ګل لرونکي بوټي هغه بوټي دي چې ګلونه او میوه لري او د انجیوسپرمي پرګنۍ رامنځته کوي چې معمولا د انجیوسپرم په نوم یادېږي. د انجیوسپرم اصطلاح د یوناني کلمو د انجیون (لوښي یا محتوا) او سپرما (تخم) څخه اخیستل شوې او هغه بوټو ته اشاره کوي چې خپلې تخم د مېوې په منځ کې تولیدوي. دا بوټي د ځمکني بوټو تر ټولو متنوع ډله ده، چې ۶۴ طبقې، ۴۱۶ کورنۍ، نږدې ۱۳۰۰۰ پېژندل شوي نسلونه او ۳۰۰۰۰۰ پېژندل شوي نوعې لري. انجیوسپرمونه پخوا د مګنولیوفایتا په نوم یادېدل. [۱][۲][۳]
انجیوسپرمونه د جمناسپرم په څېر تخم تولیدونکي بوټي دي. دوی د ګلانو، په خپلو تخم کې اندوسپرم او د تخم لرونکو مېوو د تولید په څېر ځانګرتیاوو له مخې د جمناسپرمونو څخه تفکیک کېږي.
د ګل لرونکو بوټو پلرونو د کاربونیفیرس له پای ته رسېدو وړاندې د ټولو ژوندیو جمناسپرمونو له ګډ پلرونو څخه ۳۰۰ مېلیون کاله وړاندې جلا شوي. د ګل لرونکو بوټو نږدې فوسیلي خپلوان ناڅرګند او لانجه ییز دي.
تر ټولو لومړني انجیوسپرم فوسیلونه د کریتاسې دورې په لومړیو کې شاوخوا ۱۳۴ مېلیون کاله وړاندې د ګرده په بڼه دي. د کریتاسې دورې په جریان کې انجیوسپرمونه په چاودیدونکي ډول متنوع شول او د دې دورې په پای کې د ځمکې سیارې په سر د بوټو په غالب ګروپ بدل شو، چې د جمناسپرم د پخوانیو پراخو ډلو د کمېدو او ورکېدو سره مطابقت لري. د انجیوسپرمونو اصل او تنوع اکثراً د "داروین د کرکجن اسرار " په نوم یادېږي. [۵]
د انجیوسپر اشتقاقي ځانګړتیاوې
انجیوسپرم په څو اړخونو کې د نورو تخمونو څخه توپیر لري، چې په لاندې جدول کې تشرېح شوي. دې پوپیريزو ځانګړتیاوو په ګډه انجیوسپرمونه د ځمکې تر ټولو متنوع او زیات بوټي او د سوداګرۍ له پلوه د انسانانو لپاره ترټولو مهمه کړې ده.
د انجیوسپرمونو توپیریز ځانګړتیاوې |
ځانګرتیا |
شرح |
ګل لرونکي ارګانونه |
ګلونه، چې د ګل لرونکو بوټو تولیدي ارګانونه دي، زیاته د پام وړ ځانګړتیا ده چې دوی د نورو تخم لرونکو بوټو څخه جلا کوي. ګلانو انجیوسپرمونه ته داسې وسیلې برابروي ترڅو د تکثیر لپاره د نوعې ځانګړی سیسټم ولري، او له همدې امله د اړوندو نوعو سره د بیا پیوند کولو خطر پرته په مختلف نوعو کې په اسانۍ سره تکامل لاره برابروي. د نوعې ګړندۍ تجزیې انجیوسپرمونو ته دا وس ورکړ ترڅو د ایکولوژیکي طاقونو پراخې لړۍ سره تطابق وکړي. دې کار ګل لرونکو بوتو ته اجازه ورکړې چتر ډېره حده د ځمکې په ایکوسیستم باندې تسلط ولري چې د ټولو بوټو د نوعو شاوخوا ۹۰ سلنه جوړوي. [۶] |
د ګل غوزې د دوو جوړو ګرده ایزو کڅوړو سره |
د ګل غوزې د جمناسپرمونو د اړوندو ارګانونو په پرتله ډېرې سپکې دي او د وخت په تېرېدو سره د ګرده افشانۍ د ځانګړو سنډرومونو لکه د ځانګړو ګرده افشانانو سره د تطابق لپاره د انجیوسپرم تنوع کې مرسته کړې. د ګل غوزې هم د وخت په تېرېدو سره اصلاح شوې دي، ترڅو د ځاني القاح چې ډېرې تنوع ته یې امکان ورکړی، مخه ونیسي، چې په پای کې انجیوسپرم ته اجازه ورکوي ترڅو نورې طاقچې ډکې کړي. |
د نارینه په ګیمټوفایت کې کموالی، درې حجرې |
د جمناسپرم تخم لرونکو بوټو په پرتله په انجیوسپرمونو کې د نارینه ګیمټوفایټ په اندازې کې د پام وړ کموالی راځي. د ګردې کوچنۍ اندازه د ګرده اچونې (د ګردې دانه ښځینه بوټي ته رسي) او القاح تر منځ وخت کموي. په جمناسپرمونو کې القاح د ګرده اچولو څخه یو کال وروسته ترسره کېدی شي، پداسې حال کې چې په انجیوسپرمونو کې القاح د ګرده اچولو څخه ډېر ژر پیل کېږي. د ګرده اچونې او القاح تر منځ لنډ وخت انجیوسپرم ته اجازه ورکوي چې د جمناسپرمونو په پرتله د ګرده اچونې څخه وروسته ژر تخمونه تولید کړي، چې انجیوسپرمونه ته ځانګړې تکالي ګټې برابروي. [۷][۸] |
تړلی کارپل چې تخمدانونه یې محصور کړي (کارپل یا کارپلونه او ثانوي برخې کېدای شي په میوه بدلې شي) |
د انجیوسپرم تړلی کارپل هم د ځانګړې ګرده اچونې سنډرومونو او کنټرولونو سره تطابق ته اجازه ورکوي. دا کار د ځاني القاح مخنیوي کې مرسته کوي، په دې توګه د تنوع زیاتوالی ساتي. کله چې تخمدان القاح شي، کارپل او ځینې شاوخوا نسجونه میوې ته وده کوي. دا مېوه اکثراً تخم خپروونکي حیوانات جذب کوي. په پایله کې د همکارۍ دا اړیکه د خپرېدو په بهیر کې د انجیوسپرمونو لپاره بله ګټه وړاندې کوي. |
په ښخینه ګیمتوفایت کې کموالی، اووه حجرې د اتو هستو سره |
په ښځینه ګیمتوفایت کې کموالی په نارینه ګیمتوفایت کې د کموالي په څېر ښايي یو تطابق وي چې ډېر ګړندی تخمې سټ په پام کې نیسي او بلاخره د بوټي د ژوند دورې په څېر د ګل لرونکو بوټو د تطابقونو لامل کېږي، چې ګل لرونکو بوټو ته اجازه ورکوي چې لا نور طاقونه ډک کړي. |
اندوسپرم |
عموماً د اندوسپرم جوړښت د القاح څخه وروسته او د زیکوت د لومړي وېش څخه مخکې پیل کېږي. اندوسپرم خورا مغذي نسج دی چې کولی شي پراختیايي جنین، کوټیلېدونونو او کله کله د تازه بوټي لپاره چې نوی راڅرګندېږي، تغذیه برابره کړي. |
Cantino PD, Doyle JA, Graham SW, Judd WS, Olmstead RG, Soltis DE, Soltis PS, Donoghue MJ (2007). "Towards a phylogenetic nomenclature of Tracheophyta". Taxon. 56 (3): E1–E44. doi:10.2307/25065865. JSTOR 25065865.
Raven PH, Evert RF, Eichhorn SE (2005). Biology of Plants. W. H. Freeman. pp. 376–. ISBN 978-0-7167-1007-3.