اقلیم (هوا)
From Wikipedia, the free encyclopedia
په يوه سيمه کې د هوا د اوږدې مودې بېلګې ته اقليم ويل کېږي چې عموماً په دېرشو کلونو کې يې منځنی حالت ټاکل کېږي. په زیات دقيق ډول، اقليم د وخت په تېرېدو سره د هوا پېژندنې د متغيیراتو منځنی حالت او بدلون دی چې له مياشتو څخه پيل بيا تر ميليونونه کلونو پورې رسېږي. د هوا پېژندنې ځينې اندازه کېدونکي متغیيرات عموماً د هوا تودوخه، نم، د اتموسفير فشار، هوا او باران دي. په پراخه معنا، اقليم د اقليمي نظام د اجزاوو حالت دی، په کوم کې چې سمندر، ځمکه او په ځمکه باندې يخ شامل دي. د يوې سيمې اقليم د دې سيمې د جغرافيايي عرض البلد/طول البلد، ځمکې او لوړوالي څخه اغېزمن کېږي، همدا راز د نږدې اوبو او د دې اوبو د بهېدا تر اغېز لاندې راځي. [1][2]
شونې ده چې اقلیمونه د جلا جلا متغيیراتو (بدلون موندونکو) په نظر کې نېولو سره په منځنيو عمومي لړيو ډلبندي شي چې ډېر عام يې د هوا تودوخه او د اورېدو وړاندوينه دي. د ډلبندۍ تر ټولو عامه کارول شوې طرحه د اقليم د کوپن ډلبندي کول و. له ۱۹۴۸زد کال راهيسې کارېدونکی د Thornthwaite نظام د هوا د تودوخې او اورښت د معلوماتو تر څنګ د بخار د پورته کېدو او بېرته اوبه کېدو ترکيب جوړوي او د بيالوژيکي تنوع د مطالعو او دا چې څه ډول د اقليم بدلون په دې اغېز کوي، په برخه کې ترې کار اخستل کېږي.د برګرون او فضايي يو شان والي ډلبندۍ نظام د هوا په غټو کتلو تمرکز کوي، کومې چې د يوې سيمې اقليم تعريفوي.[3]
د پخواني اقليم پېژندنه د لرغونو اقاليمو مطالعې ته ويل کېږي. له دې امله چې له نولسمې پېړۍ مخکې د اقليم په اړوند ډېر کم نېغ په نېغه مشاهدات شته، پخواني اقليمونه له نيابتي متغيیراتو څخه را ايستل شوي دي چې غېر ژوندي شواهد پکې شامل دي، لکه د ډنډونو او يخ د هستو پر مخ موندل شوي رسوبات «خټې»، او همدا راز ژوندي شواهد لکه د ونو وده او مرجان. د اقليم نمونې د ماضي، اوسمهال او راتلونکو اقليمونو رياضياتي نمونې دي. د بېلا بېلو لاملونو له کبله شونې ده چې د اقليم بدلون په اوږدې مودې يا لنډې مودې کې رامنځ ته شي؛ وروستۍ تودوخه په نړيواله تودوخه کې تر بحث لاندې نيول شوې. نړيواله تودوخه بيا وېش رامنځ ته کوي. د بېلګې په ډول، «په منځنۍ کلنۍ تودوخه کې 3°C بدلون، په عرض البلد (په معتدلو سيمو کې) کې د نږدې ۲۰۰-۴۰۰ کيلومتره په اندازه ايزوترمونو کې د بدلون لامل ګرځي، يا په لوړوالي کې د ۵۰۰ متره بدلون لامل ګرځي. په همدې بنسټ، اټکل کېږي چې انواع به د اقليم د سيمو د بدلون په ځواب کې په لوړه کې پورته حرکت وکړي يا به په عرض البلد کې د قطب پر لور خوځښت وکړي. [4][5]