From Wikipedia, the free encyclopedia
اېروين الن ګېنزبرګ (/ˈɡɪnzbɜːrɡ/؛ زېږېدنه د ۱۹۲۶ کال د جون درېمه – مړينه د ۱۹۹۷ کال د اپرېل ۵مه) یو امريکايي شاعر او لیکوال و. هغه په ۱۹۴۰ لسیزه کې د کولمبیا پوهنتون د زدهکړيال په توګه له وېلیم اېس. بوروس او جک کرواک سره ملګرتیا پيل کړه او د بيټ جنرېشن (یو ادبي غورځنګ چې د يوې ډلې لیکولانو لهخوا پیل شو، ژباړن) هسته يې رامنځته کړه. هغه د نظامپالنې او اقتصادي ماتریالیزم شدید مخالف و چې له جنسي ځپنې سره يې مخالفت وکړاو هغه د دې فرهنګخلاف بېلابېلې جنبې د مخدره توکي، جنسي اړيکې، څوګونيکلتور، له بوروکراسۍ سره دوښمني او د ختيځو اديانو په اړه پرانیستوالی له خپلو لیدلورو سره ترسیم کړ. [۶][۷]
الن ګېنزبرګ | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | نيويارک [۱][۲][۳] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
رکن | امریکا د هنرونو او ادبیاتو اکاډمي ، د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
عملي ژوند | |
تعلیم | کولمبيا پوهنتون |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګرېزي ژبه |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | ادبيات |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه[۴] |
مخ پر IMDB باندې[۵] | |
سمول |
ګېنزبرګ تر ډېره د خپل «انګولا/Howl» شعر لپاره ډېر پېژندل کېږي چې په هغه کې يې هغه څه محکوم کړي چې هغه په متحده ایالاتو کې د سرمایهدارۍ او جوړې/موافقې د ورانوونکې ځواک په نظر ورته کتل. په ۱۹۵۶ کال کې د متحده ایالاتو د ګومرک او سانفرانسیسکو پولیسو «انګولا» ضبط کړ او په ۱۹۵۷ کال کې کله چې د بېعفتۍ د محکمې پر موضوع بدله شو پراخ شمېر تبلیغات یې ځانته راجلب کړل، ځکه هغه همجنس پالان او مخالفجنس پالان په داسې وخت کې تشرېح کړي وو چې د لواط قوانین وضع شوي وو او همجنس پالنه (نارينه) په هر ایالت کې جرم بلل کېده. د هغه شعر د ګېنزبورګ خپل جنسي تمایلات او له یو شمېر نارينه وو سره د هغه د اړیکې منعکسولې چې له ډلې يې پيتر اورلووسکي د هغه د ژوند ملګری و. قاضي کلایټون ډبلیو هورن حکم وکړ چې «انګولا» ناوړه نهدی او څرګندونه يې وکړه چې: «ایا که څوک د خپلو کليماتو زېرمه په بېخونده او بېضرره تفسیر کې راکمه کړي د مطبوعاتو یا بیان ازادي به شته وي؟» [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
ګېنزبرګ یو بودایی و چې په پراخ ډول يې ختيځې مذهبي څانګې وڅېړلې. هغه په متواضع توګه ژوند وکړ، خپلې جامې يې له دويم لاس جامو پلورنځیو څخه اخیستې او د نيویارک ښار د ختيځ کلي په اپارتمانونو کې يې ژوند کاوه. یو د هغه له تر ټولو اغېزناکو ښوونکو څخه د کلراډو په بولډر کې د ناروپا مؤسسې بنسټ ګر تبتي بودایی چوګيام ترونګپا و. ګېنزبرګ او د هغه شاعرانو په ۱۹۴۷ کال کې د ټروګنپا په ټينګار هلته د جک کرواک د روحاني شعرونو ښوونځی جوړ کړ. [۱۳][۱۴][۱۵]
ګېزبرګ د ویتنام له جګړې نیولې د تریاکو تر جګړې پورې د هر څه پر وړاندې د لسیزو په سیاسي اعتراض کې ګډون وکړ. د هغه شعر «سېپټمبر د جېسور پر سړک» د بنګالي کډوالو ناوړه حالت ته خلکو پام ورواړوه چې د ۱۹۷۱ کال د نسلوژنې له امله کډوال شوي وو، دا شعر د هغه څه بېلګه ده چې ادبي منتقد لېن ونډلر د «امپراتورۍ سیاست» او «د کمزور ځورونې» پر وړاندې د ګېنزبرګ د اعتراضي ټینګار په توګه تشرېح کړ. د امریکا د سقوط په نوم د هغه ټولګې په ۱۹۴۷ کال کې د شعر د کتاب ملي جایزه خپله کړه. هغه په ۱۹۷۹ کال کې د ملي هنرونو د کلپ د سرو زرو مډال ترلاسه کړ او د امریکا د هنر او ادب اکادمۍ ته يې لار مونده. هغه په ۱۹۹۵ کال کې د خپل شعري کتاب «دنياوي ښه راغلاست» لپاره چې د ۱۹۸۶-۱۹۹۲ کلونو تر منځ خپور شوی د پوليټزر جایزې وروستی نوماند و. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
ګېنزبورګ د نیوجرسي په نیوارک کې په یوه یهودي کورنۍ کې نړۍ ته راغی او پاترسون ته څېرمه لوی شو. هغه د نیوارک ښوونځي د ښوونکي، ځینې وختونه شاعر لوئیس ګېنزبرګ او پخوانۍ نائومي لېوي (د روسیې په نول کې زېږېدلې) او پېژندل شوې مارکسیستې دويم زوی و.[۲۱][۲۲][۲۳]
ګېنزبرګ په نوې ځوانۍ کې نيویارک ټایمز ته د سیاسي مسائلو لکه دویمې نړيوالې جګړې او د کاریګرانو د حقونو په اړه لیکل پيل کړل. هغه خپل لومړنی شعر د پيټرسون د سهار غږ په نوم ورځپاڼې کې خپور کړ. کېنزبرګ د عالي لیسې په دوران کې د خپل ښوونکي له جذباتي لوستلو څخه الهام واخیست او د ډالټ وایټمن له اثارو سره یې مینه پیدا شوه. کېنزبرګ په ۱۹۴۳ کال کې د اېسټ سایډ له ښوونځي څخه فارغ شو او د لنډې مودې لپاره يې کولمبیا پوهنتون ته تر داخلېدو مخکې د پاټېرسون د عبراني ځوانو هلکانو د ټولنې د بورس له لارې يې د مونټکلر ايالتي کالج ته لار ومونده. [۲۴][۲۵][۲۶]
په ۱۹۴۵ کال کې یې د زدهکړو د دوام د لګښت د ترلاسه لپاره له سوداګریز سمندري پوځ سره یوځای شو. ګېنزبرګ چې کله په کولمبیا کې و، د کولمبیا ریویو ادبي مجلې او د جسټر له طنزي مجلې سره يې مرسته وکړه، د شعر ووډبري جایزه یې ترلاسه کړه، د فیلکسیان ټولنې (ادبي او بحثې ډله) د رییس په توګه يې خدمت وکړ او د شعر د بوارزېس هېډ ټولنې (د شاعرۍ ټولنه) سره یوځای شو. هغه په هارتلي کې مېشت و چېرته چې د بېټ د نسل شاعرانو لکه جک کرواک او هربرېټ ګلد هم ژوند کاوه. ګېنزبرګ ویلي چې د خپلې اړتياوړ سمینار يې په خپل لومړي کال کې په کولمبیا کې د خپلې خوښې وړ برنامې په توګه په هغو لويو کتابونو کې ترلاسه کړ چې د لیونل ترلینګ لهخوا تدریسېده.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]
د شاعرۍ د بنسټ/نهاد په وینا ګېنزبرګ په یوه جلسه کې پر لېونتوب تر اعتراف کولو وروسته څو میاشتې په یوه رواني مؤسسه کې تېرې کړې. ويل کېږي چې هغه پهخپل اتاق کې د لیليې د ورکو شویو توکو له امله تر څارنې لاندې و. داسې یادونه شوې چې غلا شوي توکو د هغه نه و، بلکې د هغه د يو پېژندوی/اشنا وو. ګېنزبرګ همدارنګه په بووروي کې د سېنټ مارک په سقفي کلیسا کې په عامه لوستلو کې برخه واخیسته چې تر مړينې وروسته يې ورته یاد غونډه ونیوله. [۳۳][۳۴][۳۵]
ګېنزبرګ په ۱۹۸۵ کال کې په یوه مرکه کې خپل مور او پلار پخواني او له کاره لوېدلي فلیسوفان یاد کړل. مور يې هم د کمونیست ګوند له فعالو غړو څخه وه چې ګېنزبرګ او د هغه ورور یوجین يې د ګوند غونډو ته بوول. ګېنزبرګ وروسته وويل چې مور به یې تر خوب مخکې کیسې جوړولې چې هر څه پهکې سره ورته وو لکه: ښه پاچا له خپلې ماڼۍ څخه راووت، ځورېدلي کاريګران يې وليدل او له هغوی سره یې مرسته وکړه. ګېنزبرګ د خپل پلار په اړه لیکي چې: «پلار به مې په کور کې ګرد تاوېده یا به یې تر شوڼدو لاندې اېملي ډېکېنسون او لانګ فیلو لوستل یا به یې له خپلې تیارهفکرۍ سره د شعر د خرابولو لپاره په ټي. اېس اېليوټ (امریکایی- بریتانوی شاعر، لیکوال او کرهکتونکی، ژباړن) ورټوپ کړل» زه په دواړو لورو کې شکمن رالوی شوم. نائومي ګېنزبرګ پر شېزوفرینیا اروايي ګډوډۍ اخته وه چې د پارانوئيد هذیانو په څېر د تفکر په ګډوډي او د ځان وژنې په پرلپسې هڅو کې راڅرګندیږي. د مثال په ډول هغې ادعا کوله چې ولسمشر د اورېدلو وسیلې د هغوی په کور کې خښې کړې دي او خواښې يې غوښتل هغه ووژني. پر خپلو شاوخوا کسانو د هغې بدګماني د دې لامل شوه چې هغه خپل کوچني ناز اخیستونکي ځوان الن ته نږدې شي، لکه څنګه چې بېل مورګان له ګېنزبرګ څخه د «زه خپل ځان لمانځم» له سرلیک سره په خپل ژوند لیک کې تر يوې کچې د الن ګېنبزبرګ پر شخصي ژوند بحث کوي. هغې همدرانګه د خپل مړوند له غوڅولو سره د ځانوژنې هڅه هم وکړه چې ډېر زر د ګرېسټون رواني روغتون ته ولېږدول شوه. هغې د ګېنزبرګ د ځوانۍ ډېر وخت په رواني روغتون کې تېر کړ. له مور او د هغې له رواني نارغیو سره د هغه تجربې د نوموړي د دوو اصلي اثارو «انګولا» او د هغه د ژوندلیک اوږد شعر «د نائومي ګېنزبرګ (زېوېدنه ۱۸۹۴-مړینه ۱۹۵۶) لپارهکادېش» الهام بښونکې وې. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]
کله چې دی د ښوونځي د دوران تنکۍ ځوان و د خپلې مور تر معالج پورې يې بس کې د هغې ملتیا کوله. دې سفر ګېنزبرګ په ژور ډول سرګرادان کړ- هغه وويل نوموړي دا شېبې او د خپل ژوند نورې شېبې په کادېش کې یادې کړې. د خپلې مور او د هغې له رواني ناروغۍ او په پای کې رواني مرکز ته د هغې له سپارنې سره د هغه تجربې «انګولا» کې هم څو څو ځله یادې شوې دي. د مثال په ډول پلېګرم سټېټ، راکلنډ او ګرې سټون عقلي روغتون هغه مؤسساتو ته اشاره ده چې کارل سولومون او مور يې هلته تګ راتګ کاوه خو ظاهراً د شعر موضوع بریښي: د پلېګرم سټېټ او راکلنډ روغتون په نیویارک او د ګرېسټون پارک عقلي روغتون په نیوجرسي کې موقعیت لري. په دې پسې یې ډېر زر «په پای کې له مور سره******» څو کرښې ولیکلې. ګېنزبرګ وروسته وویل چې پاکه شوې کلیمه د «لعنتي» په معنا وه. هغه همدارنګه په درېیمه برخه کې د سولومون په اړه وايي: زه له تا سره په راکلنډ کې یم، چېرته چې «تاسو زما د مور د سیوري پېښې کوی» یو ځل بیا د سولومون او خپلې مور اړيکه ښيي. [۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.