From Wikipedia, the free encyclopedia
واکسين د درملو د تجويز بيالوژيکي اندازه ده چې د کومې ساري ناروغۍ لپاره فعال مدافعتي ځواک برابروي. عموماً يو واکسين يو داسې عامل لري، کوم چې د ناروغۍ پیدا کونکي مايکرواورګانيزم سره ورته والی لري او عموماً د جراثیم د کمزورو يا مړو شويو بڼو، د هغې د زهرجنو مادو، يا د هغې د سطحې د پروټين څخه له کوم يو جوړ شوی وی. دا عامل د جسم مدافعتي نظام په حرکت راولي، تر څو هغه وکولای شي هغه عامل د يو ګواښ په توګه وپېژني، له منځه يې يوسي او د دې عامل سره اړوند هر ډول مايکرواورګانيزم لا زيات وپېژني او له منځه يې يوسي چې شونې ده په راتلونکي کې ورسره مخ شي. شونې ده چې واکسين حفاظتي وي (د کوم طبيعي يا خپلسري پيتوجين په مټ په راتلونکي کې د کېدونکې ناروغۍ د اغېزو د مخنيوي يا ښه کولو لپاره)، يا درملنه وي (د کومې ناروغۍ سره د مقابلې لپاره، کومه چې له مخکې څخه پېښه شوې وي، لکه سرطان). ځينې واکسينونه بشپړ جراثيم وژونکي خونديتوب وړاندې کوي، په کوم کې چې په بشپړ ډول د ناروغۍ مخنيوی کېږي.[1][2][3][4][5][6]
د واکسينو تجويز ته واکسيناسيون ويل کېږی. واکسيانسيون د ساري ناروغيو څخه د خونديتوب تر ټولو اغېزناکه طريقه ده. د واکسيناسيون له امله په پراخه کچه د مدافعتي قوت په ټوله نړۍ کې د ننکيو د منځه وړلو او ګوزڼ، شري او تيتانس په څېر ناروغيو د نړۍ په ډېرو برخو کې د مخنيوي لپاره تر ډېره بریده مسئول بلل کېږي. د واکسيناسیون اغېزناکتيا په پراخه کچه مطالعه او تاييد شوط ده. د بېلګې په ډول، په هغو واکسينونو کې چې اغېزناک ثابت شوي، د انفلوينزا (زکام) واکسين، د HPV واکسين او د مارغانو ننکۍ واکسين شامل دي. د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) راپور ورکړی چې اجازه لرونکي واکسينونه اوسمهال د پنځه ويشتو بېلا بېلو هغو ناروغيو لپاره شته چې مخه يې نيول کېدای شي.[7][8][9][10][11][12]
د ننکيو په وړاندې د ولسي ستنې کولو تمرين په ۱۷۲۱ز کال کې «ليډي ميري ورټلي مونټاګو» له ترکيې څخه برتانيې ته لېږدولی و. د واکسين او واکسيناسیون اصطلاحات له « Variolae vaccinae» (د غواګانو ننکۍ) څخه اخيستل شوي دي، دا اصطلاحا د «ايډوارډ جينز» (چا چې هم د واکسينونو تصور جوړ کړ او لومړي واکسين يې چمتو کړل) د غواګانو د ننکيو د ښودلو لپاره وضع کړی و. نوموړي دا جمله په ۱۷۹۸ز کال کې د خپل « Inquiry into the Variolae vaccinae Known as the Cow Pox» اوږد عنوان لپاره کارولې وه، په کوم کې چې نوموړي د ننکيو په وړاندې د غواګانو د ننکيو د خونديتابه اغېز تشريح کړی و. په ۱۸۸۱ز کال کې، د «جينز» د درناوي په موخه، «لويس پاسچر» وړانديز وکړ چې مخنيوي د نويو ستنو د چمتو کولو لپاره دې د هغه شرايط مخ په وړاندې يوړل شي. د واکسين چمتو کول او توليد علم د «واکسينالوژي» په نوم يادېږي.[13][14][15]
په دې اړوند زيات علمي توافق شته چې واکسين د ساري ناروغيو سره د مقابلې او د هغې د منځه وړلو لپاره يو تر ټولو خوندي او اغېزناکه طريقه ده. مدافعتي نظام د واکسين عوامل د بهرنيو عواملو په توګه پېژني، له منځه يې وړي او دا په ياد ساتي. کله چې د يو عامل د زهرجن ډول سره مخ کېږي، نو بدن په وايرس شته د پروټينو پوښ پېژني او په همدې بنسټ د ځواب ويلو لپاره چمتو وي، لومړی په نښه شوی عامل مخکې تر دې له منځه وړي چې په حجرو کې داخل شي او په دويم پړاو کې له دې عامل څخه له مخکې څخه اغېزمنې شوې حجرې په نښه کوي او له منځه يې وړي، مخکې تر دې چې دا عامل وکولای شي په زیات شمېر کې يې ضرب او زياتې کړي.[16][17][18][19][20][21]
له دې سره سره د دوی پر اغېزو محدوديتونه هم شته. کله کله، د واکسين اړوندو لاملونو پر بنسټ خونديتوب له ناکامۍ سره مخ کېږي، لکه د واکسين په کمزوري کولو، واکسيانسيون په تګلاره يا تجويز کې ناکامي.[22][23]
که د کوربه مدافعتي نظام په مناسبت ډول ځواب ونه وايي، يا له لويه سره ځواب ونه وايي، نو د کوربه اړوند لاملونو پر بنسټ هم ناکامي منځ ته راتلای شي. د کوربه اړوند غبرګون کمښت د يو اټکل تر مخې په ۲-۱۰٪ خلکو کې منځ ته راځي، لاملونه يې جنياتي، مدافعتي حالت، عمر، روغتيا او د تغذيې حالتونه دي. د جناياتي ناکامۍ په پايله کې منځ ته راغلی ابتدايي مدافعتي نظام د اختلالاتو نقص چې د جنتيکي ناکاميو لامل ګرځي، له X- سره اړوند «اګاماګلوبولينميا» ده، په کومه کې چې د B- حجرې د ودې لپاره اړين اينزايم نه شتون د کوربه مدافعتي نظام د يو پيتوجين لپاره د انټي باډي پیدا کولو مخه نيسي.[24][25]
د کوبه-پیتوجين تعامل او د ناروغۍ غبرګون فعالې پروسې دي، په کومو کې چې مدافعتي نظام کې ګڼې لارې شاملې دي. یو کوربه په سملاسي ډول انټي باډي نه جوړوي: په داسې حال کې چې د بدن طبيعي مدافعتي قوت لږ تر لږه په دولسو ساعتونو کې فعالېدای شي، تطبيقي قوت مدافعت ۱-۲ اونۍ وخت ته اړتيا لري چې په بشپړ ډول چمتو شي. په دې موده کې، بيا هم ممکنه ده چې کوربه په ناروغۍ اخته شي.[26][27][28]
کله چې انټي باډي توليد شي، دوی کولای شي د ګڼو لارو له جملې په کومه لاره د مدافعت قوت پياوړی کړي چې دا چاره د انټي باډي تر بڼې پورې اړه لري. د يو پيټوجين په تصفیه کولو يا غېر فعالولو کې د دوی بريا د انټي باډي د توليد کونکې اندازې او تر هغې حد پورې اړه لري، څومره چې دا انټي باډي په دې کې د شته پيتوجين د سختوالي په مقابله کولو کې تر کومه بريده اغېزناک دي، ځکه چې بېلا بېلې کچې د کوم ځانګړي مدافعتي غبرګون لپاره مختلف ډول حساسې کېدای شي. په ځينو حالتونو کې شونې ده چې د واکسين په پايله کې يو څه مدافعتي خونديتوب وړاندې کړي (په کوم کې چې د مدافعت قوت له ۱۰۰٪ څخه کم اغېزناک وي، خو بيا هم د ناروغۍ ګواښ کموي) يا د دايمي خونديتوب پر ځای، لنډمهالی مدافعتي خونديتوب وړاندې کړي (په کوم کې چې د وخت په تېرېدو سره قوت مدافعت کمېږي). دوی بيا هم کولای شي په ټوليز ډول د ټولو وګړو لپاره دويم ځلې په ناروغۍ د اخته کېدو اندازه لوړه کړي او د پام وړ اغېز غورځولای شي. دوی همدا راز کولای شي په ناروغۍ د اخته کېدو شدت کم کړي، د کوم په پايله کې چې د مړينې کچه کمېږي، ناروغۍ کمېږي، له ناروغۍ ژر رغېدل منځ ته راځي او د اغېزو يوه نوره پراخه لړۍ لري.[29][30][31][32]
هغه خلک چې عمر يې زيات وي عموماً د هغو په پرتله چې عمر يې لږ وي کم غبرګون ښيي، دا هغه څه دي چې د «Immunosenescence» (د عمر د زياتېدو له امله مدافعتي قومت کمېدل) بلل کېږي. عموماً د مدافعتي غبرګون د زياتولو لپاره د مرستندويه موادو څخه کار اخيستل کېږي، په ځانګړي ډول د عمر خوړلو خلکو لپاره، د چا مدافعتي ځواب چې د ساده واکسينو لپاره کموزوری شوی وي.[33][34][35]
د واکسين اغېزمنتيا او فعالیت په ګڼو عواملو پورې اړه لري:
که چېرې يو واکسين شوی شخص د (ناڅاپي ناروغي) په وړاندې واکسين شوې ناروغي بیا هم پیدا کوي، نو امکان شته چې دا ناروغي د هغو پېښو په پرتله کمه سخته وي، د کومې ناروغۍ لپاره چې واکسين نه وي شوي.[37]
د یو اغېزناک واکسيناسيون په پروګرام کې مهمې پاملرنې:[38]
په ۱۹۵۸ز کال کې، په متحده ايالاتو کې د شري ۷۶۳۰۹۴ پېښې موجودې وې چې په پايله کې يې ۵۵۲ مړينې منځ ته راغلې. د نوي واکسين له وړاندې کولو وروسته، د پېښو شمېر په يو کال کې له ۱۵۰ څخه هم کمو پېښو ته راغورځېد (منځنۍ کچه يې ۵۶) وه. د ۲۰۰۸ز کال په لومړيو کې، د شري ۶۴ شکمنې پېښې وې. د ناروغيو څلور پنځوس پېښې له بل هېواد څخه تر انتقال پورې تړلې وې، که څه هم يواځې ديارلس سلنه يې په اصل کې له متحده ايالاتو څخه دباندې تر لاسه شوې وې؛ د ۶۴ څخه ۶۳ افراد يې د شري په وړاندې يا بيخي واکسين شوي نه وو، يا کره نه وه معلومه چې دوی ته واکسين شوي که نه.[39][40]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.