انځورکښنه
From Wikipedia, the free encyclopedia
انځورګري( نقاشي) په جامده سطح (چې ماترېکس او یا هم تکیه ورته ویل کېږي) د رنګ، رنګدانو او نقاشي رنګ کارولو ته ویل کېږي. منځنی یې په عامه توګه له بورس څخه په کار اخیستو کارول کېږي او نور یې کېدای شي د چاقو، سفنج او یا هم هوايي برسونو په وسیله وکارول شي.[1]
د نقاشۍ اصطلاح د هنر له مخې د هنرمند عمل او پایلې دواړه تشرېح کوي (د کار پایلې ته انځورګري ویل کېږي). د نقاشۍ په تکیه کې سطحې، لکه دېوال، کاغذ، بوم (د نقاشي ځانګړی ټوکر)، لرګی، شیشه، لاک، پاڼه، مس او ګاګره شاملېږي، په نقاشۍ کې ګڼ شمېر توکي، لکه: شګه، خټه، کاغذ، ګچ، د سروزو پاڼې او یا هم ټول نور شیان کارول کېږي.
نقاشي د تجسمي یا لیدونکو هنرونو تر ټولو مهم ډول دی چې د انځور کښنې، کمپوز جوړولو (طراحي) او حرکاتو (لکه په حرکي نقاشي کې)، داستاني (لکه په داستاني هنر کې) او مفهومي (لکه په مفهومي هنر کې) عناصر له ځان سره لري. نقاشي کېدلای شي د طبیعت څرګندونکې او یا نمایشي وي ( لکه د بې ځانه طبیعت نقاشي او منظره)، انځوریزه، مفهومي، سمبولیکه (لکه په سمبولي هنر کې)، احساسي (لکه په احساس بیانونکي هنر (Expressionism) کې) او سیاسي ماهیت لرونکې (لکه په آرتیوزم (Artivism کې ) وي.[2]
د نقاشي د تاریخ یوه برخه په ختیځ او لویدیځ دواړو کې د مذهبي هنرونو تر اغېز لاندې ده. د دغه ډول نقاشیو په بېلګو کې له هغو هنري آثارو چې افسانوي څېرې یې په خټینولوښو (کردوړي ـ تیکر کې) پنځولې، د سیستین کلیسا په چت کې تر بابیبلي صحنو او د بودا د ژوندانه تر صحنو (یا ختیځې مذهبي سرچینې ته اړوند ټول انځورونه) ټول په کې شاملېږي.