From Wikipedia, the free encyclopedia
دیارلس مستعمرې چې د دیارلسو بریتانوي مستعمرو، د امریکا د دیارلسو مستعمرو یا هم د متحدو مستعمرو په نوم یاديږي، د شمالي امریکا په اتلانتیک سمندرغاړو کې د بریتانیا مستعمرې وې. هغوی په ۱۷مه او ۱۸مه پېړۍ کې رامنځته شوې، چې د ۱۷۷۵ کال په اپرېل کې يې د امریکا له انقلابي جګړې سره پيل وکړ او د ۱۷۷۶ کال په جولای کې يې د امریکا متحده ایالات رامنځته او د بشپړې خپلواکۍ اعلان یې وکړ. د استقلال له اعلام څخه لږ مخکې دیارلس مستعمرې پهخپله دودیزه بستهبندۍ کې دا وې: نیوانګلنډ (نیوهمپشایر، ماساچوسېټ، روډ ایلنډ، کانکټيکاټ)؛ منځنۍ (نیویارک، نیوجرسي، پنسیلوانیا، ډېلاور)؛ سویلي (ماريلنډ؛ وېرجینیا؛ شمالي کارولینا؛ سویلي کارولینا او جورجیا). له دې سره چې دې ټولو مستعمرو اړتیا لرله تر څو له اقتصادي پلوه صرفه وکړي، د نیوانګلنډ او همدارنګه د ماريلنډ او پنسلوانیا مستعمرو رامنځه کېدل اساساً د مذهبي چارو په اړه د هغوی د بنسټ اېښودونکو د اندېښنې له امله وو. ګڼې نورې مستعمرې د اقتصادي او سوداګریزې پراختیا په موخه رامنځته شوې. منځنۍ مستعمرې په یوه پخوانۍ هالنډي مستعمره کې په هالنډ کې رامنځته شوې. ټولې دیارلس واړه مستعمرې په نوې نړۍ کې د بریتانیا نیول شوې ځمکې وې، چې کاناډا فلورېډا او د کارابین سیند هم پهکې شاملېدل.[1][2][3][4]
دیارلس مستعمرې | |
---|---|
څنګزنې وېشنيزې | administrative territorial entity، former administrative territorial entity، human-geographic territorial entity، سياسي قلمرو |
برخه د | برېتانيا سترواکي |
بنسټ ايښودنه | ۱۴يو مې ۱۶۰۷ |
اړخ | colonization of the United States |
رسمي نښه | Thirteen Colonies |
رسمي ژبه | انګليسي ژبه |
لويه وچه | شمالي امريکا |
هېواد | د لویې بریتانیا پاچاهي |
کوارډينېټي موقعيت | |
د وگړو شمېر | ۲٬۴۰۰٬۰۰۰ |
ځايناستی | د امریکا متحده ایالات |
Dissolved, abolished or demolished date | ۴يو جولای ۱۷۷۶ |
د استعماري نفوس شمېر د ۱۶۲۵ او ۱۷۷۵ کلونو تر منځ نږدې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲.۴ میلیون کسانو ته ورسېد او لرغوني امریکایان یې بې کوره کړل. په دې نفوس کې هغه کسان شامل وو چې د غلامۍ د یو سیستم په واسطه چې تر انقلابي جګړې مخکې د امریکا په ټولو مستعمرو کې قانوني و اداره کېدل. د بریتانیا دولت په اتلسمه پېړۍ کې خپل مستعمرات د مرکانتلیزم سیاست له مخې اداره کول، چې په هغه کې به مرکزي دولت خپلې شتمنۍ د مور هېواد د اقتصادي ګټو لپاره اداره کولې.[5]
دیارلسو مستعمرو د خپلې – حکومتولۍ او د فعالو سیمهييزو ټاکنو لوړه درجه لرله او د ډېر کنترول لپاره د لندن د ډېرو غوښتنو پر وړاندې ودرېدې. د هند او د هغوی د هندي متحدینو خلاف د فرانسې او هند جګړه (۱۷۵۴-۱۷۶۳) د بریتانیا او دیارلسو مستعمرو تر منځ د مخ پر زیاتېدونکو فشارونو لامل شوه. د ۱۷۵۰مې لسیزې په بهیر کې مستعمرو له بریتانیا سره د مستقیمې معاملې پر ځای له یو بل سره همکاري پيل کړه. د استعماري چاپماشینونو او ورځپاڼو په مرسته دا د مستعمرې تر منځ فعالیتونه شریک شول او د امریکا د متحد هویت حس یې دود کړ چې د انګرېزانو په څېر استعماریانو د حقونو په ځانګړې ډول له استازي پرته د نه مالیې اصل د ژغورنې لامل شو. د حقوقو او مالیاتو پر سر د بریتانیا له دولت سره نښته د امریکا د انقلاب لامل شوه چې په ترڅ کې يې مستعمرو په ګډه د یو براعظمي ګانګرېس د جوړولو لپاره کار وکړ. استعماریان د امريکا د انقلاب په جګړه کې (۱۷۷۵-۱۷۸۳) د فرانسې پاچاهۍ او تر يوې کچې د هالنډ جمهوریت او د اسپانیې پاچاهۍ په مرسته وجنګېدل.[6]
په ۱۶۰۶ کال کې د انګلستان پاچا لومړي جېمز په امریکا کې د دايمې استوګنې په موخه پلېموث او لندن شرکتونو ته منشورونه وسپارل. د لندن کمپنۍ په ۱۶۰۷ کال کې د وېرجینیا مستعمره رامنځته کړه چې په دې براعظم کې د انګلیس لومړنۍ مستعمره وه. د پلېموث شرکت د کېنېبېک پر سیند د پوفام مستعمره جوړه کړه خو عمر یې کم و. د نیوانګلنډ لپاره د پليموث شورا له څو استعماري پروژو څخه ملاتړ وکړ چې په ۱۶۲۰ کال کې له پليموث مستعمرې سره خپلې اعظمي کچې ته ورسېدې د انکلیسي پيوریتان جلا غوښتونکو لهخوا چې نن ورځ د پېلګرم /زیارتکوونکو په نوم یاديږي مېشته شوه. هالنډیانو، سويډنیانو او فرانسویانو له انګلیسانو سره هممهاله بریالۍ امریکايي مستعمرې جوړې کړې خو په پای کې د انګلیس د تاج او تخت تر واکمنۍ لاندې راغلې. دیارلس مستعمرې په ۱۷۳۲ کال کې د جورجیا ایالت له رامنځته کولو سره بشپړې شوې، که څه هم «د دیارلسو مستعمرو» اصطلاح د امریکا د انقلاب په محتوا کې دود شوه.
په لندن کې له ۱۶۶۰ کال څخه پيل شوې، ټولې مستعمرې د سویلي څانګې په نوم د یوې ایالتي او د کرنې او سوداکرۍ هیئت په نوم د یوې خصوصي شورا لهخوا اداره کېدې. په ۱۷۶۸ کال کې د امریکا لپاره يوه ځانګړې ایالتي څانګه رامنځته شوه خو په ۱۷۸۲ کال کې کله یې چې مسؤلیت د کورنیو چارو وزارت پر غاړه واخیست منحل شوه.[7]
د پلیموث، ماساچوسېټ خلیج، کانکتیکاټ او نیوهوېن مستعمرو د (۱۶۴۳-۱۶۵۴؛ نږدې ۱۶۷۵-۱۶۸۰) کلونو تر منځ د نیو انګلنډ کنفېدراسیون جوړ کړ او د نیو انګلنډ ټولې مستعمرې د نیوانګلنډ په واک کې شوې (۱۶۸۹-۱۶۸۶).
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.