استرونزيايي ژبه ده چې په ګوام کې ويل کيږي From Wikipedia, the free encyclopedia
چامورو (په چامورو: Finu' Chamorro یا Chamoru ) يوه آسترونیزیایي ژبه ده چې د شاوخوا ۴۷,۰۰۰ خلکو لخوا ویل کیږي چې نږدې ( ۳۵,۰۰۰ په ګوام کې او شاوخوا ۱۲,۰۰۰ په شمالي ماریانا ټاپوګانو کې). [7] چامورو ژبه د چامورو وګړو مورنۍ ژبه ده - چې د ګوام او شاملي ماريانا ټاپوګان اصلي وګړي دي.
چامورو د له منځه تللو ګواښ سره مخامخ ده، د تېرې پېړۍ په اوږدو کې د ژبې د رواني ویونکو شمېر په چټکۍ سره کم شوی. اټکل کیږي چې د ګوام ۷۵٪ نفوس په چامورو ژبه په ليک لوست پوهېدل، خو وروسته له هغې چې دا سيمه د متحده ایالاتو د اسپانيا او امریکاجګړې په جریان کې دا ټاپو نیولی و [8] (د دې وخت لپاره د ماریانا ټاپوګانو لپاره هیڅ ورته اټکل نشته. ). تر يوې پېړۍ وروسته، د متحده ایالاتو د ۲۰۰۰ زېږديز کال سرشمېرنې وښودله چې په ګوام کې د چمارو له ۲۰٪ څخه کم اوسیدونکي د دې وړتیا لري چې په خپله میراثي ژبه په روانۍ سره خبرې وکړي، هغې کې هم ډېر هغه کسان دي چې عمر يې تر ۵۵ کلونو پورته دی.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.