![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/4/4e/Carrie_Chapman_Catt.jpg/640px-Carrie_Chapman_Catt.jpg&w=640&q=50)
کري چپمن کټ
From Wikipedia, the free encyclopedia
کري چپمن کټ (د ۱۸۵۹ ز کال د جنورۍ ۹مه – د ۱۹۴۷ ز کال د مارچ ۹مه) د ښځو د رایې حقغوښتونکې امریکايۍ رهبره وه چې د متحدو ایالتونو د اساسي قانون د نولسم تعدیل لپاره یې کمپاین کاوه. دغه تعدیل په ۱۹۲۰ز کال کې نافذ شو او په امریکا کې یې ښځو ته د رایې ورکولو حق ورکړ. کټ له ۱۹۰۰ نه تر ۱۹۰۴ز او له ۱۹۱۵ز نه تر ۱۹۲۰ ز کال پورې په امریکا کې د ښځو د رایې د حق د ملي اتحادیې مشري وکړه. دې په ۱۹۲۰ کال کې د رایې ورکوونکو ښځو اتحادیه او په ۱۹۰۴ کال کې د ښځو د رایې د حق نړیواله اتحادیه جوړه کړه چې وروسته یې نوم د ښځو نړیواله اتحادیه شو. په ۱۹۱۹ز کال کې يې د رایې د حق نه لرونکو ښځو د یوه لښکر مشري وکړه ، تر څو پر کانګرېس فشار راوړي، چې د اساسي قانون نولسم تعدیل تصویب کړي، په دغه قانون کې ښځو ته د رایې ورکولو حق ورکول کېده او ایالتي قانون جوړوونکي یې قانع کړل، چې په ۱۹۲۰ ز کال کې یې تصویب کړي. کټ په متحدو ایالتونو کې د شلمې پېړۍ د لومړۍ نیمايي د پېژندل شویو ښځو له ډلې وه او د مشهورو امریکايي ښځو په ټولو لېستونو کې موجوده وه.[11][12][13][14]