اشوري خلک
From Wikipedia, the free encyclopedia
اشوريان یوه توکمیزه ډله ده چې په منځني ختیځ کې مېشت دي. ځینې یې ځانونه د سریانیانو، کلدانیانو او ارامیانو په توګه معرفي کوي. دوی په هغو هېوادونو کې چې مېشت دي، د سامي ژبو د نوې ارامیک څانګې په ژبو خبرې کوي. عصري اشوريان، سوريايي عيسويان دي، دوی ادعا کوي چې د اشور دي، چې د نړۍ له پخوانیو تمدنونو څخه دی او لرغونوالی یې په لرغوني بین النهرین کې تر ۲۵۰۰ مخکې له میلاد کاله پورې رسېږي.[1][2]
هغه قبایلي سیمې چې د اشوریانو ټاټوبی جوړوي، د اوسني شمالي عراق برخې (د نینوا دښتې او دحوک ولایت)، سویل ختیځ ترکیه (حکري او تور عبدین)، شمال لویدیځې ایران (ارومیه) او په دې وروستیو کې د سوریې شمال ختیځ (الحسکه ولایت) برخې دي.[3][4][5]
ډېری یې د تېرې پیړۍ په اوږدو کې د شمالي امریکا، شام، استرالیا، اروپا، روسیې او قفقاز په ګډون د نړۍ نورو سیمو ته کډوال شوي دي. کډوالي د عثماني سترواکۍ او متحدو کردانوله خوا د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې د دیارباکر عام وژنه، د اشوریانو نسل وژنه (له ارمنیانو او یوناني نسل وژنې سره یوځای)، په ۱۹۳۳ ز کال کې په عراق کې د سیمله عام وژنه، په ۱۹۷۹ ز کال کې د ایران انقلاب سره پیل شوې، په عراق کې د عرب ملتپال بعثي سیاست (د ۱۹۶۸-۲۰۰۳ ز کلونو ترمنځ) او سوریه، په سوریه او عراق کې ډېری برخې په ځانګړې توګه د ۲۰۱۴-۲۰۱۷ ز کلونو ترمنځ د اسلامي دولت له خوا د نینوا دښتې ونیول شوې.[6][7][8][9][10][11]