برېتانيا
د شمال لوېديځې اروپا هېواد / From Wikipedia, the free encyclopedia
د سترې بریتانيې او شمالي ايرلينډ متحد سلطنت، په عموم کې د انګلستان يا بریتانيې په نوم پېژندل کېږي، په شمال لوېديځه اروپا کې يو خپلواک هېواد دی چې د اروپا د مرکزي سيمو په شمال لوېدیځو ساحلونو کې موقعيت لري. په برتانيه کې د سترې برتانيې ټاپو، د ايرلينډ ټاپو شمال ختيځه برخه او د برتانيې د ټاپوګانو نورې ګڼې جزېرې شاملې دي. شمالي ايرلينډ د ايرلينډ له جمهوريت سره ګډه پوله لري. له دې پرته له بریتانيې څخه اتلانتيک بحر چاپېر دی، په ختيځ کې د شمال له سمندر، سويل ته يې انګليس کانال او سويل لوېدیځ ته يې سلتيک سمندر واقع دي، په دې ډول بریتانيه په نړۍ کې تر ټولو اوږدې ساحلې پولې لري. لويه بریتانيه او ايرلينډ د ايرلينډ د سمندر په واسطه سره جلا شوي دي. مساحت يې ۲۴۲۵۰۰ کيلو متر مربع (۹۳،۶۲۸ مربع ميله) دی، د وګړو شمېر يې په ۲۰۲۰ز کال کې اته شپېته ميليونه اټکل شوی دی.[4][5][6][7]
برېتانيا | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 54.6°شمال 2°لويديځ / 54.6; -2 [1] |
پراخوالی | 242495 کیلومتره مربع [2] |
پلازمېنه | لندن |
رسمي ژبې | انګليسي ژبه |
مشرتابه | |
قانون جوړونه | د لویې بریتانیا پارلمان |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۱۲ اپرېل ۱۹۲۷ |
د عمر محدودیتونه | |
بې کارۍ کچه | 6 سلنه (۲۰۱۴)[3] |
اوسط عاید | |
نور مالومات | |
بېړنۍ ټليفون شمېره |
|
تګلوری | کيڼ |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
هېواد کوډ | GB |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +44 |
بریتانيا يو اتحادي ديموکراتيک پارلماني او د اساسي قانون شاهي نظام لرونکی هېواد دی. پاچا يې ملکه اليزابيت دويمه له ۱۹۵۲ز کال راهيسې واکمني کوي. پلازمېنه او ستر ښار يې لندن دی، کوم چې يو نړيوال ښار او سوداګريز مرکز دی، له دې سره د نښتو نورو سيمو د دې ښار د وګړو شمېر څوارلس ميليونه دی. بریتانيا له څلورو هېوادونو جوړه شوې چې دا دي: انګلستان، سکاټلينډ، ويلز او شمالي ايرلينډ. له انګلستان پرته نور هېوادونه يې خپلواک دولتونه لري، چې هر يو يې د ځانګړي ځواک لرونکي دي.[8][9][10][11][12][13][14][15]
بریتانيا د څو کلونو په اوږدو کې د دې هېواد د جوړوونکو هېوادونو د يو لړ يو ځای کېدنو، اتحاديو او جلا کېدنو نه بشپړشوی دی. د انګلستان د سلطنت (په کوم کې چې ويلز هم شامل و او په ۱۵۴۲ز کال کې ورسره يو ځای شوی و) او د سکاټلينډ د سلطنت تر منځ په ۱۷۰۷ز کال کې د اتحاد له تړون څخه وروسته د سترې بریتانيې سلطنت رامنځ ته شو. په ۱۸۰۱ز کال کې ورسره د ايرلينډ سلطنت په يو ځای کېدو سره دا هېواد د متحدې بریتانيې او ايرلينډ په سلطنت بدل شو. د ايرلينډ ډېره برخه په ۱۹۲۲ز کال کې له بریتانيې څخه جلا شوه او په دې سره اوسنۍ برتانيا او شمالي ايرلينډ پاتې شول او په ۱۹۲۷ز کال کې يې د سترې بریتانيې او شمالي ايرلينډ متحد سلطنت رسمي نوم غوره کړ.
د من، ګرينزي او جرسي نژدې ټاپوګان د بریتانيې برخه نه دي، د بریتانيې په وليعهد پورې اړوند دي چې د بریتانيې حکومت يې د دفاع او نړيوال استازيتوب مسئوليت لري. له پولو بهر څوارلس بریتانوي ځمکې هم شته، کومې چې د بریتانوي سترواکۍ څخه راپاتې دي، له ۱۹۲۰ز کلونو راهيسې، کله چې ياده سترواکي په خپل اوج کې وه او د نړۍ د وچې ځمکې په څلورمه برخه او د نړۍ د نفوسو په درېيمه برخه يې حکومت کاوه او دا په تاريخ کې تر ټولو ستره سترواکي وه. د بریتانيې د ډېرو پخوانيو مستعمرو په ژبه، کلتور ، حقوقي او سياسي نظام کې د بریتانيې اغېزې لېدل کېږي. [16][17][18][19]
بریتانيا د داخلي ناخالص توليد له پلوه د نړۍ پنځم ستر اقتصاد او د پېرودلو د وړتيا د برابرۍ له اړخه د نړۍ لسم ستر اقتصاد لري. دا هېواد د لوړ عايد اقتصاد او د انساني پراختيا ډېر لوړ شاخص ډېره لوړه کچه کې ځای لري چې په نړۍ کې ديارلسمه شمېره ځای کې قرار لري. بریتانيا د نړۍ لومړی صنعتي شوی هېواد دی او په نولسمه او د شلمې پېړۍ په لومړيو کې د نړۍ تر ټولو پياوړی ځواک و. اوس هم بریتانيا د نړۍ يو له سترو ځواکونو څخه ده چې په نړيواله کچه د پام وړ اقتصاد، کلتور، پوځ، علمي، ټيکنالوژيکي او سياسي اغېز لري. د هستوي وسلې لرونکي هېواد په توګه پېژندل شوی او په نړيواله کچه يې پوځي لګښتونه په څلورمه درجه کې دي. په ۱۹۴۶ز کال کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د لومړۍ ناستې راهيسې، دا هېواد د دې شورا دايمي غړی دی. [20][21][22][23][24]
بریتانيا د ټولګټو هېوادونو، اروپايي شورا، د جي۷ هېوادونو، د لسو ډلې، د جي۲۰، ملګرو ملتونو، ناټو، AUKUS، د اقتصادي همکاريو او پراختيا سازمان، انټرپول او نړيوال سوداګريز سازمان غړی هېواد دی. دا هېواد په ۱۹۷۳ز کال کې د اروپايي ټولنو او بيا د دې د ځای ناستي اروپايي اتحاديې سره له يو ځای کېدو راهيسې، د دې سازمانونو غړی و، په ۲۰۱۶ز کال کې يوه ټولپوښتنه وشوه او بریتانيا په ۲۰۲۰ز کال کې له دې ټولنو ووتله.