د سکس پرمهال ښځه د سپي په څېر پر زنګونه وي From Wikipedia, the free encyclopedia
ډاګي سټایل (په انګرېزي: Doggy style) د جنسي اړيکې يو ډول دی، چې پکې ترسره کوونکي د جنسي اړيکې پرمهال له دې ماډل څخه کار اخلي، ښځه پر زنګنو د سپي په شکل کېني ترڅو نارینه د شا لخوا خپل رول ولوبوي. دا سټایل د شا لخوا دخول لپاره ډېر ګټور تمامېږي چې د جنسي اړيکو يو له ترټولو غوره ماډلونو څخه دی [1] په دې ډول جنسي اړيکه ترسره کول د نورمالو اړيکو لپاره وي (يعنې د ښځې د مخ تناسلي آلې کې ننباسل ترسره کېږي) خو معمولاً ښايي د انالسکس(د شا لخوا غیر نورمال جنسي اړيکې) لپاره هم له دې لارې کار واخيستل شي. [2]
که څه هم دا تر ټولو عام کاروونکی سکسي ماډل نه دی، خو د نارینه وو لخوا د خوښې ماډل په توګه ګڼل کیږي، خو ځينې څېړونکي په دې باور دي چې ښځې له نارینه وو زیات له دې ماډل سره مینه لري. د جنسي شریکانو په مینځ کې، د ډاګي سټایل ماډل کې سړي معمولاً غیر فعال وي [3] يعنې ښځې ډېر رول لوبوي ډېر فعاليت ترسره کوي، د شا لخوا مخته شاته حرکتونه ترسره کوي ترڅو ننوتل او وتل/خروج او دخول ترسره شي(که څه هم کله ناکله دا ډول ماډل کې دواړه جنسي شريکان يعنې ښځه او نارينه دواړه خپل رول لوبوي او په يوه اندازه فعالت ترسره کوي). [3]
په لرغوني روم کې دا عمل په لاتین کې د "د ځناورو یا حيواناتو په بڼه جنسي اړيکې" coitus more Ferarum په نوم پیژندل شوی وو. [4] د ډاګي سټایل اصطلاح يې مشخص نوم نه وو هغه مهال، په لومړي سر کې د حیواناتو بڼه ورته ویل کېدل چې بيا وروسته د ډاګي سټایل په نوم مشهور شو، خو دا ډول جنسي اړيکه په "کاما سوترا" کې د غوا ماډل یادول شوی [5]. [6]
په "ډاګي سټایل" بڼه جنسي اړيکه ترسره کول ډېره ګټوره ده که چېرته دواړه خواوې يعنې نارینه او ښځینه روغتیايي برخې په پام کې ونيسي يعنې پاک ځای کې دا کار ترسره شي او ځينې نور هغه پروتوکول رعایت شي چې د جنسي اړيکو د ښه کيفيت تضمين کوي. دا ډول حالت کې د ښځو تناسلي آله په بشپړه توګه چمتو وي او د نارینه تناسلي آلې ته پوره ځای لری، يعنې په بشپړه توګه تناسلي آله ننوزي چې دا کار ښځه ژر اورګاسم ته رسوي. [7] [8]
همدا راز ډاګي سټایل د نارینه وو لپاره هم ډېر خوندور او آسانه وي، ځکه د تناسلي آلې ننباسلو پرمهال په بشپړه توګه د ښځې تناسلي غړی احساسوي [8]
خو ځینې ښځې ممکن په دې حالت کې زیان احساس کړي، يوازې هغه مهال چې نارینه شريک يې هېڅ فعاليت نه ترسره کوي، يوازې ښځه مجبوره وي چې مخته او شاته شي ترڅو دخول او خروج ترسره شي [9] ، خو په هر حال ځينې میرمنې له دې خوند اخلي چې ډېر فعاليت ترسره کړي او نارینه شريک ته د خوند ورکولو لامل وګرځي. [9]
ډاګي سټایل په ډیری کلتورونو کې پیژندل شوی، او په هنر کې ښودل شوی:
په پښتو ویکيپېډيا کې ځينې اړوند جنسي ليکنې په لاندې مخونو کې موندل کېږي:
ويکيخونديځ کې د ډاګي سټایل اړوند دوتنې شته. |
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.