From Wikipedia, the free encyclopedia
مارتین ګارډنر (د ۱۹۱۴ کال د اکتوبر میاشتې په ۲۱ زېږېدنه – د ۲۰۱۰ کال د می میاشتې په ۲۲ مړینه) د ریاضیاتو او ساینس په برخه کې نامتو امریکایی لیکوال و چې د علمي شک، مایکرومیجیک یا وړوکي جادو، فلسفې، مذهب او ادبیاتو سره یې هم ډېره مینه درلوده – په ځانګړې توګه د لویس کارول، ایل فرانک بوم او جی کی چیسټرټون له لیکنو سره یې خورا مینه درلوده. د لیوس کارول په هکله هغه یو مخکښ لیکوال ګڼل کېږي. د The Annotated Alice کتاب چې د الیس کارول د دوو کتابونو متن په کې شامل دی، د هغه ترټولو بریالي اثر و او له یو میلیون نه ډېرې نسخې یې پلورل شوي. هغه تل له جادو او وهم سره مینه درلوده او د MAGIC ورځپاڼې په ۱۹۹۹ کال کې هغه د «د شلمې پیړۍ د ۱۰۰ اغېزناکو جادوګرانو» په ډله کې راووست. هغه د امریکایي معماوو پوه ګڼل کیده. هغه یو ډېر تالیفوونکی او هر اړخیز لیکوال و، چې له سلو ډېر کتابونه یې چاپ کړي دي.[4][5][6][7][8][9][10][11]
مارتین ګارډنر | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | شمېرپوهنه ، جادو [1]، فلسفه [1]، مذهب [1] |
پوځي خدمت | |
برخه | د امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک [2][3] |
جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
سمول |
ګارډنر له تفریحي ریاضیاتو سره د مینې د رامنځته کولو او دوام – په عمومي توګه د ریاضیاتو پراختیا ــ او په ځانګړې توګه د «ریاضيکي لوبو» د ستونونو د رامنځته کولو په پار د شلمې پیړۍ په وروستۍ نیمایي کې خورا مشهور شو. په ساینسي امریکې کې دا پنځه ویشت کاله خپاره شوو او د هغه وروستنیو کتابونه دا نور ټول راغونډ کړل. [12][13][14][15]
ګارډنر د شلمې پېړۍ د جعل یا شبې علم ضد د خورا مخکښو پوهانو له ډلې و. په ۱۹۵۷ کال کې د هغه د «د علم په نوم موډونه او تېرایستنې» په نوم کتاب د شکمن غورځنګ لرغونی او بنسټیز اثر شو. په ۱۹۷۶ کال کې، هغه له خپلو شکمنو ملګرو سره یوځای شو او CSICOP یې رامنځته کړ، او دا هغه سازمان و چې علمي څېړنې او د عقل کارونې نه یې د فوق العاده ادعاوو په څېړنې کې وده ورکړه. [16][17][18][19]
هغه د نیویارک د کتابونو بیاکتنې ورځپاڼې د مکررو مرسته کوونکو له ډلې و. [20]
مارتین ګارډنر د تولسا په اوکلاهوما کې د تېلو مشهور جیولوجیست جیمز هنري ګارډنر، او د هغې مېرمنې د مونټیسوري روزل شوې ښوونکې ویلی ویلکرسون سپایرز په یوې سوکالې کورنۍ کې زېږېدلی. د ښوونځي له پیلولو دمخه د هغه مور مارټین ته لوستل ورزده کړه، هغه یې د اوز جادوګر یاد کړ، او دا ددې لامل شو چې مارټین د ایل فرانک بوم له اوز کتابونو سره مینه پیدا کړي. په هلکتوب کې له ریاضیاتو سره د هغه مینه هله پیل شوه کله چې پلار یې هغه ته د سام لویډ د ۵۰۰۰ معماوو، چالونو او کیسۍ یا معماوو دایره المعارف نسخه ورکړه.[21][22][23][24][25]
هغه خپلې زده کړې د شیکاګو په پوهنتون کې وکړې، او په ۱۹۳۶ کال کې یې د فلسفې په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ. د هغه په لومړنیو دندو کې د Tulsa Tribune خبریالي، د شیکاګو پوهنتون د مطبوعاتي اړیکو دفتر کې لیکوال، او د Chicago's Black Belt له خوا د ښار د هوساینې ادارې د قضیې پرمخ وړونکي دندې شاملې وې. هغه د متحده ایالاتو په سمندري ځواک کې د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې په اتلانتیک کې USS Pope په ویجاړونکې اسکوارت بېړۍ کې د سمندري ځواک په توګه څلور کاله خدمت وکړ. کله چې جګړه د ۱۹۴۵ کال په اګست میاشت کې د جاپان له تسلیمیدو سره پای ته ورسیده نو دې وخت کې لاهم په اتلانتیک کې د هغه کښتۍ وه.
ګارډنر له جګړې وروسته بېرته د شیکاګو پوهنتون ته راستون شو. هلته یې د یوه کال لپاره د فراغت زده کړو ته دوام ورکړ، خو ښه درجه یې ترلاسه نه کړه.[26][27]
په ۱۹۵۰ کال کې، هغه په Antioch Review کې د «د هرمیټ ساینس پوه» په نامه یوه مقاله ولیکله. د غولوونې علم په هکله دا د ګارډنر د لومړنیو مقالو له ډلې یوه وه، او په ۱۹۵۲ کال کې د ګارډنر لومړنی خپور شوی کتاب چې د ساینس په نوم: د تېرو او اوسنیو عیسوي ملایانو او د ساینس اړوند ډله پالو د حالت څېړل و ډېر چاپ او خپور شو.[28]
ګارډنر د ۱۹۴۰ لسیزې په وروستیو کې نیویارک ښار ته لاړ او هلته د Humpty Dumpty ورځپاڼې لیکوال او خپروونکی شو، د اتو کلونو په مودې هغه د ماشومانو لپاره دلته او څو نورو ورځپاڼو کې لیکنې او کیسې ولیکلې. په ورځپاڼو کې د کاغذ په پوښ کې د معماوو شتون ددې لامل شو چې په دې برخه کې دا کار په ساینسي امریکې کې لومړی کار وګڼل شي. د څو لسیزو لپاره، ګارډنر، میرمن یې شارلوټ، او د دوی دوو زامنو، جیم او ټام، د نیویارک په هستینګز-ان-هډسن کې ژوند کاوه، چې دلته هغه د یو خپلواک لیکوال په توګه، او په سلګونو بېلابېلو خپرندویو او مجلو کې د کتابونو په چاپولو او خپرولو سره خپل ژوند پرمخ وړ. د هغه د مسلکي ژوند تر ټولو غوره پلورل شوی کتاب The Annotated Alice دی چې اصلي نسخه یې په ۱۹۶۰ کال کې خپره شوه.[29][30][31][32]
ګارډنر په ۱۹۷۹ کال کې، ساینسي امریکا پریښوده. هغه او مېرمنې یې شارلوټ د شمالي کارولینا هینډرسن ویل ته لاړل. هغه د ریاضی مقالو لیکلو ته دوام ورکړ او هغه یې The Mathematical Intelligencer، Math Horizons، The College Mathematics Journal او Scientific American ته واستول. هغه خپل ځینې زاړه کتابونه لکه اوریګامي، ایلیوسس، او سوما کیوب هم بیا ځلي اصلاح کړل. په ۲۰۰۰ کال کې شارلوټ مړه شوه او په ۲۰۰۴ کال کې ګارډنر بېرته اوکلاهوما هغه ځای ته راغی چېرته چې د هغه زوی، جیمز ګارډنر، د نارمن په اوکلاهوما پوهنتون کې د ښوونې او روزنې ښوونکی و. هغه د ۲۰۱۰ کال د می په ۲۲ مه نېټه مړ شو. د هغه ژوند لیک – Undiluted Hocus-Pocus: The Autobiography of Martin Gardner – تر مړینې وروسته یې خپور شو. [33][34][35][36][37]
د شلمې پیړۍ په دویمه نیمایي کې مارتین ګارډنر پر ریاضیاتو باندې ستر اغېز درلود. د هغه ستون یا کالم ۲۵ کاله دوام وکړ او د ریاضي پوهانو او فزیک پوهانو د نسل له خوا چې د ۱۹۵۶ نه تر ۱۹۸۱ کلونو کې رالوی شوي وو په ډېرې مینې سره ولوستل شو. د هغه لیکنو ډیری خلک په مستقیم یا غیر مستقیم ډول دې ته هڅول چې د ریاضیاتو، ساینس او نورو اړوندو برخو کې په کار بوخت شي.[38][39][40][41][42][43][44][45][46][47]
د ګارډنر په مینه والو کې بېلابېل کسان لکه WH Auden، Arthur C. C. C. C. Clarke، Carl Sagan، Isaac Asimov، Richard Dawkins، Stephen Jay Gould، او د اولیپو په نوم ټوله فرانسوي ادبي ډله په کې شامل وو. یو ځل سلواډور ډیلي له هغه نه وغوښتل چې د څلور اړخیز hypercubes په اړه بحث وکړي. ډیویډ اورباچ لیکلي: «په خاصو عملي شرایطو کې مارټین ګارډنر لپاره د شلمې پیړۍ د خورا اغیزمنو لیکوالانو له ډلې ګڼلای شو. په ساینسي امریکې کې دده د مشهورېدو علت د ۲۵ کلونو په اوږدو کې د علمي او ریاضيکي لوبو رامنځته کېدل هم دي. ښايي د شخصي کمپيوټر تر راڅرګندېدو دمخه د بل هر يوه عامل دمخه د ځوانو رياضي پوهانو او د کمپيوټر ساينس پوهانو په روزلو کې مرسته کړې وي». [48][49][50][51][52][53][54]
د لیوس کارول په هکله ګارډنر یو مخکښ لیکوال ګڼل کېږي. د هغه تشریح شوې نسخه د Alice's Adventures in Wonderland او Through the Looking Glass، چې د الیس په کتابونو کې ډیری ریاضيکي مسایل، د کلمیاتو لوبې، او ادبي حوالې تشریح کوي، په لومړي ځل د تشریح شوي ایلیس (کلارکسن پوټر ، ۱۹۶۰) په نوم خپور شو. پایلې یې له نویو حاشیو سره د More Annotated Alice (Random House, 1990)، او په پای کې د The Annotated Alice: The Definitive Edition (Norton, 1999) په نوم خپرې شوې چې د پخوانیو او نويو نسخو مواد او یاداښتونه په کې سره یوځای شوي وو. اصلي کتاب هغه وخت رامنځته شو کله چې ګارډنر ته د الیس کتابونه «ډاروونکي» وبرېښېدل خو وروسته کله چې دی ځوان شو نو په دې پوه شو چې دا ډاروونکي نه بلکې په زړه پورې دي. [55][56][57]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.