بلګراډ
From Wikipedia, the free encyclopedia
بلګراډ (bɛlˈɡreɪd/ bel-GRAYD، /ˈbɛlɡreɪd/ BEL-grayd؛ په صربي کې: Београд / Beograd، روښانه. (سپین ښار)، [beǒɡrad] تلفظ کېږي؛ دا یې په نورو ژبو کې نومونه دي) د صربستان ترټولو لوی ښار او پلازمېنه ده. د ساوا او دانوب سیندونو یوځای کېدو او د پانونې دښتې او بالکان ټاپو تقاطع کې پروت دی. د بلګراد ښار اداري سیمه کې کابو ۱.۷ میلیونه کسان ژوند کوي. دا د دانوب سیند ښارونو په منځ کې ترټولو لوی دریم ښار دی.[1]
بلګراد د اروپا او نړۍ یو له لرغونو ښارونو څخه دی چې په دوامداره توګه په مېشت ځای بدل شوی. د اروپا له تاریخ څخه مخکې یو له مهمو کلتورونو څخه، د وینچا کلتور، د بلګراډ په سیمه کې له میلاد څخه مخکې په شپږمه زریزه کې تکامل وموند. په لرغونتوب کې، تراکو-داکیان پّ دې سیمه کې مېشت وو او له میلاد څخه مخکې ۲۷۹ کاله وروسته، سلتانو دا ښار د مېشت کېدو لپاره وټاکه او د هغه نوم یې سینګيدون کېښوده. دا ښار د رومیانو لخوا د آګوسټوس تر سلطنت لاندې فتحه شو او د دوهمې پېړۍ په منځ کې د رومي ښار حقونه ورته ورکړل شول. په ۵۲۰مه لسیزه کې د سلاوانو لخوا آباد شو او څو ځلې د بیزانس امپراتورۍ، فرانک امپراتورۍ، بلغارستان امپراتورۍ او مجارستان سلطنت لخوا لاس په لاس شو، مخکې له دې چې په ۱۲۸۴م کال کې د صربستان پاچا سټیفان ډراګوټین په مرکز بدل شي. بلګراډ د سټیفان لازارویچ پاچاهۍ په موده کې د صربانو استبدادي پلازمینې په توګه خدمت وکړ او وروسته د هغه ځای ناستی، دوراد برانکویچ هغه په ۱۴۲۷م کال کې د مجارستان پاچا ته ور وګرځاوه. په ۱۴۵۶م کال کې د محاصرې په اوږدو کې د عثماني امپراتورۍ په وړاندې د مجارستان پوځ په ملاتړ د ماسپښین زنګونه تر نن ورځې پورې لاهم د کلیسا پراخه دود په توګه پاتې دي. په ۱۵۲۱م کال کې، بلګراډ د عثمانیانو لخوا فتحه شو او د سمېدریوو د سانجاک په مرکز بدل شو. په غالب ډول د عثمانیانو له حکومت څخه هابسبورګ ته ولېږدول شو چې د عثماني – هابسبورګ جګړو په اوږدو کې ښار د لا ډېرو ویجاړنو شاهد وو.[2][3][4]
د صربستان انقلاب څخه وروسته دوره کې، بلګراډ بیاځلې په ۱۸۴۱م کال کې د صربستان پلازمېنې په توګه ونومول شو. تر ۱۹۱۸م کال پورې، چې ښار پورې وتړل شو، په دې دلیل چې د اتریش-مجارستان پخوانۍ سیمې د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د صربانو نوي سلطنت، کرواتانو او اسلوونیایانو برخې شوې، شمالي بلګراډ لا هم د هابسبورګ ترټولو سویلي پوستې په توګه پاتې شو. بلګراډ په ۱۹۱۸م کال کې د هغه د جوړېدو څخه تر ۲۰۰۶م کاله چې ونړېد د یوګوسلاویا پلازمېنه وو. دا ښار په یوه وژونکي سټراټیژیک موقعیت کې په ۱۱۵ جګړو کې جنګېدلی او ۴۴ ځلې له خاورو سره خاورې شوی او څو څو ځلې محاصره شوی دی.[5]
بلګراډ د صربستان لومړني ښار په توګه، په صربستان کې د ځانګړي اداري وضعیت خاوند دی. د مرکزي دولت، اداري ارګانونو او دولتي وزارتخانو او همدارنګه کابو ټولو شرکتونو، رسنیو او د صربستان لویو علمي موسسو استوګنځی دی. بلګراډ د نړیوال بېټا ښار په توګه طبقه بندي کېږي. دا ښار د صربستان د کلینیکي مرکز، چې د نړۍ په کچه ترټولو لوړ ظرفیت لرونکي یوه روغتیایي کمپلکس درلودونکی، د سېنټ ساوا کلیسا، چې د ارټوډوکس له لویو کلیسا ګانو څخه ده، او د سټارک آرنا، یو له سرپټي لوبغالو څخه چې د اروپا په کچه ترټولو لوی ظرفیت لري، کور دی. بلګراډ مهم نړیوال رویدادونو کوربه پاتې شوی لکه په ۱۹۴۸م کال کې د دانوب سیند کنفرانس، د غیر متعهدینو خوځښت مشرانو لومړنۍ ناسته (۱۹۶۱)، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان لومړنۍ لویه غونډه (۱۹۷۷-۱۹۷۸)، د یوروویژن غږیزه سیالۍ (۲۰۰۸)، او همدارنګه سپورټي پېښو کوربهتوب یې هم کړی لکه د فینا اوبو لوبو نړیواله اتلولۍ (۱۹۷۳)، یوفا یورو (۱۹۷۶)، د اوړي یونیورسیاډ (۲۰۰۹) او درې ځلې یوروباسکټ (۱۹۶۱، ۱۹۷۵ او ۲۰۰۵).[6][7]