From Wikipedia, the free encyclopedia
پیټر البرټ ډیوېډ سینګر (زوکړه: د ۱۹۴۶ زکال د جولای ۶مه) د اخلاقو په برخه کې اسټرالیايي فیلسوف او په پرینسټون پوهنتون کې د بیواتیک یا د طبي او علمي لاسته راوړنو له امله د رامنځته شوو فلسفي او اخلاقي مسایلو (Bioethics) د څانګې ښوونکی دی. نوموړی په تطبیقي اخلاقو کې تخصص لري او له سیکولر او ګټه کوونکي لید څخه د هغو موضوعات تشرېح کوي. نوموړي د حیواناتو د آزادۍ (Animal Liberation؛ ۱۹۷۵ زکال) په نامه کتاب لیکلی چې په هغو کې یې یوازې د نباتي خوراک (veganism) اړوند استدلال وړاندې کړی؛ همدارنګه یې د «قحطي، شتمني او اخلاقو» تر عنوان لاندې مقالې په لیکلو سره د نړیوالې بې وزلۍ په برخه کې د مرستې کولو څخه ملاتړ کړی. هغه د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې یو مصلحتي ګټه پالونکی و، خو د کاتارزینا د لازاری رادک په همکارۍ په لیکل شوي د نړۍ د لید د نقطې (The Point of View of the Universe؛ ۲۰۱۴ زکال) په نامه خپل اثر کې یې دا څرګنده کړې چې په لذت غوښتونکي ګټه پالونکي اوښتی دی.
سینګر دوه ځله د مانش پوهنتون د فلسفې د پوهنځي ریاست وکړ، چېرې چې نوموړي د انساني بیواتیک څېړنیز مرکز (Centre for Human Bioethics) جوړ کړ. په ۱۹۹۶ زکال کې نوموړي د اسټرالیا د شنه ګوند له اړخه ځان د اسټرالیا سنا جرګې ته ځان نوماند کړ خو بریالی نه شو. په ۲۰۰۴ زکال کې نوموړی د اسټرالیا د بشرپاله ټولنو د شورا له خوا د کال د غوره انسان پالونکي په توګه وبلل شو. په ۲۰۰۵ زکال کې سیډني مارنېنګ هرالډ ورځپاڼې نوموړی د لسو اغېزمنو اسټرالیايي روڼ آندو په کتار کې یاد کړ. سینګر د اسټرالیا د حیواناتو (Animals Australia) او ژوند چې تاسو یې ژغورلی شۍ (The Life You Can Save) تر نومونو لاندې بنسټونو یو له بنسټګرانو څخه دی. [1][2]
د سینګر والدین اتریشي یهودیان و چې په ۱۹۳۸ زکال کې اسټرالیا ته د نازي جرمني له خوا د ویانا له الحاق وروسته کډه شول. دوی په ملبورن کې استوګن شول او سینګر په ۱۹۴۶ زکال کې همدلته وزیږېد.[3][4]
سینګر یو خدای منکره و او په یوه هوسا ژوند لرونکې غیرمذهبي کورنۍ کې را لوی شو. د هغه پلار د چایو او قهوې بریالۍ سوداګري لرله. سینګر لومړی په پرشیل او وروسته په سکاچ کالج کې زده کړې وکړې. له ښوونځي څخه له فراغت وروسته هغه د ملبورن پوهنتون د حقوقو، تاریخ او فلسفې په پوهنځي کې زده کړې وکړې او په ۱۹۶۷ زکال کې یې لیسانس سند ترلاسه کړ. [5][6][7][8][9][10][11][12][13]
نوموړي په ۱۹۶۹ زکال کې له همدغه پوهنتون څخه د ماسټري سند ترلاسه کړ چې د ماسټرۍ تېزس یې د «ولې باید زه با اخلاقه اوسم؟» تر عنوان لاندې و. هغه ته د اکسفورډ په پوهنتون کې د زده کړو بورس ورکړل شو او په ۱۹۷۱ زکال کې یې د مدني نافرمانۍ تر عنوان لاندې د ریچارډ مروین هیر په لارښوونې سره د خپلې څېړنې له بشپړلو وروسته په فلسفه کې د دوکتورا سند ترلاسه کړ؛ د هغه دغه څېړنه په ۱۹۷۳ زکال کې د کتاب په بڼه خپره شوه. [14][15][16][17][18][19][20][21][22]
هغه مهال چې سینګر په ملبورن پوهنتون کې زده کړیال و، د ویتنام جګړې لپاره د اجباري خدمت پر ضد یې د ملبورن پوهنتون د زده کړیالانو د اعتراضاتو مشري وکړه. نوموړي همدارنګه په ښکاره ډول په اسټرالیا کې د جنین د سقط د قانوني کولو اړوند څرګندونې کولې. سینګر په ۱۹۷۴ زکال کې د اسټرالیا له کارګر ګوند سره یو ځای شو خو د باب هاواک له مرکزیت پالونکې رهبرۍ څخه په ناهیلیتوب له دغه ګوند څخه ووت. په ۱۹۲۲ زکال نوموړی د ویکټوریا د شنه ګوند یو له بنسټګرو څخه شو. نوموړی دوه ځله له شنه ګوند څخه ټاکنو ته نوماند شو: په ۱۹۹۴ زکال کې یې د کویونګ په منځنیو ټاکنو کې ۲۸٪ رایې ترلاسه کړې، خو په ۱۹۹۶ زکال کې یې سنا جرګې ته د نوماند په توګه یوازې ۳ سلنه رایې ترلاسه کړې. د ۱۹۹۶ زکال له ټاکنو وړاندې نوموړي له باب براون سره په ګډه د ګرینز (The Greens) په نامه کتاب ولیکه. [23][24][25]
د کیڼ اړخي داروینېزم (A Darwinian Left) تر عنوان لاندې کتاب کې سینګر د تکاملي ژوند پوهنې له لارښوونو سره په مطابقت د یوه کیڼ سیاسي اړخ د جوړولو طرحه وړاندې کړه. هغه وویل چې تکاملي ارواه پوهنه څرګندوي چې انسان په طبیعي ډول له شخصي ګټو سره لیوالتیا لري. نوموړي استدلال کاوه چې د ځان غوښتونکو تمایلاتو طبیعي توب نه باید «د ځان غوښتنې د صحیح والي» لپاره دلیل وبلل شي. هغه دې پایلې ته ورسېد چې د لوبې نظریه (د ستراتیژۍ ریاضیکي مطالعه) او د ارواه پوهنې تجارب دا هیله رامنځته کوي چې که چېرې ټولنه مناسب شرایط برابر کړي له لنډ مهالو ښېګڼو کولو سره لیوالتیا لرونکي کسان به د نورو د ګټې په موخه یو څه چارې ترسره کړي. په بنسټیزه توګه، سینګر ادعا کوي، له دې سره چې انسانان په طبیعي توګه ځان غوښتونکې او سیالی کوونکې لیوالتیاوې لري، خو د همکارۍ په برخه کې هم پام وړ وړتیاوې په کې شتون لري چې د انساني تکامل په برخه کې رامنځته کېږي. [26]
سینګر په متحده ایالاتو باندې «له هغو هېوادونو څخه د نفتو په پېرلو چې د دیکتاتورانو له خوا اداره کېږي ... او د پریمانه مالي ګټو سربېره خلک په بېوزلۍ کې ساتي» نیوکې کړې دي. سینګر پر دې باور دی چې د دغو هېوادونو شتمني باید د هغو د دولتونو پر ځای د هغو خلکو ته اړونده وي. هغه څرګندوي چې دیکتاتورانو ته د نفتو په بدل کې د پیسو په ورکولو سره موږ په واقعیت کې غلا شوي توکي پېرو او مرسته کوو چې خلک په بېوزلۍ کې پاتې شي. هغه وايي چې امریکا «باید له هغو کسانو سره چې په شدیده بې وزلۍ کې دي زیاته مرسته وکړي». دی د متحده ایالاتو مرستو ته له اړوندې بهرنۍ پالیسۍ ناهیلی دی او څرګندوي چې «د دغو مرستو کچه د دوی د داخلي ناخلاص تولید ډېره لږ برخه جوړوي چې د نورو هوسا ژوند لرونکو هېوادونو د دغه تولیداتو یو پر څلورمه برخه کېږي». د سینګر پر باور «له بیوزلو خلکو سره د مرستې په برخه کې د متحده ایالاتو د خلکو خصوصي بشردوستانه ځانګړنې زیاتې دي، آن استثناآت هم په کې شتون لري، په پام وړتوګه په یقیني بڼه د ګېټس بنسټ یو له دغو دی». [27]
سینګر خپل ځان د سرمایه دارۍ (کپیټلېزم) ضد کس په توګه نه توصیف کوي، نوموړي په ۲۰۱۰ زکال کې یې د نوي کیڼ اړخ له پروژې سره په خبرو کې څرګنده کړه:[28]
کپیټلېزم له یو بشپړ سیسټم سره لا ډېره فاصله لري، خو تر اوسه مې هېڅ داسې څه نه دي پیدا کړي چې د انساني اړتیاوو برخه کې یې د یو منظم کپیټلېسټي اقتصاد څخه ښه رول لوبولی وي؛ ورته مهال د هوسا ژوند او روغتیايي پالنې داسې سیسټم لري چې د سرمایه دارۍ په اقتصاد کې د نه وده لرونکو کسانو اساسي اړتیاوې هم پوره کوي.
هغه زیاتوي چې «که چېرې موږ له دې غوره سیسټم پیدا کړو، زه به ډېر خوښ شم چې ځان د کپیټلېزم ضد وبولم». [29]
هغه د مارکس په نامه خپل کتاب کې د کپیټلېزم په اړه د مارکس له نقد سره همغږي څرګندوي، خو د دې په اړه شک لري چې آیا کېدلای شي له دغه غوره بل سیسټم جوړ شي او څرګندوي چې « مارکس کپیټلېزم یو بېهوده او غیر منطقي سیستم باله، هغه سیسټم چې یو وخت یې موږ کنټرول کولو او پر ځای یې باید موږ هغه کنټرول کړی وای. دغه لید لا هم اعتبار لري؛ خو اوس مهال کولای شو ووینو د یوې آزادې او برابرې ټولنې جوړل له هغې ډېره ستونزمنه ده چې مارکس یې فکر کاوه».[30]
سینګر د اعدام د جزا مخالف دی او ادعا کوي چې دغه ډول مجازات د اړوندو جرایمو مخه نیونکي نه دي او د دغه مخالفت لپاره له دې کومه بله غوره توجیه نه ویني. [31][32]
په ۲۰۱۰ زکال کې سینګر اسرائیلو ته د ستنېدو له حق څخه د انصراف لیک لاسلیک کړ ځکه چې دا یې «یو نژاد پرستانه امتیاز او پر فلسطینیانو باندې یې د استعماري ظلم ملاتړکوونکی باله». [33]
په ۲۰۲۱ زکال کې سینګر د نشه یي توکو پر وړاندې جګړه یوه لګښتمنه، بې کاره او په جدي توګه مضره پالیسي وبلله. [34][35]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.