From Wikipedia, the free encyclopedia
ابخازي ژبه د ابخازيا ( د ګرجستان هېواد یوه برخه) د اصلي اوسېدونکو ژبه ده. دا ژبه د قفقاز او شمالي قفقاز له ژبو څخه ګڼل کيږي.
د ابخازي ژبې ډېری ويونکي په ابخازيا جمهوريت کې ژوند کوي، چې د ابخازي ژبې د ټولو ويونکو، ۵۰،۷ سلنه جوړوي، یو شمېر ابخازیان د منځني ختیځ په هېوادونو کې په ځانګړې توګه تورکيه ژوند کوي.
ابخازي ژبه په دوو وينګونو وېشل شوې ده: ابزو او بیزیب ، چې په عمده توګه د دوی د فونیټیک ځانګړتیاو له امله یو له بل څخه توپیر کېدی شي. د ابخازي ژبې په اړه لومړنۍ هر اړخیزه او علمي څېړنه د یو څېړونکي او قفقاز پوه پي. ک اوسلر له خوا ترسره شوه. برسېره پر دې، هغه د ابخازي ژبې د لومړي ګرامر چې نن ورځ هم کارول کیږي، ليکوال هم دی.
دا ژبه د خاموش حروفونو لوی شمېر لري، په ټولیز ډول ۶۵خاموش توري په لیکو کې د اضافي نښو په ځای کولو یا د څو حروفونو په یوځای کولو سره کارول کیږي.
په ۱۸۶۲ ز کې، اوسلر د سیریلیک الفبا پر بنسټ د ابخازي ژبې لپاره یو سکریپټ اختراع کړ، او د لیکلو بڼه یې د بیزیب په وينګ ولاړه وه. د ابخازي ژبې د پراختیا په دوره کې، چې د نولسمې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې یو جلا درسي کتاب او د دیني کتابونو ژباړه هم پرې خپره شوه. د اکتوبر له انقلاب څخه مخکې، د ابخازي لیکلې ژبه لږ پرمختللې وه او یوازې د څو سواد لرونکو خلکو لخوا کارول کېده.
په ابخازیا کې د شوروي د حکومت له جوړېدو وروسته، د ادبي ژبې، ملي رسم الخط د لا پراختیا او د خلکو د کلتوري او اقتصادي ژوند په مختلفو برخو کې د معرفي او پلي کولو لپاره ډیرې هڅې وشوې. په ۱۹۲۸ کې، د ابخاز - اډیګی په کنفرانس کې، پرېکړه وشوه چې لاتیني رسم الخط وکاروي. د پایلې په توګه، لاتیني رسم الخط د ۱۰ کلونو لپاره وکارول شو، له ۱۹۳۸ څخه تر ۱۹۵۴ پورې، ابخازي ژبه په ګورجي ليکدود ليکل کېده، چې وروسته يې سيريليک ليکدود خپل کړ، د شوروي د واکمنۍ په دوره کې، د ابخاز ملي ژبې خورا وده وکړه.
اوسمهال دغه ژبه په راډيو او تلوېزيون، ښوونځيو، د سوخومي پوهنتون د ښوونې او روزنې په انستيتوت کې د ثانوي زده کړو، تياتر، ګڼو ټولنيزو-سياسي خپرونو او افسانو ليکلو کې کارول کيږي. د ابخازي ژبې پرمختګ د ځينې ليکوالانو د هڅو پايله ده چې د هغې جملې ګولیا، چنبا، ګوګونیا، پاکس خیري، شین کوبا، خاشبا، تربا او نورو يادولی شو.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.