From Wikipedia, the free encyclopedia
اېشېريکيا کولي (په انگرېزي: Eschericia Coli /ˌɛʃəˈrɪkiə ˈkoʊlaɪ/; په عام ډول د E. coli په نوم هم يادېږي; چې د تيوډور اېشېريک په نوم نومول شوې) د گرام-منفي د ډلې يوه ميله-وزمه باکټېريا ده چې په عامه توگه د تودې وينې ژوانديو د کولمې په ښکتنۍ برخه کې موندل کېږي. د اې. کولي اکثره کړۍ بې ضرره دي، خو ځينې کړۍ يې لکه سېروټايپ O157:H7، په انسانانو کې د خواړو زهرجن کېدنې د ناروغۍ سبب گرځي چې ډېر ځل په پرمختللو هېوادونو کې له بازار نه د يوه توليد د بېرته ستنولو لامل گرځي.[۱][۲] د دغې باکټېريا بې ضرره کړۍ د کولمو د نورمالې فلورا برخه جوړوي چې د بدن په مېټابوليکي کړنو کې اهمې دنده ترسره کوي، همداراز د دغې باکټېريا گټورې کړۍ د پالونکي په بدن کې د وېټامين K د جوړولو تر څنگ2,[۳] په کولمو کې د نورو زيانمنو باکټېرياگانو د نفوذ مخه هم نيسي.[۴][۵]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.