آکونیټوم ناپېللوس
From Wikipedia, the free encyclopedia
From Wikipedia, the free encyclopedia
آکونیټوم ناپېللوس (Aconitum napellus) یو زهرلرونکي او درملي بوټي دي چې په اروپا او امريکا کې د غرونو په سیمو کې شنه کېږي.[1]
آکونیټوم ناپېللوس د Ranunculaceae په کورنی او د Aconitum په جنس پورې اړه لري. اوږدوالي یی ۱۵۰ سانتیمتره دي او مستقیمه ساقه لري. گلان یی شین رنگ لری. دغه بوټي د جون څخه تر اگسټ پورې گل کوي. دغه بوټي د لوندو او آسید لرونکو مځکو سره مینه لري او په لمر لرونکو ځايونو كې ښه وده كوي. آکونیټوم ناپېللوس یو شمیر زهرلرونکي توکې لکه القلويدونه akonitin، napellin, lykoktonin, mesakonitin, hypoakonitin چې په ځانگړي ډول په پاڼو او مونډو کې دي. د دغو القلويدونو څخه آکونيټين تر ټولو آغېزمند او خطرناک نباتي زهر دي. د دي زهر وژونکي مقدار د انسانانو لپاره ۳ -۶ میلیگرامه دي. هر انسان د آکونیټوم ناپېللوس د پاڼو تر خوړلو وروسته تنفسي سترونزې لري او د زړه کارونه یی کم کېږي او تر څو بجو پورې مړ کېدلای شي.
آکونیټوم ناپېللوس د نقرس، سترگو التهابونو، نیم سری د علاج لپاره کارېږي. دغه درمل تبه کم کوي او د گریپ پر ضد هم کارېدلای شی. آکونيټين په تیرو کې په طب کی د دردونو او التهابونو لکه آرتروز، عصبي التهابونو پر ضد کارېده.[2]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.