د سوېلي اسيا يو هېواد From Wikipedia, the free encyclopedia
پاکستان په رسمي توګه د پاکستان اسلامي جمهوریت په سويل-منځنۍ اسیا کې یو رامېنځته شوی کړکېچن (د جغرافيې جنجال لرونکی) هېواد دی چې د افغانستان خلک يې په بشپړه توګه په رسميت نه پېژني او د ډيورنډ کرښه يوه جعلي او تپل شوې کرښه ګڼي، زياتره پښتانه بیا د پاکستان نیمه جغرافیه «د پښتونخوا او بلوچستان ایالتونه» چې پښتانه يې اکثریت وګړي جوړوي، د يو خپلواک هېواد پښتونستان یا پښتونخوا جوړولو لپاره مبارزې او هلې ځلې کوي. همداراز د هند هېواد هم ورسره په ستونزه کې دی او پر کشمیر د ملکیت ادعا کوي.
پاکستان | |
---|---|
Islamic Republic of Pakistan | |
بیرغ | نښان |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 30°شمال 71°ختيځ [۱] |
ټيټه سيمه | عرب سمندرگی (0 متر ) |
پراخوالی | 881913 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | اسلام آباد |
رسمي ژبې | انګرېزي ژبه [۲]، اوردو ژبه [۲] |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۱۴ اگسټ ۱۹۴۷ |
د عمر محدودیتونه | |
بې کارۍ کچه | 5 سلنه (۲۰۱۴)[۳] |
نور مالومات | |
تګلوری | کيڼ [۴] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
هېواد کوډ | PK |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +92 |
د ژبې له پلوه په اردو ژبه کې د پاکستان معنا ده «له پاکي برخمنه ځمکه» يا «هغه ځمکه چې پاک په کې زيات دي». په دې نوم کې «پاک» ته اشاره شوې چې په فارسي او پښتو کې «پاک او صفا» ته ويل کېږي. وروستاړی يې «ستان» دی چې خپله د هندي/اردو ژبې یو اصلي لغات دی، دا لغات اوسمهال په پاړسي ژبې کې هم ډېر عام دی خو اصلي ريښه يې هندي ژبه ده. مانا يې د اوسېدو ځای يا خوا ده.[۵][۶][۷]
دا نوم په ۱۹۳۳ز کال کې د پاکستان د خوځښت د يوه فعال چودري رحمت علي له خوا جوړ شوی و، کوم چې هغه په يوه رساله کې خپور کړ«اوس يا کله هم نه»، نوموړي دا نوم په مخفف ډول کارولی و: «په پاکستان کې اوسېدونکي دېرش ميليونه وروڼه»، په دې نوم کې د برتانيې د حکومت پنځو شمالي سيمو ته اشاره شوې وه، چې هغه دا دي: پنجاب، افغانيه، کشمير، سیند او بلوچستان.[۸]
په سويلي اسيا کې ځينې لرغوني انساني تمدنونه، له هغو سيمو راپورته شوي چې په اوسني پاکستان کې دي. د دې سيمې تر ټولو لومړني اوسېدونکي سونيان وو چې په ښکته ډبرين پړاو کې يې ژوند کړی دی او د دوی ډبرين وسايل د پنجاب په سوان دره کې موندل شوي دي. د سیند سيمه، کومه چې د اوسني پاکستان ډېره سيمه په غېږ کې نيسي، د ګڼو پرله پسې لرغونو کلتورونو ځای و، په دې کلتورونو کې د نوي ډبرين پړاو مهرګړ او په هړپا او موهنجوداړو کې د برونز د عصر سیند درې مدنيته (۲۸۰۰ – ۱۸۰۰ له ميلاد مخکې) شامل دي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
ودايي پړاو (له میلاد مخکې ۱۵۰۰ – ۵۰۰) يو اندو-ارين کلتور بلل کېږي؛ په دې پړاو کې ويدايان، د هندويزم اړوند تر ټولو زړې سپېڅلې لیکنې جوړې شوې وې او وروسته همدا کلتور په دې سيمه کې ښه ثابت شو. ملتان د هندوانو يو مهم عبادتځای و. ويدي تمدن د Takṣaśilā - د اوسني پنجاب د ټيکسلا - د لرغوني ګندهارا ښار کې ښه وغوړېده، د کوم بنسټ چې له میلاد مخکې شا او خوا ۱۰۰۰ کې اېښودل شوی و. په دې سيمه کې لرغونو سترواکیو او سلطنتونو په پرله پسې ډول حکومت کړی: ايراني هخامنشي سترواکي (له میلاد مخکې شا او خوا ۵۱۹)، د ستر سکندر سترواکۍ له میلاد مخکې په ۳۲۶ کې او موري سترواکي، کومه چې د چندراګوپتا مايوريا تاسيس کړې وه او ستر اشوکا له میلاد مخکې تر ۱۸۵ پورې نوره هم پراخه کړه. د اندو-يوناني پاچهي چې باختري دمتريوس (له میلاد مخکې ۱۸۰-۱۶۵) کې تاسيس کړې وه، ګندهارا او پنجاب هم په کې شامل وو، دا پاچهي د مناندر (له میلاد مخکې ۱۶۵-۱۵۰) بشپړې پراختيا ته ورسېده او یونانو- بودايي کلتور يې په دې سيمه وغوړاوه. ټيکسلا په نړۍ کې تر ټولو پخوانی پوهنتون او د لوړو زده کړو مرکز درلود، کوم چې له ميلاد مخکې د پخواني ويدي پړاو په شپږمه پېړۍ کې جوړ شوي وو. دې ښوونځي ګڼ عبادتځايونه لرل، چې د خوب لپاره ستر ځايونه يا د تدريس سترې خونې يې نه درلودې او په دې ځايونو کې په انفرادي ډول ديني زده کړې ورکول کېدې. لرغونی پوهنتون، د ستر سکندر د ځواکونو له بريد وروسته مستند شوی، همدا راز په څلورمه او پنځمه زېږديزه پېړۍ کې د چينايي زیارت کوونکو له خوا ثبت شوی دی.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
د سیند رای واکمنې کورنۍ (۴۸۹ – ۶۳۲ز) د خپلې واکمنۍ په اوج کې په دې او ورڅېرمه سيمو حکومت کړی. د پالا واکمني تر ټولو وروستۍ بودايي سترواکي وه، چې د درمپالا او دواپالا تر مشرۍ لاندې په ټوله سويلي اسيا کې له اوسني بنګله ديش نه نیولې، بيا له شمالي هند او تر اوسني پاکستان پورې غځېدلې وه. [۲۴]
عرب فاتح محمد بن قاسم په ۷۱۱ز کال کې سیند ونيو. د پاکستان د حکومت رسمي نېټه لیکنه ادعا کوي چې، دا هغه وخت و چې د پاکستان بنسټ کېښودل شو؛ خو د پاکستان نظريه په نولسمه پېړۍ کې راورسېده. د منځنيو پېړيو لومړيو (۶۳۲-۱۲۱۹ز) کې په دې سيمه کې د اسلام سپېڅلی دین خپور شو. په دې موده کې، صوفي مبلغينو اسلام ته د ډېرو سيمه یيزو بودايانو او هندوانو په اړولو کې بنسټيز اغېز درلود. د ترکي او هندوشاهي واکمنيو له ماتېدو وروسته، چې له اوومې نه تر يوولسمې پېړۍ يې په کابل دره، ګندهارا (اوسنی خيبرپښتونخوا) او لوېديځ پنجاب حکومت کاوه، د غزنوي سترواکۍ (۹۷۵-۱۱۸۷ز)، غوري سلطنت او ډیلي سلطنت (۱۲۰۶-۱۵۲۷ز) په ګډون، په پرله پسې ډول ګڼو مسلمانو سترواکيو په دې سيمه واکمني کړې ده. د ډیلي سلطنت د وروستۍ لودهي واکمنۍ ځای بيا د مغولو سترواکۍ ونيو (۱۵۲۶-۱۸۵۷ز).[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
پنجابيان د دې هېواد اکثريت (له پنځوس سلنه څخه ډېر) وګړي جوروي، خو پنجابي د هېواد رسمي ژبه نده.
پښتانه د پنجابيانو وروسته دويم لوی قوم دی چې شاوخوا 65 میلیونه وګړي جوړوي.
په داسې حال کې چې پښتو د دې هېواد دویمه ژبه ده خو دا ژبه په زدهکړو او اداري چارو کې له پامه غورځول شوې خو د پښتونخوا ایالت په رسنيو کې دې ژبې ته تر ډېره لومړيتوب ورکړل شوی. نور قومونه يې بلوڅان، سينديان، او داسې نور لږکیان جوړوي.
پاکستان يو وخت نیم د هند برخه وه او نیمه نوره د هند لوېديځې برخې چې له چین هېواد سره د بلتستان د پولې څخه نیولې تر لاندې سنده او بلوچستان پورې د اوسني افغانستان پخوانۍ برخې وې . يو مهال د پښتنو قبایلو تر منځ د تربگلوۍ له کبله دغه سیمې په څو نومونو بېلې شوې چې يو لړ نومونه یې روهستان ، روهیله ، پښتونخوا ، شمال لوېديځه سرحدي ولایت او نور نومان پرې سیمه واکو پښتنو او وروسته بیا انگرېزانو ايښي .د پاکستان د هېواد تاریخ ډېر لنډ دی او يوه پېړۍ لا نه کېږي چې رامنځته شوی . 68 کاله کېږي چې د پاکستان هېواد تاسيس شوی . د نن پاکستان د انگرېزانو او په ځانگړي توگه د امریکا سره د افغان جهاد پر مهال اړیکې د پوځي دیکتاتور ضياالحق لخوا ټینگې شوې چې لمخې یې د امریکا يو ولسمشر رونالډ رېگن پاکستان د امریکا ناوې هېواد گڼلای چې لا تراوسه هم د انگرېزانو تر ولکې یې نظام چلېږي. پاکستان په اسيا کې سوېل ختيځو هېوادونو کې راځي چې په ۱۹۴۷م زېږدي کې په ۱۴م د اگسټ يې د پاکستان نوم خپل کړ . انگرېزانو دغه هېواد له پيل څخه په فدرالي نظام وېشلی دی چې د ۱۹۷۳م زېږدي اساسي قانون لمخې یې په څلورو ايالتونو د قامونو په تناسب بېل کړی دی . دغه څلور ایالتونه پدې توگه ول : د پنجاب ايالت ، د شمال لوېديځې پولې ايالت چې اوسنی پښتونخوا ده ، د سنده ايالت او د بلوچستان ايالت . د هېواد پلازمېنه اسلام آباد نومېږي او کراچۍ ، لاهور ، فیصل آباد او راولپنډۍ يې نور صنعتي او نامتو لوی ښارونه دي . په دغه هېواد کې برسېره پر ۶گو غټو توکمنو سلهاؤ مذهبي فرقې هم شتون لري چې په غټو توکمونو کې یې پنجابيان تر ټولو ډېره ډله بيا پښتانه دوهم لوی توکم دی ، سندهيان ، بلوڅان ، سرايکان ، هندکيان او هندوان شامل دي . په دیني لحاظ پاکستان کې ۹۷ سلنه مسلمانان دي چې په لسهاؤ فرقو او پیرانو وېشل شوي ، ۷۰ سلنه یې سني اسلام منلی ، ۲۰ سلنه شعيه گان دي او 3 شاوخوا سلنه هندوان او عيسويان هم شته. د 1947 نه وړاندې پاکستان،هند او بنگله دېش يو هېواد و چې د (برصغیر هند) يا د هند وړې وچې په نوم بللې کيدل . دغه وخت په هند کې د انگرېزانو واکمني وه۔
پينځوس سلنه نفوس په کرهڼه بوخت دي چې ډېری وگړي يې کرونده گر دي او تر ډېره مالوچ، جوار، غنم، وریجې او داسې نورې کرکېلې کري. د طبعي زېرمو لخوا پاکستان سکاره، مس، غاز، وسپنه لري. په پاکستان کې دروند صنعت د حکومت لخوا څارل کېږی.
واگیزه غونډال یې انگرېزي پارلماني دی.د پاکستان حکومتي نظام جمهوري پارليماني دی چې وزيراعظم د هيواد د حکومت مشر بلل کيږي۔پاکستان دوه لاسبري دولتي ادارې لري ، يو يې قومي اسمبلي (قامي جرگه) ده او بله يې سينيټ (سنا) نومېږي ۔د پاکستان پارلماني غونډال له افغانستان څخه توپیر لري ځکه چې افغان دولتي غونډال کې هېوادمشر د ولس او حکومت مشر وي خو پاکستاني دولتي غونډال کې وزيراعظم (لومړی وزير) د حکومت او ولس مشر وي .
د "پاکستان" نوم (IPA: /paːkɪst̪aːn/) په اردو ژبه کې "پاک ستان" چې د دوه ستاینومونو تړنگنوم دی مانا يې (پاکه خاوره)راوځي. دا نوم د چوهدري رحمت علي لخوا په ۱۹۳۳ زېږديز کال کې د لومړي ځل لپاره په يوې رسالې کې چې د اوس او يا هېڅکله تر سرليک لاندې نومېده خپور شو.
د پاکستان نوم د پنځ ايالتونو د نوم نه هم اخيستي شوي:پ پنجاب ، ا افغانيه (خېبر پښتونخوا) ،ک کشمير،س سند، تان بلوچستان۔
د پاکستان ايالتونه او سیمې
شمار | صوبه/سيمه | انگریزې نوم | سرښار | آبادی (ټول پاکستان کې پرسنټيج)[۲۹] | رقبه (کلومیټر²)[۲۹] | کثافت د آبادۍ (خلک پر يو کلومیټر² کې) |
نقشہ |
---|---|---|---|---|---|---|---|
1 | بلوچستان | Balochistan | کويټه | 4.8% | 39.3% | 18.9 | |
2 | خیبر پښتونخوا | Khyber Pakhtunkhwa | پېښور | 12.9% | 8.5% | 238.1 | |
3 | پنجاب | Punjab | لاهور | 53.7% | 23.3% | 358.5 | |
4 | سند | Sindh | کراچۍ | 22.2% | 16.0% | 216 | |
5 | وفاقی دارالحکومت | Islamabad Capital Territory | اسلام آباد | 0.6% | 0.1% | 888.8 | |
6 | قبائلی سيمې | Federally Administered Tribal Areas | پشاور | 2.3% | 3.1% | 116.7 | |
7 | آزاد کشمیر | Azad Kashmir | مظفر آباد | 2.2%[۳۰] | 1.5%[۳۰] | 223.6 | |
8 | گلگت بلتستان | Gilgit–Baltistan | گلگت | 1.3% | 8.2% | 24.8 | |
پاکستان | Pakistan | اسلام آباد | 182,000,000 | 881,889 | 226.6/مربع کلومیټر | ||
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.