پیر – ژوزف پرودون
From Wikipedia, the free encyclopedia
پیر – ژوزف پرودون (بزانسون، ۱۵ جنوري ۱۸۰۹ – پاریس، ۱۹ جنوری ۱۸۶۵ زکال) فرانسوي سوسیالېست، سیاستوال، فیلسوف، اقتصاد پوه او د دوه اړخیزې انارشیستي فلسفې بنسټګر و. هغه لومړنی کس و چې له دغې اصطلاح څخه په ګټنې یې ځان انارشېست وباله چې په پراخه کچه د انارشېزم یو له اغېزمنو نظریه ورکوونکو څخه ګڼل کېږي. ګڼ شمېر نوموړی د «انارشېزم پلار» بولي. پرودون د ۱۸۴۸ زکال له انقلاب وروسته د فرانسې د پارلمان غړی شو او له هغه وروسته یې ځان فدرالېست وباله. پرودون هغه آزادي چې دی یې په لټه کې و د «کمونېزم او مالکیت د ترکیب» په توګه توصیف کړه. یو شمېر د هغه دوه اړخیزه فلسفه د فرد پالونکي انارشېزم برخه بولي په داسې حال کې چې یو شمېر نور هغه د ټولنیز انارشېزم برخه بولي.[22][23][24][25][26][27][28][29][30][31][32][33][34][35][36][37]
پیر – ژوزف پرودون | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۵ جنوري ۱۸۰۹[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12] |
مړینه | 19 جنوري 1865 (56 کاله)[1][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12] پاريس [13] |
تابعیت | فرانسه [14][15][16] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال ، خبريال ، فیلسوف [17][18][19]، ليکوال [20] |
مورنۍ ژبه | فرانسوي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | فرانسوي ژبه [2][21] |
د کړنې څانګه | فلسفه |
مؤثر | سيسرو ، ژان ژاك روسو ، کارل مارکس ، گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل |
لاسليک | |
سمول |
پرودون چې په بزانسون کې زېږېدلی و، هغه چاپګر و چې لاتیني ژبه یې د کتابونو د غوره چاپ کولو په موخه زده کړه. د هغه تر ټولو مشهوره ادعا چې د «مالکیت څه دی؟ یا د حقونو او حکومت د اصولو څېړڼه» تر نامه لاندې د هغه په لومړي اثر کې چې په ۱۸۴۰ زکال کې خپور شو؛ دا وه چې «مالکیت غلا ده!». له چاپېدو وروسته دغه کتاب د فرانسوي چارواکو پام وړ وګرځېد. همدارنګه د کارل مارکس پام وړ وګرځېد چې له امله یې د هغو له لیکونکي (پرودون) سره اړیکه ټینګه کړه. دغه دواړو پر یو بل اغېز وکړ او هغه مهال یې له یوبل سره په پاریس کې ولیدل کله چې مارکس هلته تبعید شو. د دوی ملګرتیا هغه مهال له منځه لاړه چې مارکس د هغه اثر د اقتصادي تضادونو نظام یا د بې وزلۍ فلسفې ته د فلسفې د بې وزلۍ په عنوان غبرګون وښود. دغه اختلاف د نارینه کارګرانو په نړیواله ټولنه کې د مارکسیستي او انارشیستي وېش یو له سرچینو څخه جوړه کړه. یو شمېر نور لکه اډمونډ ویلسون ادعا کوي چې په پرودون باندې د مارکس برید له کارل ګرون څخه د پرودون له دفاع سرچینه اخیسته، چې د مارکس ډېر بد نه ترې راتلل، خو هغه د پرودون د اثارو ژباړې ته چمتوالی نیولی و. [38][39][40]
پرودون له کاریګري شورا ګانو او ټولنو، په خصوصي مالکیت باندې د کارګر/بزګر د مالکیت او یا هم د ځمکو او کاري سیمو له ملي کېدو ملاتړ کاوه. هغه ټولنیز انقلاب د سوله ئیزو لارو چارو له مخې لاسته راتلونکی باله. هغه د یو انقلابي د اعترافاتو (Confessions of a Revolutionary) په نامه خپل اثر کې څرګنده کړې چې «انارشي له ځواک پرته نظم دی»، هغه عبارت چې وروسته یې د یو شمېر انارشېستانو نظریاتو ته الهام وروبخښه او له مخې یې circled-A سمبول رامنځته کړ؛ هغه سمبول چې نن ورځ «د ښاري منظر له مخې د یو رایج ګرافیت» په توګه پېژندل کېږي. پرودون هڅه وکړه چې د سرمایه دارانو/کپیټلېستانو او سهم لرونکو د عوایدو د مالیې په راغونډلو سره د یوه ملي بانک بنسټ کېښودل شي، خو پاتې راغی. هغه بانک چې د یوې اعتباري اتحادیې د ورته اړخونو له مخې یې بې سوده پورونه ورکول. د هغه له مړینې وروسته د هغه پیرو میخائیل باکونین د خپلو پام وړ پلویانو لکه کارلو کافایرو، جوزف دژاک، پیټرکروپوتکین او بنجامین تاکر سره د پرودون له لیبرترین سوسیالېزم څخه فرد پالونکي انارشېزم، ټولیز انارشېزم، انارکو کمونېزم او انارکو – سنډیکالېزم ته انشعاب وکړ. [41][42]