پاول ګوډمن
From Wikipedia, the free encyclopedia
پاول ګوډمن (زوکړه: ۱۹۱۱ زکال – مړینه: ۱۹۷۲ زکال) امریکايي لیکوال او د عامه چارو اړوند روڼ آندی و چې تر ډېره په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د ټولنیز نقد په برخه کې د خپلو اثارو له مخې پېژندل کېږي. ګوډمن د هنرونو، مدني حقونو، تمرکز له منځه وړو، دیموکراسۍ، زده کړو، رسنیو، سیاست، ارواه پوهنې، ټکنالوژۍ، ښاري پلان جوړونې او جګړې په ګډون د ډیری غیرداستاني موضوعاتو او ادبي ژانرونو په اډانه کې لیکنې کړې دي. د یو انسان پال او خپله ځان بللي ادبي کس په توګه د هغه اثار تر ډېره په یوه لویه ټولنه کې د وګړو دندو او په خپل واک کې د چلن اړوند مسئولیت منلو، خلاق توب او د خپل انساني ماهیت درک ته اړونديږي.
پاول ګوډمن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۹ سپټمبر ۱۹۱۱[1][2][3][4] |
مړینه | 2 اگسټ 1972 (61 کاله)[1][2][3][4] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | ليکوال [4]، شاعر [4]، فیلسوف |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [5][6] |
خوځښت | انارشيزم |
سمول |
ګوډمن چې د نیویارک ښار په یوه یهودي کورنۍ کې وزېږېد، د خپلو خاله ګانو او خور له خوا را لوی کړای شو او د نیویارک په سیټي کالج کې یې زده کړې وکړې. د یوه لیواله لیکوال په توګه نوموړي وړاندې له دې چې له شیکاګو پوهنتون څخه د دوکتورا سند ترلاسه کړي اشعار او داستانونه یې ولیکل. له زده کړو وروسته نیویارک ښار ته راستون شو او په یو شمېر مجلاتو کې یې د ګڼ شمېر موضوعاتو د لیکنې او همدارنګه د تدریس دندو ته مخه کړه چې خپلې ډیری دغه دندې یې د خپل دوه جنسه توب د ښکاره کولو او په دویمې نړیوالې جګړې کې د خدمت نه کولو پر وړاندې د مقاومت له امله له لاسه ورکړې. ګوډمن انارشېزم ته مخه کړه او د ازادي غوښتونکو ژورنالونو لپاره یې لیکنې کولې. د نوموړي راډیکالېزم د ارواه پوهنې له نظریې څخه ریښه اخیسته. هغه د ګشتالت درملنې نظریې (هغه نظریه چې له مخې یې د اروايي درملنې پر مهال یو کس خپلو شخصي مسئولیتونو ته متوجه کوي) مخینه د ویلهلم رایش د راډیکال فرویدېزم پر بنسټ ولیکله او ورته اړوند یې په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د ارواه څېړنې غونډې جوړې کړې. ورته مهال یې خپلو نورو ارزښتمنو لیکنو ته هم دوام ورکړ.
د ټولنیز نقد په برخه کې د نوموړي د ۱۹۶۰ زکال کتاب، Growing Up Absurd، د کلتور په برخه کې د اصلي نظریه ورکوونکي په توګه د هغه ځایګی او اهمیت تثبیت کړ. ګوډمن «د نوي کیڼ لوري د فیلسوف» په توګه شهرت وموند چې انارشیستي لیدلوري یې د ۱۹۶۰ مې لسیزې په کلتور ضد او د وړیا ښوونځیو پر خوځښت اغېز درلود. په داسې حال کې چې نوموړی د غیر مارکسېستي راډیکالېزم په برخه کې د خپل مهال مخکښ امریکايي روڼ آندی و، خو شهرت یې د هغه له عمر وروسته دوام ونه موند. ګوډمن په انساني وړتیا و باندې د باور له مخې د ښاري ارمانونو او اصولي اعتقاداتو په برخه کې د وړاندیزونو له امله یادول کېږي.