بنیامین کانسټنټ
From Wikipedia, the free encyclopedia
هنري-بنیامین کانسټنټ ډي رېبکو (فرانسوي: [kɔ̃stɑ̃]؛ ۱۷۶۷ اکتوبر ۲۵مه – ۱۸۳۰ ډسمبر ۸مه)، یا په ساده ډول بنیامین کانسټنټ، یو سویسی-فرانسوی سیاسي مفکر، فعال او د سیاسي تیورۍ او مذهب لیکوال و.
بنیامین کانسټنټ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | 8 ډيسمبر 1830 (63 کاله)[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12] پاريس [2][12] |
تابعیت | سويټزرلينډ (۱۷۶۷–۱۷۹۰)[2][5] |
ژوند ملګری | ژرمن دو سټایل |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
تحریک | لېبراليزم ، Romanticism |
سمول |
نوموړی له ۱۷۹۵ کال راوروسته یو ژمن جمهوریت غوښتونکی و. هغه د فرکټیډور (Fructidor) میاشتې د ۱۸مې (۱۷۹۷ سپټمبر ۴مې) د کودتا او هم د برومیر (Brumaire) د ۱۸مې (۱۷۹۹ نومبر ۹مې) د کودتاګانو ملاتړ کړی. په ۱۸۰۰ کال کې د قونسلانو د حکومت پر مهال د لیبرال اپوزیسیون مشر شو. د ناپلیون له خوابدي کولو سره یې فرانسه پرېښوده او لومړی سویس او بیا د ساکسوني پادشاهۍ ته ولاړ، خو بېرته د سل ورځنۍ جګړې پر مهال د ناپلیون پلوی شو او په فرانسه کې د بوربونیانو د بیا واکمنۍ په جریان کې یې سیاسي فعالیت پیل کړ. نوموړی په ۱۸۱۸ کال کې د فرانسې د استازو جرګې غړی وټاکل شو او په ۱۸۳۰ کال کې د هغه تر مړینې پورې پر دې څوکۍ پاتې شو. د لیبرال اپوزیسیون (چې د خپلواکو یا استقلالیانو په نوم یادېږي) د مشرۍ پر مهال نوموړی د پارلماني نظام د پلوي په توګه د فرانسې د استازو جرګې یو له پاموړ او مخکښو ویناوالو څخه و. د جولای د انقلاب پر مهال د لومړي لویس فیلیپ د واک ته رسېدو ملاتړی و.
د سیاسي او مذهبي موضوعاتو په اړه پر ګڼو مقالو سربېره، کانسټنټ د رومانټیکې مینې په اړه هم لیکل کړي. د نوموړي ژوندلیک "لي کاهیر روج" (Le Cahier rouge) چې په ۱۸۰۷ کال کې خپور شو، له مېډم ډي سټایل (Madame de Staël) سره د هغه د مینې کیسه کوي، چې نوموړی یې په ځانګړې توګه په کوپیټ حلقه کې سرپرست او همکار وګرځېد، او یو بریالی ناول اډولف (Adolphe)، چې په ۱۸۱۶ کال کې خپور شو، په دې اړه د هغه د اثارو ښه بېلګه ده. [14]
هغه د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې یو پرشوره او لېوال کلاسیک لیبرال و. هغه د آزادۍ مفکوره اصلاح کړه او د یوه داسې وجودي حالت په توګه یې تعریف کړه چې د فرد لپاره ممکنوي چې د دولت یا ټولنې لاسوهنه له منځه یوسي. د هغه نظریاتو په هسپانیه کې د ترینیو لیبرال غورځنګ، په پرتګال کې د ۱۸۲۰ کال لیبرال انقلاب، د یونان د خپلواکۍ جګړه، په پولنډ کې د نومبر پاڅون، د بلجیم انقلاب، او په برازیل او مکسیکو کې پر لیبرالیزم اغېزې وکړې.[15][16][17]