کابلستان

From Wikipedia, the free encyclopedia

کابلستان

کابلستان ( په پارسي : کابلستان) یو تاریخي سیمه ایز نوم دی چي هغه سیمي ته اشاره کوي کوم چي د افغانستان د اوسني کابل ولایت مرکز اړوند بلل کیږي. [1] [2]

Thumb
د کابل سلطنت نقشه په 1838 کي چي د ګټوري پوهي د خپرندویه ټولني لخوا خپره سوې وه. هغه وخت د کابل نوم د افغانستان ډیرو اوسنیو سیمو ته منسوب سوی وو.

په لسمه پیړۍ کي ابن خردادبه او هود عالم د هندوکش د جنوبي برخو، لکه د سیستان ، رخخود ، زابلستان او کابل سیمي د خراسان په اړه یادوني کړي دي. [3]

په شپاړسمه پېړۍ کي د مغولي امپراتورۍ بنسټ ایښودونکی بابر په خپل بابرنامه کي وايي: د هندوستان خلک له خپل خراسان هاخوا هر هیواد ته په همدې (کابلستان) باندي وايي. نوموړی زیاتوي: د هند او خراسان تر منځ پر سړک دوه لوی مارشونه دي: یو کابل او بل کندهار . د فرغانه، ترکستان، سمرقند، بلخ، بخارا، حصار او بدخشان څخه کاروانونه ټول کابل ته راروان دي. په داسي حال کي چي له خراسان څخه بیا کندهار ته ځي. د کابلستان هیواد د هند او خراسان تر منځ پروت دی. [4]

په ډیرو یوناني او لاتیني منابعو کي په ځانګړې توګه د Ptolemy د جغرافیې په نسخو کي د یادي سیمي نوم د Cabolitae یاد سوی دی. اروپایی لیکوالانو د اتلسمي څخه تر شلمي پیړۍ پوري ځیني وختونه د دراني امپراتورۍ ته د کابل سلطنت په توګه اشاره کړې ده.

  1. . London. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)
  2. {{cite journal}}: Empty citation (help)

Wikiwand in your browser!

Seamless Wikipedia browsing. On steroids.

Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.

Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.