پنجابي ژبه
From Wikipedia, the free encyclopedia
پنجابي يوه اندو- آریاني ژبه ده، پنجابيان پرې خبرې کوي او د هندوستان او پاکستان په پنجاب سيمه کې اصلي ویونکي لري. پنجابي په نړۍ کې نهمه هغه ژبه ده چې زيات ويونکي لري. په پاکستان کې پنجابي تر ټولو زيات ویونکي لري، په هندوستان کې د ويونکو له پلوه د دې ژبې شمېره يوولسمه ده او په هندي نيمه لويه وچه کې درېيمه هغه ژبه ده چې اصلي ويونکي پرې غږېږي. پنجابي په انګلستان کې په درېيمه درجه زيات ويونکي لري او په کاناډا کې پنځمه هغه ژبه ده چې اصلي اوسېدونکي يې پرې غږېږي. په متحده عرب اماراتو، متحده ايالاتو، فرانسې، استراليا، نيوزيلانډ، ايټاليې او هالنډ کې هم په زياته کچه شته ده.[12]
په نامه د |
---|
عمومي معلومات | |
---|---|
قومي ډلې | |
ځانګړې وېشنيزه | |
سیمييزتوب د | |
ليکدود |
Shahmukhi (en) [3][4] ګورمکي ليکدود[3][4] اردو اورتوګرافي[5][6][4] Mahajani (en) ( القرن 10) Informal Roman Urdu (en) دېوناگري Punjabi Braille (en) |
ويونکو شمېر |
۱۲۵٬۰۰۰٬۰۰۰[7] (۲۰۲۱) |
ځای | |
اداري سیمه |
آزاد کشمير — جمو او کشمير — ناجوت ارزښت — مغربي بنگال — پنجاب — هريانه — ډېلي — پنجاب — Islamabad Capital Territory (en) |
هېواد |
د نږدې ۱۱۳ ميلیونه وګړو مورنۍ ژبه ده. په پاکستان کې پرې ۸۰.۰۵ ميلیونه وګړي غږېږي. پنجابي د پاکستان د پنجاب ايالت ولایتي ژبه ده، خو په ملي کچه ورته د رسمي ژبې مقام نه دی ورکړل شوی. په هندوستان کې ۳۱.۱ ميلیونه ويونکي لري (د ۲۰۱۱ کال د شمېرې تر مخې) او په پنجاب ايالت کې رسمي حيثيت لري. د پام وړ بهر مېشتي هم په دې ژبه غږېږي، په ځانګړي ډول په کاناډا، متحده ايالاتو او انګلستان کې.
په پاکستان کې پنجابي په شاهموخي ،لیک ليکل کېږي او په هندوستان کې د دې ژبې د ليکلو لپاره ګورموکي لیک ،نه کار اخستل کېږي. د ويو د غږ د کارولو په برخه کې پنجابي ژبه په اندو-آريايي ژبو (په پراخه معنا سره په اندو-اروپايي ژبو کې) کې يوه نادره ژبه ده.