From Wikipedia, the free encyclopedia
ځانګړو څانګو ته په کتلو سره تمدن کېدلی شي د مختلفو وختونو دورو یا ځانګړتیاوو ته راجع شي. په تاریخ لیکنه کې 17 مه او 18 مه پیړۍ معمولا د تمدن لومړۍ ورځي یا ابتدايي تمدن بلل کېږي، په داسې حال کې چې 19 مه پیړۍ ټوله د «عصري تاریخ» سره مطابقت لري. که څه هم چې په دې کې د اړوندو تاریخي پروسو او کلتوري پیښو پراخه لړۍ چې له فېشن څخه نیولې بیا تر عصري جګړې پورې شامله ده. همدارنګه کېدلی شي چې د هغه شرایطو موضوعي یا موجودي تجربې ته هم اشاره وکړي چې دوی یې رامنځته کوي او پر بشري کلتور، بنسټونو او سیاست باندې دوامداره روانې اغیزې لري.[1] د یوې تحلیلي او معیاري مفکورې په توګه، تمدن یاعصريیت د فلسفې او د جمالیاتو د ماډرنېزم له اخلاقو سره نږدې تړاو لري. سیاسي او فکري جریانونه روښانتیا او وروستي پرمختګونه لکه، موجودیت (اگزیسنټینسیالېزم)، عصري هنر، د ټولنیزو علومو رسمي تاسیس او د معاصریت ضد تحولاتو لکه مارکسیزم سره بېلوي. همدارنګه دا هغه ټولنیزې اړیکې چې د پانګوالۍ د ودې سره تړاو لري او د سېکولر کولو، ازادولو(لېبرلایزېشن) او عصري کولو او وروسته له صنعتي ژوند سره د تړلو سره تړاو لري په خپله لمنه کې رانغواړي.[1] د نولسمې او شلمې پیړۍ په وروستیو کې عصري هنر، سیاست، ساینس او کلتور نه یوازې په لویدیځه اروپا او شمالي امریکا کې، بلکې د نړۍ په ټولو متمدنو سیمو کې، حتی د هغه حرکتونو په شمول چې فکر یې د لویدیځ او نړیوال کولو سره په ټکر کې و حاکمیت درلود. تمدن یا عصري دوره د انفراديت، سرمایه دارۍ، ښاري کېدلو او د تخنیکي او سیاسي پرمختګ د امکاناتو له باور سره نږدې تړاو درلود. د دې دورې جنګونه او نورې محسوسې ستونزې، چې د ډیریو لامل یې د چټک بدلون اغیزې او د دودیزې مذهبي او اخلاقي نورمونو د پیاوړتیا له منځته تلل و، ددې سبب شوې چې د عصري پرمختګ په وړاندې د ډیرو خلکو غبرګونونه را پاروي. د دوامداره پرمختګ په اړه خوشبیني او پر هغه باندې باور په دې وروستیو کې د وروستي تمدن (پوسټ ماډرنیزم) لخوا تر نیوکې لاندې راغلی دی، په داسې حال کې چې پر نورو براعظمونو باندې د لویدیځې اروپا او انګلیس-امریکا پر حاکمیت باندې د postcolonial theory یا وروسته استعماري نظریې نیوکه کړې ده.[2][3][4][5][6][7] د هنر د تاریخ په سیاق یا شرایطو کې تمدن «مډرنیت» یو ډیر محدود مفهوم لري او«عصري هنر» د C دوره 1860–1970 پوښي. په دې مفهوم سره ددې اصطلاح کارول چارلس بوډیلیر ته منسوب شوي دي. ده په 1864 کې د «د عصري ژوند انځورګر» تر عنوان لاندې په خپله یوه مقاله کې په «یو لوی ښار کې د ژوند لنډمهاله او ژر تېرېدونکې تجربه» ډیزاین کړه او یو مسؤلیت درک کونکی هنر باید دا تجربه ترلاسه کړي.[8] سرچينې او ياداښتونه |
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.