![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/2/23/Glass_of_Cola.jpg/640px-Glass_of_Cola.jpg&w=640&q=50)
کولا
کاربن لرونکی نرم څښاک / From Wikipedia, the free encyclopedia
کولا یو کاربونیټ شوی نرم څښاک دی چي د وینیلا ، دارچینی ، لیمو غوړیو او نورو خوندونو له یوځایوالي څخه رامنځ ته سوی دی. کولا وروسته له هغه په ټوله نوۍ کي مشهوره سول کله چئ امریکایی درمل جوړونکي جان سټیټ پیمبرټن په 1886 کي کوکا کولا اختراع او رامنځ ته کړه. ویل کیږي چي د پیمبرټن کولا په څښاک کي د کوکا بوټي استخراج هم شامل وو. د یادي کولا غیر الکولي ترکیب د درمل جوړونکي انجیلو ماریاني د کوکا شراب څخه چي په 1863 کي جوړ سوی وو، الهام اخیستی وو. [1] [2]
چټک مالومات ټاټوبی هېواد, ځانګړې وېشنيزه ...
کولا
ټاټوبی هېواد | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه |
برخې |
---|
تړل
ډیری عصري کولاوي تور کارمل رنګ لري او په بورې او/یا لوړ فروټوز جوار شربتو سره خواږه کیږي. دوی په بیلابیلو برانډونو کي بازار ته وړاندي کیږي چي کوکا کولا او پیپسي یې یو له خورا مشهورو برانډونو څخه دي. [3] دا دوه شرکتونه د 1890s راهیسي له یوبل سره ډېر په شدت سیالي کوي. [4]
- (په January 1, 2013 باندې). COKE VS. PEPSI: The Story Behind The Neverending 'Cola Wars'.