![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/f/f9/Ciudad_del_Cabo_desde_Cabeza_de_Le%25C3%25B3n%252C_Sud%25C3%25A1frica%252C_2018-07-22%252C_DD_34.jpg/640px-Ciudad_del_Cabo_desde_Cabeza_de_Le%25C3%25B3n%252C_Sud%25C3%25A1frica%252C_2018-07-22%252C_DD_34.jpg&w=640&q=50)
کیپ ټاون
From Wikipedia, the free encyclopedia
کېپ ټاون (افريقايي: Kaapstad؛ ايکسوسا “Xhosa”: iKapa) د سويلي افريقا له درې پلازمېنه ښارونو څخه دی، چې د سويلي افريقا د پارلمان د څوکۍ په توګه خدمت کوي. دا ښار د هېواد مقننه پلازمېنه ده، د هېواد تر ټولو پخوانی او له جوهانسبرګ څخه وروسته دويم لوی ښار دی. دا ښار چې په عاميانه ژبه ورته مور ښار يا “Mother City” وايي، د “Western Cape” ولايت تر ټولو لوی ښار دی او د کېپ ټاون د ښاري ښاروالۍ له لورې اداره کېږي. دوه نورې پلازمېنې پريټوريا (Pretoria) او بلويمفونټين (Bloemfontein) دي. پريټوريا اجرائيه پلازمېنه ده، چې په ګاوټينګ (Gauteng) کې پرته ده او ولسمشريزې چارې هم له همدې ځايه تر سره کېږي. بلويمفونټين په “Free State” کې قضائيه پلازمېنه ده، چې د استيناف ستره محکمه په کې پرته ده.[10][11][12][13]
کیپ ټاون | |
---|---|
د کیپ ټاون انځور | |
![]() | |
کورډېناټونه: 33.925277777778°سويل 18.423888888889°ختيځ / -33.925277777778; 18.423888888889 ![]() | |
د رامنځته کېدو نېټه | ۱۶۵۲ ![]() |
هېواد | ![]()
![]() |
پلازمینه د: | |
پراخوالی | |
• پراخوالی | 2454.72 کیلومتره مربع ![]() |
لوړوالی | 5 متر [4] ![]() |
نفوس شمېرنه | 3776313 (۲۰۲۱) ![]() |
وروستي مالومات | |
وخت زون | یوټیسی ۲:۰۰+ ![]() |
پوستخونې شمېره | 8001[5] |
سيمه ييز د زنګ کوډ | 45 ![]() |
جيو کوډ | 3369157[7] ![]() |
خورلڼې ښارونه | آخن ، حيفا ، سینټ پیټرزبورګ [8]، فونشال ، پونی ، سان فرانسسکو ، بوئنوس آيرز ، ژوهانسبورگ ، ازمير [9] ![]() |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه ![]() |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
کېپ ټاون ښار د نړيوالتوب او نړیوالو ښارونو د څېړنې شبکې له لورې د دويم نړيوال ښار په توګه ډلبندي کېږي. دا ښار د خپل بندر، په “Cape Floristic Region” [کېپ فلورېسټ سيمه] کې د خپل طبيعي جوړښت او د “Table Mountain” او “Cape Point” غوندې ځانګړنو له امله پېژندل کېږي. دا ښار د ختيځ کېپ “Western Cape” د ٪۶۶ وګړو ټاټوبی دی. کېپ ټاون په ۲۰۱۴ ز کال کې د نړۍ هغه غوره ځای ونومول شو، چې نيويارک ټايمز او ډيلي ټيليګراف دواړو ورڅخه ليدنه کړې وه.[14][15][16][17]
د کېپ ټاون د سيټي باول (City Bowl” سيمه چې د “Table Bay” [خليج] پر غاړه پرته ده، په ويسټرن کېپ کې تر ټولو پخوانۍ ښاري سيمه ده، چې د پام وړ کلتوري ميراث لري. دا سيمه د ختيځ هند هالنډي شرکت “Dutch East India Company (VOC)” له لورې ختيځې افريقا، هند او لرې ختيځ ته د هالنډي کښتۍ چلونې لپاره د سمبالولو د تم ځای په توګه رامنځته شوې وه. د ۱۶۵۲ ز کال د اپرېل پر ۶ نېټه سيمې ته د جان وېن ريبيک (Jan van Riebeeck) رسېدنې د VOC کېپ مستعمره (VOC Cape Colony) رامنځته کړه، چې په سويلي افريقا کې لومړنۍ تل پاتې اروپايي استوګنه وه. کېپ ټاون په “Castle of Good Hope” کې د لومړني اروپايي سنګر يا سرحدي سيمې په توګه خپله اصلې اصلي موخې ته زياته وده ورکړه او د کېپ کالوني (Cape Colony” اقتصادي او کلتوري مغز يا منځنۍ برخه شوه. کېپ ټاون تر “Witwatersrand Gold Rush” او د جوهانسبرګ تر ودې پورې په سويلي افريقا کې تر ټولو لوی ښار و.
دا ښار پر اتلانتيک سمندر باندې اوږده ساحلي ليکه لري، چې د فالس خليج (False Bay” رانغاړي او ختيځ کې تر “Hottentots Holland” غرونو پورې غځېږي. د ټېبل غر ملي پارک (Table Mountain National Park” د ښار په پولو کې دننه پروت دی او ښار ته نږدې سيمو کې نورې بېلابېلې طبيعي زېرمې او سمندري خوندي سيمې هم شته، چې بېلابېل ځمکنی او سمندري طبيعي چاپيريال خوندي کوي.