امريکايي څومېلتي تېکنالوژيکي کمپنۍ، چې د اېنټرنېټ برخه کې فعاليت کوي. From Wikipedia, the free encyclopedia
ګوګل (په انګلیسي: Google LLC) یو امریکایي ټیکنالوژيکي کمپنۍ ده چې زیات تمرکز یې په مصنوعي ځیرکتیا، [8] آنلاین اعلانات، د لټون ماشین ټیکنالوژي، کلاوډ کمپیټینګ، کمپیوټر سافټویر، کوانټم کمپیوټینګ او انلاین بانکداري باندې دي.
په نوم د |
---|
عمومي مالومات | |
---|---|
غړی د | |
هېواد |
برخه د |
---|
بنسټګر | |
---|---|
جایزې |
|
وېبپاڼه |
about.google (انګرېزي ژبه، اسپانيايي ژبه) |
---|---|
پوسټکوډ |
او په نړۍکې "ترټولو قوي کمپنۍ" په توګه پیژندل شوی دی [9] د مصنوعی ځیرکتیا په برخه کې د معلوماتو په راټولولو او بازار کې د خپل حاکمیت په لرلو او ټیکنالوژیکي ګټو له له امله د نړۍ د ارزښتناکه برانډونو څخه شمیرل کیږي. [10] [11] [12]
اصلي مقاله: د ګوګل تاریخچه
ګوګل یوه څېړنیزه پروژه وه چې د ۱۹۹۶ز کال په منځنیو کې د لیري پيج او سرګي برین چې د کلېفورنیا په سټنفورډ پوهنتون کې دوه پي ایچ ډي محصلین ول پیل شوه. [13] [14] [15]
دوي د خپلې پروژې نوم "BackRub" کېښودو ځکه ددوي پلټونکی ماشین د نورو ویب سایټونو ملاتړي لینکونه ارزول او په همدې بنسټ به یې د هغوي اهمیت د پلټنو په پایله کې ټاکل. (چې وروسته د پاڼې رتبه ونومول شول)، چې په هماغه وخت کې یې یو بل ویب سایټ چې RankDex یې ونومولو په ورته توګه کار کولو. د دوي پلټونکی ماشین په لومړي وخت کې په دې ډول لیکل کېدو google.stanford.edu او ګټه ترې اخېستل کېده او د ډېسمبر په ۱۵مه، ۱۹۹۷ز کال د google.com نوم یې هم ثبت کړ او د ۱۹۹۸ز کال په ډېسمبر کې د ګوګل لومړنی دفتر پرانېستل شو او په دې توګه دا شرکت په رسمي توګه ثبت او پرانېستل شو. په حقیقت کې د ګوګل لومړی کاري دفتر د منلو پارک په سوزان وژکیکي کراج کې کار پیل کړ.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.