افغان کورنۍ جګړه (۱۹۹۲-۱۹۹۶ز )
From Wikipedia, the free encyclopedia
له ۱۹۹۲ نه تر۱۹۹۶ ز کال پورې د افغانستان کورنۍ جګړه د ۱۹۹۲ ز کال د اپريل له ۲۸ مې نېټې نه، هغه ورځ چې په پام کې وه، د افغانستان نوی لنډ مهالی انتقالي دولت، د ولسمشر محمد نجیب الله تر مشرۍ لاندې د افغانستان د جمهوري دولت ځای ناستی شي، د ۱۹۹۶ ز کال د سپټمبر تر ۲۷ مې نېټې پورې هغه مهال چې طالبانو کابل ونیو او د افغانستان اسلامي امارت یې رامنځته کړ، ترسره شوه.[1]
د ۱۹۹۲ ز کال د اپریل په ۲۵ مه نېټه، هغه مهال چې د ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې د اسلامي حزب ګوند چې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) له خوا یې ملاتړ کېده، له نورو ډلو سره د ائتلافي حکومت له جوړولو نه ډډه وکړه، دغه کورنۍ جګړه لومړۍ د مجاهدینو د درېیو، وروسته د پنځو یا شپږو ډلو ترمنځ پیل شوه. له څلورو میاشتو وروسته، د کابل نیم میلیون اوسېدونکي له دغه سخت بمبارد شوي ښار نه تښتېدلي وو.
په راتلونکو کلونو کې، دغو ملیشه ډلو څو ځله ائتلاف وکړ، خو بېرته به یې مات کړ. د ۱۹۹۴ ز کال تر نیمايي پورې د کابل ښار دوه میلیوني نفوس ۵۰۰ زره وګړو ته راکم شوی و. له ۱۹۹۵ نه تر ۱۹۹۶ ز کال پورې، د طالبانو په نوم ملیشه ډله، چې د پاکستان او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې له خوا یې ملاتړ کېده، په پیاوړي ځواک واوښته. د ۱۹۹۴ ز کال په وروستیو کې طالبانو کندهار، په ۱۹۹۵ ز کال کې یې هرات، د ۱۹۹۶ ز کال د سپټمبر په لومړیو کې یې جلال آباد او په پای کې یې د ۱۹۹۶ ز کال د سپټمبر په وروستیو کې کابل ونیو. په راتلونکو کلونو کې د واکمنو طالبانو او نورو ډلو ترمنځ جګړې دوام وکړ.