![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/9/95/Afghanistan_politisch_1989.png/640px-Afghanistan_politisch_1989.png&w=640&q=50)
افغان کورنۍ جګړه (۱۹۸۹ – ۱۹۹۲)
From Wikipedia, the free encyclopedia
د (۱۹۸۹-۱۹۹۲) افغان کورنۍ جګړه د ۱۹۸۹ ز کال د فبروري پر ۱۵ مه نېټه له افغانستان څخه د شوروي د وتلو او د ۱۹۹۲ ز کال د اپرېل د ۲۷ می نېټې تر منځ پېښه شوه. جګړه د پېښور تړون له اعلان څخه يوه ورځ وروسته پای ته ورسېده، چې يو نوی لنډ مهالی يا ليږديز افغان حکومت يې اعلان کړ چې ټاکل شوې وه د ۱۹۹۲ ز کال د اپرېل پر ۲۸ مه نېټه کار پيل کړي.
عمومي معلومات | |
---|---|
ځای | |
هېواد |
برخه د | |
---|---|
پيل موده | |
پای |
د مجاهدينو ډلو چې ځيني يې د افغانستان مجاهدين په اسلامي يووالي (Islamic Unity of Afghanistan Mujahideen) سره لږ يا ډېر يو ځای وې، په (۱۹۸۹ – ۱۹۹۲) کالونو کې د خپل باور يا عقيدې په توګه څرګنده کړه، چې دوی په کابل کې د افغانستان د جمهوريت له دښمن «ګوډاګي نظام» سره جګړه کوله. د ۱۹۸۹ ز کال په مارچ کې د مجاهدينو د حزب اسلامي ګلبدين او اتحاد اسلامي ډلو د پاکستان د کورنيو خدمتونو استخباراتو (Pakistani Inter-Services Intelligence (ISI)) سره په ګډه پر جلال اباد بريد وکړ، مګر په جون کې يې ماته وخوړه.
د ۱۹۹۱ ز کال په مارچ کې د مجاهدينو يووالي په چټکۍ سره د خوست ښار ونيو. د ۱۹۹۲ ز کال په مارچ کې د شوروي د وروستي پاتې ملاتړ له لاسه ورکولو سره، ولسمشر محمد نجيب د واک د پرېښودلو او د مجاهدينو د يووالي حکومت ته د لارې جوړولو هوکړه وکړه. د ګلبدين په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې د پاکستان په ملاتړ د پيښور د سولې تړونونو له مخې د يووالي يا ائتلافي حکومت په اړه سلا او بحث ونه مانه او پر کابل يې بريد وکړ. همدا په لومړيو کې د درېو مګر په څو اونيو کې دننه د مجاهدينو د پينځو يا شپږو ډلو يا پوځونو تر منځ د يوې کورنۍ جګړې لامل شول، چې د ۱۹۹۲ ز کال د اپرېل پر ۲۵ مه پيل شوه.