From Wikipedia, the free encyclopedia
لومړنی عصري انسان (EMH) یا د اناتومي له نظره عصري انسان (AMH) هغه اصطلاحات دي، چې د معاصر انسان یا هوموساپینز (یوازینی موجود هومینا نوع) د تشخیص لپاره کارول کېږي، چې د اناتومي له نظره د هغه د ظاهري شکل (وېښتان، جلد، رنګ) په نظر کې نیسي، چې انسان له منقرض شوو پخوانیو نوعو څخه په عصري انسان کې لیدل کېږي. دا په ځانګړي ډول د زمانو او سيمو د توپير لپاره کټور دی، چېرته چې عصري او قديمي انسانانو په اناتومیک ډول سره، د مثال په توګه، د اروپا د ډبرو په قدیمي دوره (Paleolithic Europe ) کې سره ګډ ژوند کړی.
د هومو ساپینز ترټول پخواني ترلاسه شوي آثار د ايتوپيا جنوب غربي د اومو کيبيش (Omo-Kibish I ) په لرغون پېژندنې سیمه کې، چې ۱۹۶۰۰۰ کاله تاريخي قدامت لري، د جنوبي افریقا په فلوريسبد سیمه چې تقريباً ۲۵۹۰۰۰ تاريخي قدامت لري او د ماراکش د جيبل ايرهاود سيمه، چې ۳۰۰۰۰۰ کاله تاريخي قدامت لري، موندل شوي دي. [1][2]
د هومو دنسل له منځله تللې نوع عبارت ده له دنګ انسان ( چې تقريباً له ۲ نه تر ۰.۱ ميليونو کلونو دمخه څخه و) او يو شمېر نورې نوعې (چې د ځينو لیکونکو په نظر د عصري او دنګو انسانانو د فرعي نوعې ګڼلې شوې دي). د عصری انسانانو دنيکونو د نسب جلاتوب له هومو اریکتس (یا د منځنۍ نوعې لکه هومو انتسیسور) څخه د هومو ساپنیزن د پیدایښت سبب شو، چې اټکل کېږي ۵۰۰۰۰۰ کاله د مخه، چې د عصري انسانانو ترمنځ ترټولو پخوانی جنیتکي جلاتوب هم، د بعضې موندنو پر اساس په همدې وخت کې واقع شوی، په افریقا کې را منځته شوی وي.
له عصري انسانانو سره د قدیمی انسانانو ترکیب (په افریقا کې له ورستۍ پرختیا وروسته) د ۱۰۰۰۰۰ او ۳۰۰۰۰ کلنو تر منځ کېدای هم په افریقا او هم په یوروشیا کې پېښ شوی وي. [3][4][5][6]
دا د هومو سيپيينس Homo sapiens دوه جمله يې نوم د لينيوس Linnaeus له خوا په کال 1758 ز کې منځته راغی.[7]
لاتينی نوم يې هومو (homō) (genitive hominis) چې د انسان (بشر) په معنا ده، په داسی حال کې چې د وصفی وجی معنا يې ( پوه، عاقل، معقول) دی. په پيل کې داسی فکر کېده چې دا قسمونه د پخوانيو هومو نسل څخه نږدې د300,000 تر 200,000 دمخه کلونو په شاوخوا کې منځته راغلی دی.
د مورفولوجی ډلبندي سره يوه ستونزه ( په اناتومی ډول عصری انسان) دا وه، چې په هغه کې د تېرو وګړو نفوس شاملول ممکن نه و.
په دی دليل سره د نسب پر بنسټ (cladistic) تعريف، د عصري انسانانو لپاره وړانديز کېږي، په کوم کې چې د عصر انسانانو طبقه بندی تعريف به د هغو عصري انسانانو په طبقه بندی دلالت وکړی، چې د نیاندرتال له طبقه بندی څخه جلاا شوی دی.
د دا ډول طبقه بندی تعريف کېدای شي، د عصری انسانانو د500,000 کلونو اخوا زمانی ته وغځېږي.
د عصري انسانانو د جدا يې او د نياندرتال د يوځای کېدو حد ترمنځ واټن د 503,000 نه تر 565,000، د 550,000 نه تر 765,000 ، ( د غاښونو د تکامل د اندازی پر بنسټ) احتمالاً 800,000 زره کلونو دمخه اټکل شوی.[8][9][10]
د انسانانو د پاتی شويو نفوسونو وېش په تاريخی لحاظ سره په دوه فرعی نوعو ( ډولونو) سره وېشل کېږي، مګر د 1980 کلونو را پديخوا ټولو پاتی شوو ډلوعلاقه مندی ښودلی ده چې، په یو واحده طبقه بندی کی پاتی شی،( H. sapiens ) بيا یې له دې وېش سره مخالفت کړی، چې ټول له فرعی طبقه بندی سره يوځای شی.
ځيني سرچيني ناندرتالس (H. neanderthalensis) د عصري انسانانو ناندرتالس (H. sapiens neanderthalensis). فرعی طبقه ښه يې. په همدی ډول سره، د هومو راډيسينسيس H. rhodesiensis نوعی کشف شوې نموني، د (H. sapiens rhodesiensis), د فرعی ډولونو په حيث طبقه بندی شوی دي، که څه هم، دا اخرې دوه قسمونه تر ډېره په عام ډول سره د هومو د نسل ځانګړي قسمونه ګڼل، نظر دې ته چې د عصري انسانانو فرعی ډول وګڼل شی.[11][12][13]
ټول انسانان د H. sapiens sapiens, يوه فرعی برخه ګڼل کېږي، د تخصيص يوه موضوع چې د بحث وړ ده، هغه دا ده چې معمولاً يوه نوعه ترهغی فرعی نه ګڼل کېږي، ترڅو چې د هغی ډول ډېری اجزاوی شتون نه لری.[14]
دعصري انسانانو د نسب انحراف پرته دقديمی انسانانو، د دنګو انسانانو نه مشتق شوی، اټکل کېږي چې دا څه د پاسه 500,000 کاله دمخه پېښ شوی. په لومړنيو څېړنو کې اټکل شوی، چې تر ټولو زوړ وېش د عصري انسانانو د نفوس ترمنځ شاوخوا 160 نه تر 100,000 کاله دمخه منځ ته راغلی دی. د ( 2011 او 2012ز) څېړنو د لنډو ټوټو د ترتيب پر بنسټ، له 300 نه تر 250,000 کلونه دمخه اټکل شوی، وروسته د 2012 ز کال له بيا نقشه کشي څخه.
که څه هم، د عصری انسانانو نفوس په منځ کې د ترټولو زوړ ويش( لکه د خويسان ( Khoisan) چې له نورو نفوسونو څخه جدا شوی) [15][16][17][18][19]
په دی وروستيو کې د 2017 زکال په څېړنه کې له نن نه تقريبا ً 260,000 نه تر 350,000 کلونو مخکی ترمنځ محاسبه شوې او ترنن پوری د عصري انسانانو ترټولو د لومړنيو پيژندل شوو فوسیلونو (fossils) دوره د جيبل اوراد (Jebel Irhoud) په شمول، له ماراکو څخه (د 280,000 نه تر 300,000 کلونه دمخه محاسبه شوې )، د سویلې افريقا د فلورېسباد (Florisbad) کوپړې د 259,000 کلونو دمخه ښودل شوې)، او د ايتوپيا د اومو (Omo) سيمې بقاياوی ( 195,000 کاله وړاندی ښودل شوې دي).[20][21][22][23]
د يو ام ټي DNA څېړنه، چې په 2019 ز کال کې تر سره شوې، دا وړانديز کوي چې د عصري انسانانو مبدا په بوټسوانا کې (Botswana) ( د يو خويسان جلاوالی) (and a Khoisan split) شاوخوا 200,000 کلونه ښه يې. په داسی حال کې چې، دا وړانديز په پراخه توګه د پوهانو له خوا د نيوکې لاندی راغلی او څېړنه دا وړانديز کوی، چې په ټوليزه توګه د وروستيو شواهدو پر بنسټ (جينيټيکی (genetic) او لرغون پوهنه) د دی ملاتړ کوي، چې د عصري انسانانو اصلی سيمه تقريباً 100,000 وړاندی، د افريقا د لویې وچې پراخه سيمه وه.[24][25][26][27][28]
په مقايسوي ډول، د عصري انسانانو د همجنسو نوعو مشتق اخستنه د قديمی انسانانو د ډېرو زياتو ډولونو څخه شوی، (کوم چې ټول د دنګو انسانانو له لومړني تيتوالی(پراګندګی) څخه شاوخوا 1.8 ميليونه کاله دمخه څخه را پاتی شوي) او دا د 1980 کلونو په دوران کې د دوو ماډلونود سياليو په جريان کې پر دې باندي مناظره وشوه، وروستی افريقايې اصل "recent African origin" د عصري انسانانو د ظهور ځای د افريقا په لويه وچه کې د نفوسو له يوې مفردې سرچينې څخه ټاکل شوی، چې له هغه ځايه د نورو ټولو د له منځه تللو انسانانو ډولونو ته وغځېده، په داسی حال کې چې، د څو منطقوی انقلاب "multiregional evolution" د پاتې شوي ماډل نمونه، د قديمي انسانانو د منطقوی بڼو غوښتنه کوي او دا په تدريجی ډول د کلينل ميکانيزم clinal variation، د جينيټيکې جریان (genetic drift) په وسیله، د جين جريان (gene flow) او د پليسټوسين ( Pleistocene) له لاری د عصري انسانانو مختلفو ډلونو ته بدل شول. [29]
له 2000 لسيزي را په ديخوا، د لرغون پېژندنې (archaeogenetics) او د نفوسو د جينونو (population genetics) د معلوماتو شتون، د دوه سيالو سناريوګانو د ظهور مفصل انځور چې پورته یې یادونه شوې، په ګوته کوي.
وروستی له افريقا څخه بهر( د باندی) (recent Out-of-Africa) پراختيا د عصري انسانانو د نيکونو غښتلې برخه شمېرل کېږي، په داسی حال کې چې، هلته د سيمه یيزو قديمی انسانانو د يوځای والي مهمې پيښې شته وې.[30][31]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.