![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/b/b1/Bj%25C3%25B8rn%25C3%25B8ya_meteorologiske_stasjon.jpg/640px-Bj%25C3%25B8rn%25C3%25B8ya_meteorologiske_stasjon.jpg&w=640&q=50)
يږ ټاپو
ټاپو په سوالبرد کي / From Wikipedia, the free encyclopedia
يږ ټاپو ( ناروېژي: Bjørnøya، تلفظ نارویجي: [ˈbjø̀ːɳœʏɑ]) يو ټاپو دی چي د سوالبرد ټاپوډلې و بلکل سويلي لورې ته پروت دی. دا ټاپو د بارینتس سمندر په لویدیځه برخه کي موجود دی؛ او نوموړی ټاپو د سپيتسبرګین او نوردکاپ علاقو په تقریبا منځ کي وجود لري، مطلب د دواړو سيمو څخه دلته د وﺭتګ واټن يو برابر دی.
يږ ټاپو | |
---|---|
![]() د يږ ټاپو د د هوا پېژندنې اډه چي ددې ټاپو په مرکز هرويګهاما کي موجوده ده | |
![]() يږ ټاپو د سوالبرد په نقشه کې بلکل لاندې و کېڼ لورې ته په ۴کونجه بکس کي ښکاري. | |
![]() د يږ ټاپو ځانګړې پښتو نخشه | |
کورډيناټ | 74.44°شمال 19.0475°ختيځ / 74.44; 19.0475 ![]() |
هیواد | ![]() ![]() |
تر ټولو لوړه څوکه | ميزرفييلله ![]() |
سمندر | بارینتس سمندر |
پلرنی ټاپو | سوالبرد |
علاقه (کيلومتر٢) | ۱۷۸ کیلومتره مربع |
حکومت | |
حکومت | ![]() ![]() |
د اوسېدونکو شمېر | ۹ |
وخت | يو ټي سي ٠١:٠٠+ ![]() |
جيو کوډ | 2731865[3] ![]() |
![]() | |
سمول ![]() |
يږ ټاپو د هالنډي پلټونکو ویليم بارينتس او ياکوب وان هيمسکرک لخوا د جون پر ۱۰مه په کال ۱۵۹۶ کي وموندل سو. دا ټاپو د قطبي اېږ په نامه هغه مهال ونومول سو چي همدغه دوو هالنډي پلټونکو يو يږ هلته د لامبو پر مهال وليد. يږ ټاپو د تیرا نولیوس (terra nullius) په توګه په پام کې نیول سوی وو، او وروسته د ۱۹۲۰م کال د سوالبرد تړون پر اساس دا ټاپو هم د سوالبرد اړوند نورو جزېرو په څېر د ناروې د واکمنۍ برخه سوه.
سره له دې چي دا ټاپو په يوه لېري او بې ګټې (بې حاصله) علاقه کې ځای پر ځای دی، خو بيا هم پکښي په تیرو پیړیو کې سوداګریز فعالیتونه لکه؛ د ډبرو سکرو کان کیندنې، کب نیولو او نهنګښکار ترسره سوي دي. په هرصورت، په دې ټاپو کې هیڅ ډول اوسېدنځای هم تر څو کلونو ډیر دوام ونکړ. او نوموړی ټاپو اوس د خلکو څخه خالي دی، البته يوازې هغه خلګ چي ددې ټاپو د هوا پېژندنې په اډه کي چي (هرويګهاما) نومېږي دنده ترسره سره کوي دلته ځای پر ځای دي. په ٢٠٠٢م کال کې دا ټاپو سره د هغه سمندري اوبو چې په څنډه کې يې بهېږي، د طبیعي زیرمې په توګه اعلان سو.