From Wikipedia, the free encyclopedia
چندرۍ (په لاتين: Humulus lupulus ) یو څک شوي درملی بوټي دی چی د بیر او درملونو د جوړولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. د چندرۍ بوټي په اروپا، آمريکا او آسيا کی شنه کېږي. نوموړي بوټي په روم او سومر کی کرل شوي وو او په اوس وخت کی د چندرۍ بوټي په اروپایی کرهڼې کی مهم رول لوبوي. د بېلگی په توگه: نوموړي بوټي په بوهمیا کی د ۱۱ پېړي څخه کرل شوي دي.[1]
چندرۍ څرخ شوي بوټي دی چی قوي ريښه (د مځکې لاندي ساقه) لري. [2] د ساقې اوږدوالي یی پنځه متر دی خو لس متر ته هم رسېدلای سی. دغه بوټي کولای سی نر یا مونت (ښځيته) جنس ولري. میوه یی مخروطي شکل لري او رنگ یی شین دي. چندرۍ طبیعی مواد لری چی خوند یی تریخ دی. دغه توکې پر انسان باندي د مسکن آغېزه لری او د دي لپاره په طب کی د طبیعی مسکن د جوړولو لپاره کارېږي.[3]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.