ډاین فوسي
From Wikipedia, the free encyclopedia
ډاین فوسي (زوکړه: د ۱۹۳۲ زکال د جنوري ۱۶مه – مړینه: د ۱۹۸۵ زکال د ډسمبر د ۲۶مې نېټې شاوخوا ورځې) امریکايي پریماټولوژېسته او خوندیتوب پالونکې وه چې له ۱۹۶۶ زکال څخه یې تر ۱۹۸۵ زکال پورې د ترور تر مهاله د غرنیو ګوریلا شادیانو اړوند د پراخو څېړنو د ترسره کولو له امله شهرت درلود. نوموړې هره ورځ د روانډا په غرنیو ځنګلونو کې د دغه ډول شادیانو اړوند څېړنې کولې چې دغې چارې ته د پریماټولوژېست لوئیس لیکي له خوا هڅول شوې وه. د نوموړې له مړینې دوه کاله وروسته په ورېځو کې د ګوریلاګانو (Gorillas in the Mist) تر عنوان لاندې د هغې اثر خپور شو؛ دا په کاریسوکه څېړنیز مرکز او د هغې د پخواني شغل پر مهال د ګوریلاوو اړوند د فوسي د علمي مطالعې روایت و. په ۱۹۸۸ زکال کې د همدغه کتاب پر بنسټ او په همدغه نامه یو فلم هم جوړ شو. [12][13]
ډاین فوسي | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۶ جنوري ۱۹۳۲[1][2][3][4][5][6] سان فرانسسکو [7] ![]() |
مړینه | 26 ډيسمبر 1985 (53 کاله)[8][1][2][3][5] او 27 ډيسمبر 1985 (53 کاله)[9] ![]() |
تابعیت | ![]() ![]() |
عملي ژوند | |
تعلیم | د کېمبرېج پوهنتون ![]() |
کار/مسلک | بيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان) ، ليکوال ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [10][11] ![]() |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
![]() |
مخ پر IMDB مخونو ![]() |
سمول ![]() |
فوسي په روانډا کې شل کاله تېر کړل، چېرې چې نوموړې د حیواناتو له حفاظتي هڅو ملاتړ کاوه او همدارنګه یې د وحشي حیواناتو له ناقانونه ښکار او د هغو استوګنځایونو ته د تورېزم سره مخالفت درلود، دغه چاره لامل وګرځېده ګڼ شمېر کسان د ګوریلاګانو په هوښیارۍ باور وکړي. د یوې ګوریلا له وژنې او همدارنګه له هغو څخه د راوړلاړو شوو جنجالونو وروسته، نوموړې د ۱۹۸۵ زکال په ډسمبر میاشت کې د روانډا په یوه لرې پرته سیمه کې په خپل جوړ کړي څېړنیز کمپ کې ووژل شوه. له دې سره چې د فوسي امریکايي څېړنیز همکار په غیابي ډول محکوم کړای شو، خو هېڅ داسې د نظر اتفاق شتون نه لري چې وښيي چا هغه وژلې ده. [14][15]
د هغې څېړنیزو او حفاظتي چارو د غرنیو ګوریلاګانو د شمېر له کمښت څخه د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړه.