دویمه دوره د څو رایو په کمښت له لاسه ورکړه او د UAP د مشرتابه رایې رابرټ مینزیس ته ورکړل شوې. [5][6][7]
په ټوله کې هیوز د شلمې پېړۍ یو له ډېرو بانفوذو اسټرالیایي سیاستوالو په توګه پېژندل کېږي. هغه په خپل ژوند کې یو بحث کوونکی شخصیت و او میراث یې هم د مؤرخینو تر بحث لاندې دی. د هغه پیاوړی نظر او یرغلیز چلند په دې معنا و، چې هغه په مکرر ډول په خپلو ګوندونو کې دننه خپل ځان ته سیاسي دښمنان پیدا کړي دي. د هیوز مخالفینو هغه په استبداد او پاپیولیزم کې ښکېل وباله او همدارنګه دوی ویل چې: هیوز فرقه پالنې ته وده ورکړې ده. په ۱۹۱۴ز کال کې د جګړې لپاره د هیوز د اقداماتو احتیاطي قانون مخالفتونه وزېږول. په کارګر ګوند کې د هغه پخوانیو همکارانو هیوز ته خاین وویل، په داسې حال کې چې محافظه کارانو د هیوز پر سوسیالیستي اقتصادي تګلارو شکمن وو. په هر حال هغه د عامو وګړو په ځانګړي ډول د پخوانیو سرتېرو په منځ کې ډېر محبوبیت درلود او په مینه یې هغه ته د «کوچني کیندونکي» لقب ورکړ.[8][9]