لوېديځې افريقا کې يو خپلواک هېواد From Wikipedia, the free encyclopedia
ګانا یاهم (غنا) په انګلیسي Ripublic of Gagana چې رسمي نوم یې د ګانا جمهوریت دی. د افریقا لویې وچې په لویدیځ کې پروت هیواد دی، د یاد هیواد پلازمېنه د آکرا ښار دی. ګانا په ۶ د مارچ ۱۹۵۷م کال له بریتانیا نه خپلواکی ترلاسه کړه، د یاد هیواد رسمي ژبه انګلیسي د پیسو واحد د ګانا سدي او مساحت یې ۵۳۵'۲۳۸کیلومتره مربع دی د وګړو شنیر یې ۰۰۰'۰۰۰'۲۳ میلیونه او ولسمشر یې نانا اکوفو ادو دی. {{Infobox country | conventional_long_name = د ګانا هیواد ولسمشریزه | common_name = ګانا | image_flag = Flag of Ghana.svg | image_coat = Coat of arms of Ghana.svg | national_motto = "Freedom and Justice"
| national_anthem = "د ګانا ملی سرود"
| image_map = Ghana (orthographic projection).svg | capital = آکرا | largest_city = capital | coordinates = ۵°۳۳′ شمال ۰°۱۲′ لویدیځ | official_languages = انګلیسي[1][2] | national_languages = سیمه ییزې ژبې
| دینونه = *۶۸٫۸% مسیحیت
| ethnic_groups = {{ |۴۷٫۵٪ آکان خلک |۱۶٫۶٪ مول-داګبون خلک |۱۳٫۹٪ ایو خلک |۷٫۴٪ ګا آدانګیه وګړي |۵٫۹٪ باسسار |۵٫۷٪ کونکومبا |۳٫۷٪ ګوان خلک |۲٫۵٪ ګوروسي |۲٫۲٪ کوساسي |۱٫۱٪ بیسا |۱٫۴٪ نور}} | ethnic_groups_year = ۲۰۱۰[2][3] | demonym = ګانایان | government_type = {{ |style=حکومت ریاستی نظام|ولسمشریزه}} | leader_title1 = ولسمشر | leader_name1 = نانا اکوفو ادو | leader_title2 = لومړی وزیر | leader_name2 = محمدو باومیا | legislature = ولسي جرګه | sovereignty_type = خپلواکي له بریتانیا | established_event1 = Dominion | established_date1 = ۶ مارچ ۱۹۵۷ | established_event2 = ولسمشریزه | established_date2 = ۱ جنوري ۱۹۶۰ | established_event3 = اساسي قانون | established_date3 = ۲۸ افریل ۱۹۹۲ | area_km2 = ۲۳۹٬۵۶۷ | area_rank = ۸۰ام | area_sq_mi = ۹۲٬۰۹۹ | percent_water = ۴٫۶۱ (11,000 km; 4,247 miکينډۍ:کوچینی لیکمن) | population_estimate = ۳۱٬۰۷۲٬۹۴۰[4] | population_census = ۲۴٬۲۰۰٬۰۰۰[5] | population_estimate_year = ۲۰۲۰ | population_estimate_rank = ۴۷ام | population_census_year = ۲۰۱۰ | population_density_km2 = ۱۰۱٫۵ | population_density_sq_mi = ۲۵۸٫۸ | population_density_rank = ۱۰۳ام | GDP_PPP = $۲۲۶ بیلیونه[6] | GDP_PPP_year = ۲۰۲۰ | GDP_PPP_per_capita = $۷٬۳۴۳[6] | GDP_nominal = $۶۹٫۷۵۷ بیلیئت[6] | GDP_nominal_year = ۲۰۲۰ | GDP_nominal_per_capita = $۲٬۲۶۶[6] | Gini = ۴۲٫۴ | Gini_year = ۲۰۱۲ | Gini_change = | Gini_ref =[7] | Gini_rank = | HDI = ۰٫۵۹۶ | HDI_year = ۲۰۱۸ | HDI_change = increase | HDI_ref =[8] | HDI_rank = ۱۴۲ام | currency = د ګانا سدي | currency_code = GHS | utc_offset = | time_zone = نړیوال ساعت | drives_on = ښوی لاس | calling_code = +۲۳۳ | iso3166code = GH | cctld = .gh | today = }}
ګانا (/ˈɡɑːnə/ ) چې په رسمي ډول د ګانا جمهوريت دی، په لويديځه افريقا کې يو هېواد دی. دا هېواد په سويل کې د Guinea خليج او د اتلانتيک سمندر رانغاړي، په لويديځ کې له Ivory ساحل سره، شمال کې له بورکينا فاسو (Burkina Faso) او لويديځ کې له (Togo) سره ګډه پوله لري. ګانا ۲۳۸۵۳۵ کېلومتر مربع (۹۲۰۹۹ ميل مربع) سيمې په پوښلو سره ډول ډول biomes رانغاړي، چې له ساحلي هوارو دښتو څخه ګرمو باراني ځنګلونو پورې لړۍ جوړوي. له ۳۱ ميليون څخه د زيات نفوس په درلودلو سره ګانا له نايجريا څخه وروسته په لويديځه افريقا کې دويم تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد دی. د هېواد پلازمېنه او ستر ښار اکرا (Accra) دی او نور ستر ښارونه يې کوماسي (Kumasi)، ټامېل (Tamale) او سکندي تاکورادي (Sekondi-Takoradi) دي. [9][10][11]
په اوسنۍ ګانا کې لومړنی تلپاتې دولت د ۱۱ پېړۍ د بونو (Bono) دولت و. د بېلابېلو پېړيو په تېرېدلو سره په کې ګڼې پاچاهۍ او سترواکۍ راپورته شوې، چې تر ټولو ځواکمنې يې په شمال کې د ډاګبون پاچاهي (Kingdom of Dagbon) او سويل کې د اشانټي سترواکي (Ashanti Empire) وه. پرتګالي سترواکي چې په ۱۵ پېړۍ کې پيل شوه او ورپسې ګڼ شمېر نور اروپايي ځواکونو ياده سيمه کې د سوداګريزو حقونو لپاره تر هغې مودې پورې مبارزه وکړه، چې په پای کې برتانيې د ۱۹ پېړۍ په پای کې د ذکر شوي ساحل اداره يا واک رامنځته کړ. له يوې پېړۍ څخه له زيات استعمار څخه وروسته د ګانا اوسنۍ پولې وټاکل شوې، چې څلور بېلې برتانوي استعماري سيمې (د سرو زرو ساحل “Gold Coast”، اشانټي “Ashanti”، شمالي سيمې او برتانوي ټوګولېنډ “British Togoland”) رانغاړي. يادې سيمې د ۱۹۵۷ کال د مارچ پر ۶ د ملتونو په ګډو ګټو (Commonwealth of Nations) کې د يوې خپلواکې سيمې په توګه سره يو ځای شوې او ياده سيمه په فرعي سهارايي افريقا کې لومړنۍ سيمه شوه، چې خپلواکي تر لاسه کوي. ګانا په پای کې له استعمار څخه د وتلو په هڅو او د ټول افريقايي (Pan-African) خوځښت کې پياوړې شوه.[12][13][14][15][16][17][18]
ياد هېواد يو ګڼ ملتي دولت، د يو لړ توکمونو او د ژبنيو او مذهبي ډلو کور دی، په داسې حال کې چې اکان “Akan” په کې تر ټولو لويه توکميزه ډله ده چې له نيمايي څخه زيات نفوس جوړوي. د ګانا پراخه ډېره کي اوسېدونکي (۷۱،۳ سلنه) عيسويان دي، چې نږدې پينځمه برخه (٪۲۰) يې مسلمانان او لسمه برخه (٪۱۰) يې د دوديزو عقيدو پيروي کوي يا دا چې بې دينه دي. د ګانا د حکومت ډول د اساسي قانون له مخې ناوېشلې ديموکراسي ده، چې ولسمشر په کې د دولت او حکومت دواړو د رئيس په توګه مشري کوي. نوموړی هېواد له ۱۹۹۳ راهيسې د افريقا لويه وچه کې يو له تر ټولو خپلواکو او ثابتو حکومتونو څخه دی او د روغتياپالنې، اقتصادي ودې او انساني پرمختګ په برخو کې په يو څه ښه ډول چارې پر مخ وړي. ياد هېواد په وروستيو کې په لويديځه افريقا کې له پام وړ اغېز څخه ګټه پورته کوي او په نړويوالو چارو کې خورا متحد او د ناپييلي خوځښت، افريقايي اتحاد، د لويديځو افريقايي دولتونو د اقتصادي ټولنې، د ۲۴ ډلې (G24) او د ملتونو د ګډو ګټو غړی هېواد دی. [19][20][21][22]
د ګانا “Ghana” نوم ايتمولوژي «د پياوړي توريالي پاچا» معنا لري او هغه وړ نوم (لقب) و، چې په لويديځه افريقا کې د منځنۍ پېړيو د “Ghana” سترواکۍ پاچاهانو ته ورکول شوی و. ياد نوم بايد له اوسنۍ ګانا “Ghana” سره ځکه ګډ نه شي، چې ياده سترواکي شمال لوري ته په نني «د مالي جمهوريت: Republic of Mali»، سينيګال (Senegal)، سويلي ماوريټانيا (Mauritania) او همدرانګه د جينيا (Guinea) په سيمه کې غځېدلې وه. ګانا د سرو زرو د زياتې کارونې له امله پېژندل کېدله او د همدې له امله د ترانس-سهارايي (Trans-Saharan) قبيلو پر مهال د عربانو له لورې «د سرو زرو ځمکه: Land of Gold» نومول شوې وه. [23][24]
د نننۍ ګانا ډېره برخه د بېلابېلو توکمي ډلو له لورې په منځنيو پېړيو (Middle Ages) او د موندنې دوره (Age of Discovery) کې استوګن وه.
تر ټولو پخوانۍ پېژندل شوې پاچهۍ، چې په منځنۍ ګانا کې راپورته شوې؛ د (Mole-Dagbani) دولتونه وو. ياد دولتونه له اوسني Burkina Faso څخه د “Naa Gbewaa” په نوم يوازيني (يو) شخص تر مشرۍ لاندې پر اسونو باندې ګانا سيمې ته راغلل. دوی په خپلو پرمختللو ټوپکونو سره او د مرکزي واک پر بنسټ په اسانۍ سره د سيمه ايزو خلکو (چې د Tendamba په نوم د ځمکې خدای پادري يې مشري کوله) پر ځمکو باندې بريدونه وکړل او سيمې يې ورڅخه ونيولې، ځانونه يې پر سيمه ايزو وګړو باندې واکمنان کړل او ګامباګا “Gambaga” يې خپله پلازمينه وټاکله. د “Naa Gbewaa” مړينه د هغه د زامنو تر منځ د کورنۍ جګړې لامل شوه، چې ځينو يې له پلازمېنې سره اړيکې پرې او د ډاګبون (Dagobon)، مامپروګو (Mamprugu)، موسي (Mossi)، نانومبا (Nanumba) او والا(Wala) په ګډون يې بېل دولتونه رامنځته کړل. [25][26][27][28][29]
که څه هم په لويديځه افريقا کې د ننۍ ګانا سيمې د وګړو زيات خوځښتونه ازمايلي دي، مګر د اکان (Akan) ژبې ويونکو ورته د ۱۵ پېړۍ په پای کې کډوالي پيل کړه. د شپاړسمې پېړۍ تر لومړيو پورې اکان وګړي د بونومان (Bonoman) په نوم په اکان دولت کې په پياوړي ډول رامنځته شول، چې د “Brong-Ahafo Region” په نوم سيمه يې په وياړ نومول شوې ده. [30][31]
له ۱۳ پېړۍ څخه اکانيان د بېلابېلو اکان دولتونو د جوړولو په موخه له هغه ځای څخه راښکاره شول، چې د باور له مخې د “Bonoman” سيمه ده او زياتره يې د سرو زرو پر سوداګرۍ باندې تکيه وو. ياد دولتونه بونومان “Bonoman” (د Brong-Ahafo سيمه)، اشانټي “Ashanti” (اشانټي سيمه)، ډينکيرا “Denkyira” (لويديځه شمالي سيمه)، د مانکيسيم پاچهي “Mankessim Kingdom” (مرکزي سيمه) او اکوامو “Akwamu” (ختيځه سيمه) وو. په ۱۹ پېړۍ کې د ګانا د سويلي برخې سيمه د اشانټي پاچهۍ کې شامله وه، چې د استعمار پلوۍ له پيل څخه مخکې په فرعي سهارايي افريقا کې له اغېزناکو او پياوړو دولتونو څخه و. [32][33]
د اشانټي سترواکۍ حکومت په لومړي ځل د يوې ناتړلې شبکې په توګه او په پای کې يې د يو پرمختګ او د Kumasi په پلازمېنه کې د مرکزي خورا ځانګړې بيوروکراسۍ په لرلو سره د يوې متمرکزې پاچاهۍ په توګه عمل وکړ. له اروپايانو سره د اکانيانو له اړيکې څخه مخکې اکاني وګړو پرمختللی اقتصاد رامنځته کړ، چې په اصل کې د سرو زرو او او له سرو زرو څخه د جوړو شويو توکو پر بنسټ و چې وروسته يې د افريقا له دولتونو سره سوداګري وکړه. [34]
د ګانا هیواد په ۱۰ ولایتونو ویشل شوې ده.
ولایت | نفوس (۲۰۰۰) | مساحت (کیلومتر مربع) | مرکز |
---|---|---|---|
آشانتي | ۳٫۶۱۲٫۹۵۰ | ۲۴٫۳۸۹ | کوماسی |
برونګ-آهافو | ۱٫۸۱۵٫۴۰۸ | ۳۹٫۵۵۷ | سونیانی |
د ګانا مرکزی ولایت | ۱٫۵۹۳٫۸۲۳ | ۹٫۸۲۶ | کیپ کوست |
د ګانا ختیځ ولایت | ۲٫۲۰۶٫۶۹۶ | ۱۹٫۳۲۳ | کوفوریدویا |
لوی اکرای | ۲٫۹۰۵٫۷۲۶ | ۳٫۲۴۵ | آکرا |
د ګانا شمالی ولیت | ۱٫۸۲۰٫۸۰۶ | ۷۰٫۳۸۴ | تاماله |
ختیځ علیا | ۹۲۰٫۰۰۰ | ۸٫۸۴۲ | بوګاتانګا |
لویدیځ علیا | ۵۷۶٫۵۸۳ | ۱۸٫۴۷۶ | وا ګانا |
ولتا ولایت | ۱٫۶۳۵٫۴۲۱ | ۲۰٫۵۷۰ | هو ولایت |
د ګانا لویدیځ ولایت | ۱٫۹۲۴٫۵۷۷ | ۲۳٫۹۲۱ | سکوندی-تاکورادی |
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.